د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سوېډن کې د ځوانو فرهنګيانو د نمانځنغونډې خبرتيا

حبيب الله غمخور 02.08.2010 17:35

درنو هېوادولو !

په سويډن کې د دوستۍ فرهنگي ټولنې  او د افغانانو علمي اوفرهنگي مرکز  پتېيلې ده چې د ۲۰۱۰ م  کال د سپتمبر  پر اتلسمه  (2010-09-18) د ځوانو فرهنگيانو او اديبانو د درناوي ، هڅونې اوستاينې  په خاطر دسويډن  د مالمو ښار دولايت مقام  داړونده ادارې او نورو علمي او ټولنيز سازمانو په رغنده مرسته اوملاتړ  يوه درنده علمي او ادبي  غونډه جوړه کړي .

پدې غونډه کې دگډون لپاره  مو زموږ ځوان شاعراوليکوال اجمل اند، شاعر ، ليکوال او ژباړونکی صالح محمد صالح  اودټوکوټکالو مشهور راټولونکی  پير محمد باوري  ته دځانگړو مېلمنوپه توگه  بلنه ورکړه شوې ده .  خو دا دې هېره نه وي چې پدې غونډه کې به په اروپاکې مېشت نور ځوان افغان  وتلي  شاعران اوليکوال هم گډون ولري .

ددې سره يوځای  به په غونده کې دهغو ځوانو فرهنگيانو ياد او درناوی هم وشي کوموچې شپه او ورځ پر ځان يوه کړې دويب پاڼو له لارې يې  دخپل هيواد دپوهانو ، ليکوالو، شاعرانو ، اديبانواو سياتوالو اندونه اونظريات  په ټوله امانت  دارۍ  تر خپل ولس پورې  رسوي .

دادوی دي چې په خپل دغه زيار اوزحمت يې  پښتو دمايکروسافټ  تر کوره ورسوله ، دادوی دي چې اوس افغانان دنړۍ له نوروملتونوسره په برېښنا جال کې سيالي ته وردانگلای شي، دا دوی دي چې  ډير ځوانان يې ليکوالۍ اوفرهنگي هلو ځلوته وهڅول  .

پدې برخه کې دبېنوا، دعوت ، لراوبر ، افغان جرمن انلاين  ، تاند او ټول افغان  ويب پاڼومشرانو ته بلنه  ورکړه شوې  تر څوپدې درنه غونډه کې په برخې اخيستنې سره  داغونډه لانوره هم درنه کړي  .

موږ به  ډېر زيات خوښ شو چې پدې غونډه کې دنورو ويب پاڼو مسئولين  اود فرهنگي هلو ځلو لېوال برخه واخلي،  دوی به هم زموږ درانه مېلمانه وي .

دهېواد  ټولوشاعرانو، ليکوالو، اديبانو او فرهنگيانو ته بلنه ورکوو چې د غونډې  دبرخوالو د ادبي اوفرهنگي خدمتونواوتلاښونو په اړوند خپلې ليکنې، اندونه اوپيغامونه  داگست تر دېرشمې نېټې پورې پدې  برېښنا پتو موږ ته راولېږي :

ghamkhor@hotmail.com

ghamkhor@gmail.com

يادونه :

دغونډې دڅرنگوالي ، دجوړېدودځای او وخت په هکله به  په نږدې  راتلونکي کې مفصل معلومات  خپاره شي .

د اړينومعلوماتو د ترلاسه کولولپاره دوستان  کولای شي دپورته برېښناليک پتو ، او يا پدې ټليفون  شمېرو له حبيب الله غمخور سره تماس ونيسي :

0046(0)736511569

0046(0)760826087