د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

AVT خيبر د څه لپاره جوړ شوی!

همايون غفوري 29.07.2010 09:03

بلال صیب ډیره ښه خبرې ته دې اشاره کړیده . مګر اصلي خبره درنه پاتې شویده هغه دا چه ویلي دې ندي چه دغه چینل د کوم هدف لپاره جوړ شوی دی ؟

ګرانو پښتنو وروڼو !

د مسلمانو پښتنو په میړانه او د هغوی په پت او عزت باندې چه څوک شک کوي نو هغه له حقیقت څخه سترګې غړوي . مسلمان پښتون د پت او ناموس په ننګه سر ورکوي او سر اخلي . د پاکستان پښتنو کې هم دا پت تر نژدې مودې پورې ساتل کیده او بې پتۍ عامه نه وه او د رسنیو لخوا ورته هوا نه ورکول کیده . ځینې خلک ول چه پښتو ، ننګ . عزت ، غیرت او دین ته به یې اهمیت نه ورکاوه نو هغوی کې لږ څه بې شرمۍ لیدل کیده.

مګر کله راهیسې چه دغه چینل پرانستل شوی که تاسو خیال کړی وي نو سټیج پروګامونه ، اختر پروګرامونه ، نوی کال پروګرامونه او داسې نور ډیر پروګرامونه ددې چینل لخوا په ژوندۍ بڼه خپریږي او تاسو یې ښه ګورﺉ چه دا پښتون قوم یې کوم حالت ته رسولی . ډمان ، فلمونه ، قحبه خانې او داسې نور شیان خو پخوا هم وو مګر هغه عام نه وو . هغه کتلو لپاره ښځې نه تلې . د پیښور په کومه سینما کې د ښځو لپاره ځای جوړ شوی ؤ ؟ نو خو ښځې نه تلې ځکه یې ځای هم ورته نه ؤ جوړ کړی . او بیخي هغه بد وخت کې هم د کوم فلم کتلو ته یا کوم سټیج پروګرام ته به چه ښځې لاړې نو غټ ټکري باندې به یې مخ پیچلی ؤ چه څوک پردی یې ونګوري . او په آخیری لین کې به ناستې وې او هغه وخت په سړي کې هم دومره غیرت او پت وو چه کله به پوه شول چه شاته لینونو کې ښځې ناستې دي نو شاته به یې نکتل ...

مګر له کله راهیسې چه دا چینل شروع شوی تاسو د پیښور ټولنې ته وګورﺉ چه ښځې یې کومې مرحلې ته رسیدلي دي . هغه سټیج پروګرامونه وګورﺉ چه څوک ورته ډیر ناست دي ؟ هغه ښځې چه هلته ځي د هغوی حالت ته وګورﺉ . د کومې یوې په سر مو ټکری لیدلی ؟ ما پیښور کې پینځه ویشت کاله تیر کړي دي د پیښور په بازارونو کې مې ډیرې ښځې لیدلې خو د یوې ښځې مخ مې هم په مکمله توګه لوڅ ندی لیدی ویښتان او د مخ سنګار خو یې څه کوې . دا خو بیخي هغه لادینه خلګو کې یې هم رواج نه وو چه ښځه یې بی له ټکري یا سینګار کړي بهر ووځي .

اوس یې تماشه کوﺉ . کله چه د سکربیستو په نامه مهاجر پیښور کې پیدا شول یقین مو په خدای وشه چه خپل په افغانیت شرمیدم او تر څو به چه ډیر ضروري کار مې نه وو پیښور بازارو ته به نه تلم . مګر اوس د کابل بازارونه هم د پیښور له بازارو را ته ښه ښکاري ځکه چه کابل کې اوسه پورې هم یو ډار شته چه هسې نه چه بیا لوبه پلټه وخوري او کوم مصیبت باندې بیا ککړ نشي . مګر پیښور کې خو هغه ډار هم نشته .

وروڼو

ویښ شی دا سیمه د یو لوی پلان لاندې ده . لویه دسیسه ورته جوړه ده . یهودانو چه کله هم غوښتی کوم ملک تباه کړي اول بیحیایۍ پکې خپروي له هغه وروسته بیا قومونه پخپله ورته لاس اوچتوي ځکه چه بیا خو د بیغرتۍ په کارونو دومر بوخت شي چه بیا وایي پیږده وروره چه خپل مزې وکړو ... که د دتا زړه جنګ غواړي ته ورشه ژما خو د لاسه نکیږي ...

ای خلګه ویښ شۍ

ددې بیغیرتۍ خپرول پړه اول په خپلو پښتنو اړوم ، بیا خیبر ټی وي ورپسې د پیښور په بیغیرت مقامي حکومت . اوس هم لا وخت شته که هغه غیرتي او مسلمان پښتانه وروڼه ددې بې پتۍ د خپرولو مخه و نه نیسي بیا به وروسته ډیر پښیمانه وي او هیڅ به یې لاس ته نه ورځي .