د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

برتانيه: پاکستان دې د افغانستان په اړه دوه مخې تګلاره پرمخ نه بيايي

خبري څانګه 29.07.2010 10:52

د برتانيه صدراعظم ډيويډ کاميرون ويلي دي چې پاکستان بايد د ترهګرۍ د صادرولو ملاتړ ونه کړي. نوموړي ويلي دي چې پاکستان بايد د افغانستان په اړه دوه لارې تګلاره پرمخ نه بيايي.

د چارشنبې په ورځ د هندوستان په بنګلور کې ډيويډ کاميرون رسنيو ته وويلې چې پاکستان بايد د ترهګرو مرکز ونه ګرځي چې په نړۍ کې د ترهګرو د صادرولو ملاتړ کوي. نوموړي وويل چې موږ بايد د پاکستان سره روښانه واوسو چې موږ یو باثباته او ډيموکرات پاکستان غواړو.

کاميرون وايي چې پاکستان بايد په افغانستان کې دوه تګلارې ونه لري چې په ښکاره د افغانستان د ثبات لپاره کار کوي او په پټه ترهګرو ته پيسې ورکوي، موږ د دې تحمل نه شو کولای.

د کاميرون خبرې د ويکيليکس له خوا د ۹۲ زره پټو او له رازونو ډکو اسنادو له افشا کولو وروسته رابرسېره کېږي. کاميرون وايي چې د پاکستان سره د غرب اړيکې بايد دا پيغام پاکستان ته په روښانه توګه ورکړي چې د هغه ډلو سره اړيکې سم کار نه دی چې د ترهګړۍ ملاتړ کوي.

هغه ديموکرات هېوادونه چې د پرمختللې نړۍ برخه جوړېدل غواړي، دا ډول کارونه نه شي ترسره کولای، د امريکا او برتانيه پيغام پاکستان ته ډېر روښانه دی، کاميرون وويل.