د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې د ملي لوبډلې تمرين دوام لري

کرکټ څانګه 31.07.2010 09:31

ملي لوبډله د کابل په لوبغالي کې تمرين کوي.

د افغانستان د ملي لوبډلې تمرين په کابل کې دوام لري. په ننګرهار کې د ملي لوبډلې د تمرين کيمپ د باران او سيلابونو له کبله کابل ته وړل شوی و.

دا تمرين د د انټرکانټینټل سیالیو لپاره چې په سکاټلینډ کې کیږی د روزونکي کبيرخان او راشد لطيف له سرپرستۍ لاندې ترسره کېږي.

افغان کرکټ بورډ وايي چې ((اوس مهال د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په کابل کې په  تمرینونو بوخت دي، د کابل دهوا حالات ښه دی، د سانتي ګرېټ په کچه نن د کابل د هوا  لوړه درجه ۲۸ او ټیټه ۱۳ ده.))

په کابل د کرکټ بورډ مسؤلینو چې د ننګرهار د هوا حالات له اورښتونو او سیالابونو ډک ولید نو په د کابل لوبغالي کې د کورنیو لوبو ته د تیارۍ تمرینونه ودرول او په لږ وخت کې يې د کابل لوبغالی د ملي لوبډلې د تمرینونو لپاره چمتو کړ، د کرکټ بورډ وايي.



د کرکټ بورډ تخنیکي مسؤلین د کابل د لوبغالي معاينه کوي

د ملي لوبدلې د توپ اچونې روزونکي کبیر خان وایې چې په کابل کې د ننګرهار د کرکټ د اکاډمۍ په څېر وسایل نشته، یوه ویکټه ده، یوازې یوه لاره لرو چې ملي لوبډله په خپلو کې تمریني سیالۍ وکړي.

نن به هم د ملي لوبډلې لوبغاړي د پرون په څېر په دوو ډلو ویشل کیږي توپ وهونکې  لوبغاړي به توپونه وهي او توپ اچونکې به توپ وهونکو لوبغاړو ته توپ اچوي.


د توپ وهنې نوې روزونکی راشد لطیف وایي چې ډیر ژر به د لوبغاړو په توپ وهنه کې مثبت بدلونونه راشي، په ننګرهار کې خو د کيمپ پلان بارانونو خراب کړ خو په کابل او سکاټلینډ کې وخت لرو چې هلته لوبغاړو ته تمرینونه ورکړو او د هغه ځای د هوا سره يې اشنا کړو.

کرکټ بورډ پتیلي چې د انټرکانټینټل سیالیو ته لوبغاړي په څلورم د اګست واستوي او د سیالیو څخه مخکې هلته تر ۱۱ د اګست پورې تمرینونه وکړي او د هغه ځای د هوا سره اشنا شي، د کانټینټل سیالۍ چې لومړۍ لوبه یې څلور ورځینۍ ده  په ۱۱ د اګست پېل کیږي او تر ۱۴ د اګست پورې به دوام ولري،  دوه یوه ورځینۍ سیالۍ به  افغانستان له سکاټلینډ هیواد سره  په ۱۶ او ۱۷ د اګست  تر سره کوي.

ملي لوبډله به د انټرکانټینټل له سیالیو له پای وروسته په ۱۸ د اګست هیواد ته راستنیږي.