د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتو ژبې پرمختګ؛ ستونزې او ننګونې

ذاکر جلالي 02.08.2010 09:28

د هرملت د بقا او پايښت لپاره د هغه ملت د فرهنګ او کلتور ساتنه اړېنه ده. هغه ملتونه چې خپل کلتور ته يې په درنه ندي کتلې او د خپل فرهنګ د ساتنې مسؤوليت يې په سمه توګه ندى ترسره کړى، بي له شکه چې د نابودۍ او فنا له طوفان سره مخ شوې چې اوس د هغوي هرڅه د تاريخ د پاڼو يوه برخه ګرځېدلې او بس.

د کلتور د ساتنې لپاره تر ټولو مهمه وسيله ژبه ده. که چا خپله ژبه و ساتله نو کلتور به يې خوندې وې. د ملګرو ملتونو د يونسکو سازمان ژبې پر دوه ډوله ويشې: روغې او ناروغې ژبې. هغه ژبې چې د وخت په تېريدور سره ځانته نوي زده کوونکي جلبوې او د خلکو په منځ کې د اهميت وړ وې، روغې ژبې دي او پاته نور ناروغه دي چې د وخت په تېريدو سره ورکيږي.

ددې لپاره چې خپله ژبه (پښتو) د روغو ژبو په کتار کې ودروو دا زمونږ مسؤوليت دى چې خپلې ژبې لپاره کار وکړو، ترڅو د پښتو ژبې د اهميت په نظر کې نيولو سره نوي زده کوونکي د پښتو د زده کړې لپاره لېواله شې.

سره له دې چې پښتو د افغانستان يو له لويو او ډيرو ويونکو ژبو څخه ده خو بياهم په ډيره خواشينۍ سره بايد دا تريخ حقيقت ومنو چې د افغانستان پخوانيو حکومتونو، ددې ژبې (پښتو) د بډاينې او پراختيا لپاره هيڅ کوم د پام وړ کار ندى کړى او همدا لامل دى چې زمونږ د ټولنې ډيرى هغه لوستي برخه چې د هغو حکومتونو د واکمنۍ پرمهال يې زده کړه کړي ده، که څه هم پښتانه دي خو نشي کولاي په آسانۍ سره په پښتو ژبه څه وليکې يا يې ولولې. ډير داسي پښتانه لا هم شته چې يوله بل سره په دري ژبه ليک لېږې را لېږې. البته زمونږه نيوکه په دې نده چې ولې په دري ژبه ليک ليږې، بلکه د خواشينۍ خبره داده چې ولى يو پښتون پر پښتو څه نشي ليکلاي؛ او که پر يو وخت هم پر پښتو څه ليکې هم پر دري دايې نو بيا ستره بريا ده چې پر دواړو ملي ژبو ليک-لوست کولاي شي.

د پخوانيو حکومتونو د واکمنۍ پر مهال په پلازمينه کابل کې څوک لږ تر لږه پر پښتو پوهېدل هم نه او که به کوم پښتون کابل ته وکوچېد نو د وخت په تېريدو سره به يې خپله ژبه هېره کړه. د پخواني ټولواک محمدظاهر کورنۍ ددې خبرې ښه بيلګه ده، د محمد ظاهر کورنۍ سره له دې چې محمدزي پښتانه وو خو پر پښتو نه پوهېدل. په پلازمينه او نورو حکومتي دفترونو کې د پښتو نه چلښت ددې سبب شو چې پښتو ته د ولس اړتيا له منځه ولاړه شې او ټول ملت د پښتنو په ګډون پښتو سره مخه ښه وکړي. ځکه چې پلازمينه کې له ښوونځيو نيولې تر پوهنتونه او حکومتي دفترونو نيولي د واکمن او نورو لوړپوړو چارواکيو تر ويناوو هرڅه په پښتو نه ترسره کېدل، نو ښکاره خبره ده چې په دغه ډول چاپيريال کې به ولس څرنګه د پښتو زده کړې ته اړتيا احساس کړي.

د جهاد او کډوالۍ کلونه او پښتو ژبه

په پلازمينه او حکومتي دفترونو کې د ډيموکراسۍ تر لسيزي او د ګوندونو تر جوړيدو وضع په همدې ډول روانه وه. د ډيموکراسۍ په لسېزه کې ځيني ګوندونه منځ ته راغلل چې پښتو خپرونې يې پيل کړي خو له بده مرغه چې د هغوي کار تر شعارونو پورې وو او بده يې لا داچې ځني د ولس د نورو ژبو په وړاندې ودريدل، چې پدې ترتيب سره د هغوي تاوان تر ګټې ډير و.

د ١٣٥٧ل کال د غوايې د کرغيړنې کودتا څخه وروسته چې ټول ولس د کډوالۍ لار ونيوله او ډيرى هېوادوال بهرنيو هېوادونو ته په تېره بيا ايران او پاکستان ته کډوال شول. د کډوالۍ په چاپيريال کې جهادي ګوندونه منځ ته راغلل چې هر يوه ځانته-ځانته خپرونې لرلې. ډيري ګوندونو خپلې فرهنګې کميټې لرلې چې ډير کتابونه يې په دواړو ملي ژبو خپاره کړل، چې بي له شکه د جهاد د پير خپرونې زمونږ د هېواد د ادب يوه ځلانده برخه جوړوي. د يادولو ده چې د جهاد د پير په خپرونو کې د پښتو ژبې او ادب په برخه کې له کيفيت څخه کميت، ډير پام کې نيول کېده. د شمېر له پلوه مونږ د هغه مهال ډيري مجلې او کتابونه اوس هم په لاس کې لرو چې له هغو څخه هم د معياري پښتو کمښت جوت دى چې دا هم د وطن څخه د لري والي له کبله و.

د کډوالۍ اغېز

که له يوې خوا د جهاد کلونه زمونږ د ملي ادب انقلابي باب جوړوې خو له بل لوري بي وطنۍ او کډوالۍ زمونږ پر دواړو ملې ژبو په تيره پر پښتو خپل ناوړه اغيز ښندلى.

ډير پښتانه ليکوالان چې په پاکستان کې زيږېدلې دي دهغوي په ليکوالۍ کې د اردو او پېښورۍ اردو ځپلي پښتو اغيز له ورايه ښکاري. کله چې زمونږ د لوستو او پوهو هېوادوالو ليکنې له دغو ناوړه اغېزو څخه خوندې ندي، نو د نالوستو هېوادوالو ګړيېزه پښتو به پې څومره تر خپل اغيز لاندې راوستي وې؟ د يادولو وړ ده چې دغه ستونزې زمونږ د ايران ميشتو هېوادوالو په ليکنو او خبرو کې لا زيات دى، ځکه چې له يوې خوا د ايران فارسي او زمونږ دري تر ډيره نږدي اړيکي لري او له بلي خوا د ايران متعصب حکومت هڅه کوي چې زمونږ دري ژبه د خپلو ليکوالو تر اغيز لاندي راولي او له بده مرغه په افغانستان کې هم ځينې ايران پلوه ډلګۍ خپلو ګوندي او سياسي ګټو لپاره زمونږ د ملي فرهنګ پر ضد مټي بډ وهلي چې متاسفانه په حکومتي کچه د ايران ددغو کړنو په وړاندي چا لا تراوسه د پام وړ غبرګون ندى ښکاره کړى.

يوه بله ستونزه چې د کډوالۍ له امله منځ ته راغلي په تېره په پاکستان کې هغه داده چې يو شمېر افغان کورنۍ په دې هيله چې بچيان يې معياري زده کړه وکړي، خپل اولادونه په پاکستاني ښوونځيو کې شاملوې ترڅو يې ضمناً ماشومان انګليسي سره هم آشنايي ولري. خو له بل لوري دې ستونزې ته بيا د کورنيو پام نه وي چې په پاکستاني ښوونځيو کې ددوي بچيان له خپلو ملي ژبو (پښتو او دري) او همدارنګه له خپل وياړلي ملي تاريخ څخه بي برخي کېږي. کله چې يو ماشوم له لومړي تولګي څخه تر لسم او کالج پورې په پاکستاني ښوونځې کې هره ورځ سهار دهغه هېواد ملې سرود زمزمه کوي، د هغوي تاريخ لولي او دهغوي ژبه او کلتور زده کوي او په مقابل کې د خپل هېواد له ټولو يادو شويو پانګو څخه بي برخي کيږي؛ آيا په راتلونکي کې به ددغه ډول انسان په ذهن کې له خپل وطن او کلتور سره د مينې څرک هم وي؟؟؟ هغه پښتنې کورنۍ چې بچيان يې په دغو ښوونځيو کې زده کړه کوي، کولاي شي چې پښتو وغږيږي، البته غير معياري او اردو ځپلي پښتو، ليکن له (دري) ژبې څخه چې زمونږ ملي ژبه ده دومره پردي وي چې کله څوک ورته په (دري) کې څه ووايې نشې کولاي چې پري پوه شي او له همدې ډول ستونزې سره هغه افغان کډوال چې زامن يې په ايران کې په زده کړه بوخت دي هم مخ دي، هغوي نشې کولاي چې په پښتو پوه شي؛ کله چې دغه کورنۍ هېواد ته بيرته راستنيږي، له ډيرو ستونزو سره به مخ وي په ځانګړې ډول د لوړو زده کړو په مؤسساتو کې.

ډيري داسې کورنۍ شته چې د هجرت پر مهال يې بچيان ماشومان وو، ښوونځې او پوهنتونونه يې په پرديو هېوادونو کې ولوستل، هماغه ماشومان نن سبا استادان، علما، ډاکټران، انجنيران، سياستپوهان او داسي نور دي. ددغو کدرونو ډيري له خپلي ژبي سره نا اشنا دي.

زمونږ ډير شمېر افغانان سعودي پورې دديني زده کړو لپاره ولاړل، کله چې بيرته راوګرځېدل په خپل مسلک کې به ښه پوه دي، ليکن نشي کولاي په پښتو ژبه څه په معيار برابر وليکي تر څو دده له پوهې څخه دده هېوادوالو ته هم ګټه ورسيږي. همدارنګه زمونږ زيات شمېر علماو په پاکستاني مدارسو کې زده کړه کړې، ښه پوه دي ليکن د مدرسې د زده کړو په اوږدو کې له خپلي ژبې ليرې پاته شوي، نوله دې کبله نشې کولاي خپلو خلکو ته څه وړاندي کړي. ياده دي وې چې زمونږ ځيني داسې علما هم شته چې سره له دې د پرديو هېوادونو په مدارسو او پوهنتونونو کې يې زده کړې کړې خو بيا يې هم خپله ژبه نده هيره کړي او کولاي شې په پښتو ډير څه وليکې.

مونږ افغانان الحمدالله په هره څانګه کې د پام وړ پوه او علمي کدرونه لرو، خو ستونزه دا ده چې ددغو کدرونو ډيري برخه په بهرنيو هېوادونو کې زده کړې کړي دي، ځکه نشي کولاي پخپله ملي ژبه خپلو خلکو ته څه وليکې. دلته غواړم يوه شې ته ستاسې پام واړوم او هغه دا چې پدې اړه زموږ دري ژبې هېوادوال د ستاېنې وړ دي، که څه هم هغوي هم په نورو هېوادونو کې زده کړې کړي دي خو بيا يې هم ډير شمېر خپل مسؤوليتونه ندي هير کړى.

د حل لار

د هېواد روانې غمېزې له پيله راهيسې زمونږ د هېواد زياته برخه وګړې په پرديو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې سباکوي. څرګنده ده چې په دغو هېوادونو کې هېڅ داسي کوم نهاد يا سازمان نشته چې د کډوالو د ژبې او کلتور ساتنه وکړي او له اوږدې مودې راهيسې مونږ په خپل هېواد کې هم د يو واقعاً ملي، اسلامپال، فرهنګپال او ژبپال حکومت له نشتون سره مخ يو، له هېڅ حکومت څخه د اوسنې په ګډون نه ښايې دا تمه وکړو چې زمونږ د فرهنګ او ژبې ساتنه وکړي او يا وده ورکړې، ځکه ډيري دغه حکومتونه له دومره نورو ستونزو سره مخ وې چې که په رښتيا ورته کاروکړي نو د فرهنګ پاللو ته نه وزګاريږي ليکن کله چې دوي د ټولنې ډيري بنسټيزو اړتياوو باندي سر نه خوږوي؛ نو فرهنګ او ژبه خو لا پر خپل ځاي پريږده.
دا مسؤوليت ښايې زمونږ د هېواد ريښتينې فرهنګپال او ژمن ژبپال اديبان په انفرادي ډول په غاړه واخلي او په دې لاره کې د بې وطنه ځوان پښت لاس نېوى وکړي، د هغوي پام يې خپلو مسؤوليتونو ته واړوې، د هغو مغرضو او متعصبو کړيو په وړاندې چې غواړې زمونږ ولس د ژبې په نامه له يو بل سره واچوې، ژمن، مسلمان او ژبپال ځوانان وروزي، تر څو له يوې خوا خپله ملي-اسلامي وجيبه او دين ادا کاندي او له بل لوري د ملي ژبې او فرهنګ د غوړيدا په لاره کې به يې مهم کار ترسره کړي وي.

پښتو ژبه او ژباړې او ليکنې ته اړتيا

ددې لپاره چې خپله ژبه له دغه ناورين څخه وژغورو بايد ليکنې او ژباړې ته مخه کړو. هغه هېوادوال چې په ځينو څانګو کې يې لوړې زده کړې کړي وي بايد لږ تر لږه په خپله څانګه کې په پښتو ژبه د درې يا څلورو کتابونو کښل پخپل ځان باندي لازمي او اړين وګرځوې. که هر وړ هېوادوال دغه کار وکړې بي له شکه چې د پښتو ژبې پراختيا کې به يې په اصطلاح ادبي رنسانس راوستى وي.

د ژبې د پرمختګ په لاره کې بل مهم کار ژباړه ده. که له يوې خوا د دري لسيزو په روانه غميزه کې مو وطن وران ويجاړ شو نو له بلي خوا مو هېوادوالو ګڼې بهرنۍ ژبې زده کړې. هغه شمېر هېوادوال چې چې په بله بهرنۍ ژبه لکه: اردو، عربي، انګليسي، جرمني، روسي او داسي نورو باندي تسلط ولري، بايد په دغو ژبو کې د ګټورو او زمونږه ټولنې ته د مفيدو آثارو په لټه کې شې تر څو يې پښتو ته وژباړې او خپل ملي مسؤوليت تر يو حده ادا کړي. پدې برخه کې هم که هر افغان متخصص له پردۍ ژبې څخه لږ تر لږه درې-څلور کتابونه وژبارې نو د پښتو په پراختيا او پرمختيا کې به يې څرګند بدلون راوستى وې.
په پاي کې غواړم خپله ليکنه ديوې بلې موضوع په يادولو سره ونغاړم او هغه دا چې زمونږ ډيري پښتانه ځوانان نن سبا په شعر او شاعرۍ کې ډير بوخت دي. بي له شکه چې شعر ديوي ژبې په پراختيا او پرمختيار کې بنسټيز رول لري، خو د يادولو يې بولم چې زمونږ (ځينې، نه ټول) پښتانه ځوانان بي له دې چې ليکنې او ژباړې ته کاروکړي، شعر ليکلو ته يې کار ويېلى وې. ها د شهيد محمد موسى شفيق خبره (ورکه شاعري شه چې مسلک ورسره نه وي). رښتيا هم بايد پښتانه ځوانان نه يواځې دا چې شعر ليکلو ته کار وايې بلکه د شعر تر څنګ ګټورې ليکنې او ژباړې هم وکړې؛ کله چې شاعر ليکنه يا ژباړه کوي، د هغه ليکنه يا ژباړه به د بل( غير شاعر) ليکوال په پرتله ډيره خوږه او په زړه پورې وي، نو په دې بنسټ له درنو شاعرانو څخه زما هيله ده چې د شاعرۍ تر څنګ دليکنې او ژباړې په لاره کې هم خپلې هڅې ګړندۍ کړې.

په همدې هيله!