د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کندهار ښاروالۍ د وقف او شخصي يو شمېر ملکيتونو د غصب مخه ونيوله

خبري څانګه 31.07.2010 16:14

د كندهار ښاروالي وايي چې د دولتي، وقفي او شخصي املاكو د غصب د مخنيوي او د عامه ځايونو د خلاصولو په لړ كي یې نن شنبه د كندهار ښار اړوند د اولې ناحيې د توپخانې چوك سره شپږ بابه دوكانونه چي پر عام سړك په ناقانونه توګه جوړ شوي وو ونړول.

دكندهار ښار والى د اولې ناحيې د مدير محمد نسيم په وينا دغه شپږبابه دوكانونه د ډاكټر اسدالله بريالي او ډاكټر توريالي برى په نومونو د دوو تنو اشخاصو وو چي  په خپل  سر يې د ښاري ماسټر پلان خلاف پر سړك جوړ كړي وو.  

نسيم وايې چي كندهار ښار والۍ له تير يو كال څخه نوموړ اشخاصو ته خبر وركړى وو چي ياد شوى دوكانونه ونړوي چي ځيني يې پر دولتي ملكيت او يوباب يې په شخصي ملكيت جوړ شوى ترڅو ښاروالى يې د پيسو او مځكي په بدل كي استملاك كړي.

 كندهار ښاروال غلام حيدر حميدي ددغو شپږ بابه دوكانونو نړول دخپل هغه پراخ كمپاين يوه برخه بولي چي په كندهار كي يې د دولتي،وقفي او شخصي مغضوبه املاكو پروړاندي پيل كړى دى.

ښاغلى حميدي وايې چي په پلان كي لري ډير ژر دكندهار ښار د څلورمي ناحيې اړوند د وړويو فابريكي غربي خوا ته پر دې كزي باندي ۴۵ بابه جوړو شويو دوكانوو د نړولو په تعقيب دلته پاته نور دوكانونه هم نړوي ترڅو له يوې خوا عام هيواد وال  وكولاى شي په اسانۍ سره د سړك تر غاړي خپل تګ او راتګ وكړي او له بله پلوه ددغو دوكانونو خاوندان د غصب له جرم څخه خلاص كړي.

 حميدي همدا راز وايې چي د لومړى ناحيې اړوند د چوڼۍ سېمي د صوفي صاحب له زيارت سره نيژدې پرهديره جوړ شوي دوه بابه دوكانون ههم په پام كي لري نن د ورځي په اوږدو كي ونړوي.

  كندهار ښاروال وايې چي په كندهار ښار كي د ماسټرپلان د تطبيق په خاطر هوډ لري ټول مغصوبه املاك بيا استملاك كړي او پر هديرو، دولتي املاكو او عامه ځايونو باندي د شخصي تاسيساتو د جوړيدو كلك مخنيوي كوي.

ديادولو وړ ده چي تر دې وړاندي هم كندهار ښاروالى د منزليانو سړى د 460 بابه دوكانونو په شمول د ښار په مختلفو ناحيو كي ګڼ شمير داسي دوكانونه او كورونه نړولي چي پر دولتي يا وقفي املاكو جوړ شوي وو.