د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دفتوا اهليت او دهغې مسؤليت

احمدشاه حقوقي 28.07.2010 18:17

دلوي او بخښونکي ذات په نامه چې انسان ته يې د قلم په وسيله ښودنه کړې ده. لوستونکو ته : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

زيار باسم چې نچوړ او کوچ لوستونکو ته وړاندې کړم ځکه چې دومره حوصله چا کې نه ده پاتې چې ورځپاڼه ولولي: البته په نني عصر کې د فتوا او دهغې په معناباندې پوهېدل سرچپه او اوښتې غوندې ښکاري ، زه هاغه زيږرورو او په ځو ټکو خيالي اسمان ته ختلو ورونو نه د يو کلک دليل د وړاندې کولو څخه وروسته پوښتنه لرم .

عبدالرحمن بن ابي ليلى (رحمه الله ) وايي : ادرکت في هذا المسجد عشرين ومائة من الانصار من اصحاب رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) يُسئال احدهم عن المسئلة فيردها هذا الى هذا وهذا الى هذا حتى يرجع الى الاول .

ژباړه : ما په دغه مسجد نبوي کې ١٢٠ انصار چې د پيغمبر عليه السلام اصحاب وو وليدل ، کله چې به د دوي له ډلې څخه له يو نفر نه د يوې مسئلې پوښتنه وشوه نو هغې به د ځواب او فتوا له پاره خپل د څنګ صحابي ته مسئله وسپارله او په همدې ترتيب به دا مسئله د دوي ترمنڅ تاوېدله ترځو چې به لومړي کس ته بېرته راورسېدله .

پوښتنه دا ده چې هغوي (اصحابو)چې دهغه وخت او د پيغمبر عليه السلام سره پاتې شوي او ټولې کړنې يې ليدلي او ويناوې يې اورېدلي وې خو ولې يې په ځواب ويلو او فتوا کولو کې له بيړې نه کار نه اخيست ؟

دهغوي تقوى او علم او مرتبه دلمر غوندې ځليږي بيان ته يې اړتيا نه شته .

يو علت دا ؤ چې هغوي د فتوا څخه ترمخه جنت او دوزخ سترګو ته ودرولواو دا يې هم ويل چې د قيامت د ورځې قاضي چې رب العالمين دى هغې ته به څرنګه ځواب وايوو که چېرې د کرښې نه زمونږ خبره لږه هم کږه وږه شي .

زما غوښتنه له ستاسو درنو ورونو څخه دا ده چې : پــــــــــــــــــــــــــام اوډېر پـــام وکړي چې : د خپلې انساني بيړې او ځان وياړنې له امله هاغه کار ته روا او ناروا ونه وايې چې پيغمبر عليه السلام او اصحابو يې نه وي کړي ، دارنګه د هر رنګ پوښتنې د اورېدلو حوصله او قابليت ولرئ ، او د اصلاح په مهال له زخمي کونکو انتقادونو اوسپوروڅخه هم ډډه وشي ځکه چې د پاک حضرت په سيرت کې يې بېلګي نه ليدل کيږي او د ټولو نه به ښه خبره دا وي چې ترڅو به د احمد او د محمود نه پوښتنه کوو ، راشئ چې همدا اوس د رسول الله ( صلى الله عليه وسلم) د ژوند تګلاره او کړنلاره د سيرت النبي په کتابونو کې ولولو ستونزه به مو په خپل کور کې حل شي .

والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته