د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د آبادۍ وېره

محمد نعمان دوست 28.07.2010 09:53

تېره پنجشنبه جلريز ولسوالۍ کې يوه واده ته بلل شوى وم ، جلريز د ميدان وردګو له ډېرو شنو او ښکلو ولسواليو څخه ده .

پخوا به د سړک دواړو غاړو باغونه سپېره وو ، خو اوس تک شنه ښکاري او په شنو پاڼو کې ژيړو زردلو او سرو مڼو د باغونو ښکلا لا پسې زياته کړې ده .

پخوا دغه سړک خامه و ، موټرو به د تګ راتګ په مهال دوړې جوړولې او بيا دغو ګردونو سړک ته نږدې باغونه بدرنګه کول .
خو اوس سړک قير شوى دى ، د سترګو په رپ کې له ميدان ښاره ور رسې ، په دې سړک کې يواځې هغو ځايونو کې موټر ورو کېږي چې ماينونو الوځولي دي .

تېر مازيګر مې له کابل ښاره حرکت وکړ او لا ماښام شوى نه و ، چې ور ورسېدم .

د واده ديګي د مڼو او زردلو په شنه باغ کې پخېدل او د ډوډۍ انتظام په يوه خټين کور کې شوى و.
ډوډۍ وخوړل شوه او بيا يو محلي سندر غاړى له خپلې ډلې سره چې ارمونيه ، طبله ، رباب او غټ لاوډ سپيکرونه ورسره وو ، راغى .

دغې ډلې ته انګړ کې يو جلا ځاى جوړ شوى و ، دوه غټ ډايکونه ولګېدل او بيا ، سندر غاړي تکراري سندرې پيل کړې .
خلک ورته په کوټو ، انګړ او زينو کې ناست وو او چکې يې وهلې .
يو نيم به لکه کولنګى چرګ د سندرغاړې مخکې کوږ اوږ را تاوېده او نورو به پرې د لاسونو په تڼاکو ګټلي لوټونه شيندل .

په فضا کې د الوتکې غږ و ، شايد په همدې سيمه يې دورې کولې ، ما ويل هسې نه همدا کور په نښه کړي او بيا مو سبا په جسدونو د ترهګرو نوم کېږدي.

دا يوه اندېښنه وه ، ځکه څو ځلې بهرنيو ځواکونو په ختيځ او سويل کې دغه شان مراسم بمبارد کړي دي .

ما يواځې د يوې سندرې نيمايي اورېدو ته حوصله وکړه ، نور مې زړه په تنګ شو او له کوره ووتم .

د مڼو باغ کې په غوړيدلي پلاستيکي سترنجې چې ځاى – ځاى پرې وريژې پرتې وې ، وغځېدم .

خوب نه راته ، له يوې خوا بې خونده موسيقي غږېده او له بلې خوا باغ کې اشپزانو په لوښو وينځلو شور جوړ کړى و.
حيران وم څه وکړم ؟ زه لا همدې چورت کې وم چې د ماما زوى مې راغى ، ويل يى راځه بازار ته ښکته شو او يوه يخه پيپسي درباندې وڅښم .
موبايل مې روښانه کړ په سکرين څه باندې لس بجې ښکاره شوې .
زړه او نا زړه روان شوم ، د لمرينې برېښنا څراغونو چې په دنګو ستنو کې را ځړېدلي وو ، د جلريز بازار رڼا کړى و ، دوکانونه تړل شوي وو ، يو نا څاپه به دوه درې سپيان په مڼده له سړکه تېر شول . نور څه نه تر سترګو کېدل .

د بازار اخري برخې ته لاړو ، دلته يو لوى ماشين ولاړ و او همدلته قير سړک نور ختم شوى دى .

ماشين سره جوخت د سړک د غاړې په وياله کې يو وسلوال ګوته په ماشه ناست و. ځانو سره مو ويل چې که بېرته وګرځو شک ونه کړي ، مخامخ پرې ورغلو .

وسلوال چې يونيفرم يې پر تن و ، له ويالې راپورته شو چې کله ورته بې ضرره ښکاره شوو نو له هماغه ځايه يې ستړي مشي راکړل . دا پوليس د جلريز ولسوالۍ د سنګلاخ اوسېدونکى و.

هغه ويل دلته مو يوه پوسته ده . ما ويل نو وياله کې څه کوې ؟ پوليس ، د ټوپک شپيلۍ ماشين ته ونيوله : د همدغه ماشين د ساتلو لپاره شپه په ويښه تېروو .

ما ويل : نو دا خو څوک پټولى نشي ؟
هغه ځواب راکړ: پټولى يې نه شي ، خو سوزوي يې ، په راکټ يې ولي .

شيبه غلى شوم ، ځان سره مې ويل کوم ملک کې چې د آبادۍ کارونه په دومره ويره تر سره کېږي ، هغه به څنګه ودان شي ؟؟

محمد نعمان دوست ، کابل
د زمري ٦مه ، ١٣٨٩