د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل کنفرانس: هیلې او ننګونې امنیت

نجیب منلی 26.07.2010 21:38

د کابل د نړۍوال کنفرانس په پرانیستونکې وینا کې ولسمشر کرزي هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو درې نیموکلونوکې به د افغانستان امنیتي ځواکونه د دې جوګه شي چې په ټول هېواد کې د امنیت ساتنې د عملیاتو مشري په غاړه واخلي. نړۍوالې ټولنې د افغانستان د ملي امنیتونو د پیاوړتیا او په هېواد کې د محلي مرستندویو پولیسو د طرحو ملاتړ وکړ. تر کومه حده د ولسمشر کرزي هیلې د افغانستان له واقعیتونو سره اړخ لګوي او تر کومه حده د نړۍوالې ټولنې ملاتړ د افغانستان د حکومت له سیاستونو سره مرسته کولای شي؟
د افغانستان د ملي پراختیا د ستراتیژۍ امنیتي برخه چې څومره د افغانستان د راتلونکي له پاره حیاتي ده، داسې ښکاري چې هماغومره پرې لږ غور شوی دی. هغه فرضیې چې د افغانستان د حکومت د امنیتي طرحو بنسټ جوړوي د یو بل پېر په تاریخ تېرو جیوستراتیژیکو او سیاسي-ټولنیزو تحلیلونو ولاړې ښکاري. په دغو طرحو کې د هېواد د پولو ساتل یو محوري ضرورت ګڼل کېږي او له همدې امله پرېکړه شوې چې د افغانستان د ملي اردو د سر تېرو شمېر به له دوو سوو زرو پورته وي. د مکلفیت موضوع هم تر ډېره مبهمه ساتل شوې ده. د ملي پولیسو د افرادو شمېر هم تر دوو سوو زرو پورته په نظر کۍ نیول شوی دی او دا هم څرګنده نه ده چې د مرستندویو پولیسو نقش او رول به څومره پایېدونکی وي.
لومړی به دې خبرې ته تم شو چې د افغانستان امنیت څومره د پولو له ساتنې سره تړلی دی؟ زموږ هغه دوه ګاونډي هېوادونه چې په تیوري کې زموږ د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ګواښلای شي دواړه بالفعل یا بالقوه اتومي ځواکونه دي چې پوځونه یې په ډېر خوشبینانه تحلیل کې د افغانستان د ملي اردو د اټکل شوي تشکیل درې برابره، یا تر دې هم ډېر دي. که داسې فرض هم کړو چې د افغانستان د نوې جوړېدونکې ملې اردو د تعلیم او تجهیز کچه د ګاونډیو له پوځونو سره د پرتلې وړ هم وي نو بیا به هم د افغانستان ځواکونه یو د دریو په وړاندې مقابلې ته سترګې په لاره وي. د ګاونډیو هېوادونو کالنۍ نظامي بودجه کم له کمه د سرتېري پر سر د لسو او پیځلسو زرو ډالرو شاوخوا اټکل کېدای شي. دا په داسې حال کې چې د دغو هېوادونو پوځونو د لسیزو په ترڅ کې په پراخه پیمانه وسلې او مهمات راټول کړي دي. که د افغانستان د ملي پوځ د دوو سوو زرو سرتېرو له پاره ، سړي سر، یوازې د کال لس زره ډالره بودجه په نظر کې ونیسو نو زموږ د پوځ لګښت به په کال کې دوه ملیارده ډالره وي. په ملي بودجه کې د پوځ ونډه په ډېر بدو نظامي پلوه رژیمونو کې هم په سلو کې تر شلو نه پورته کېږي چې پر دې اټکل باید د افغانستان ملي بودجه په کال کې کم له کمه لسو میلیارده ډالرو ته ورسېږي چې دا خبره په نېږدې، لا په نسبتاْ لرې، راتلونکي کې د تصور وړ نه برېښي. د دغې سرسري محاسبې پر بنسټ به دا ویل ستره اشتباه نه وي چې که افغانستان د دوه سوو زرو سرتېرو د ملي اردو طرح خپله کړي نو ناممکنه ده چې دغې اردو ته دې لازم تجهیزات او ضروري روزنه ورکړای شي، یانې په ډېر ښه حالت کې به زموږ ملي اردو همدومره وکړای شي چې خپل ځان وساتي. په دې شرایطو کې د افغانستان د ملي دفاع اوسنۍ طرح په ناکامېدو محکومه ده او د ولسمشر دا هیله چې په درې نیمو کلونو کې به موږ وکړای شو چې په هېواد کې د عملیاتو رهبري تر لاسه کړو هسې یو خیال بلل کېدای شي.
ملي پولیس به د ملي اردو هومره درندو تجهیزاتو ته اړتیا و نه لري او یوازې لومړنۍ اساسي زده کړې کولای شي د څو کلونو له پاره د پولیسو ظرفیت د کفایت په حدودو کې وساتي خو بیا هم دغه هدف ته رسېدل له پام وړ ستونزو او ننګونو سره مله دي.
د دې له پاره چې د ولسمشر ټاکل شوې موخه د تحقق وړ شي لازمه ده چې د افغانستان د ملي امنیت پر ستراتیژۍ د ټولنیزو، سیاسي، جیو ستراتیژیکو واقعیتونو په رڼا کې نوی نظر وشي. یوه معقوله طرح په لاندې ډول وړاندې کېدلای شي :
۱ – ملي اردو : د ملي اردو رسالت د افغانستان د پولو ساتل نه بلکې په افغانستان کې د وسله وال بحران مخنیوی دی. د دې هدف له پاره موږ یو کوچني، مجهز، متحرک او ځواکمن پوځ ته ضرورت لرو. د شلو زرو محاربو سرتېرو شمېره شاید چې د دې موخې له پاره یو منطقي اټکل وي. که د یوه محارب سرتېري له پاره درې د لوژیستیک کسان په نظر کې و نیول شي نود افغانستان ملي اردو به د اتیا زرو کوماندو سرتېرو یو ځواک وي چې وکړای شي په ډېر لږ وخت کې د هېواد په هر ګوټ کې چې وي، د نظامي بحران مخه ونیسي، بلواګانې و ځپي اود امنیت چارې ملي پولیسو ته وروسپاري. دغه راټول، متحرک ځواک هم په لنډه موده کې روزل کېدای شي، هم یې پر تجهیزاتو او روزنې لازم لګښتونه د زغم وړ دي او هم به یې اغیزمنتیا خورا لوړه وي.
۲ – د سترو جنایاتو ضد پولیسي ځواک: دغه ځواک چې شمېره به یې د پنځوسو زرو سرتېرو شاوخوا وي، باید په ټولو لازمو امکاناتو سمبال، ښه روزل شوی، خورا متحرک ځواک وي. دنده به یې په ټول هېواد کې د سترو جنایتونو سره مبارزه وي.
۳ – د عامه امن ساتونکی پولیسي ځواک : د شاوخوا سلو زرو تنو دغه ځواک به په سپکو وسلو او د چټک لېږد رالېږد په امکاناتو سمبال وي او دنده به یې په ښارونو او ولسوالیو کې د عامه امن ساتل وي.
۴ – د نېږدې چاپېریال مرستندوی پولیس : دا ځواک به د هېواد د وګړو د شمېر په تناسب، د هرو زرو تنو پر سر د پینځو پولیسو شاوخوا وي یانې په ټوله کې به دغه ځواک یو سل او پنځوس زره غړي ولري چې اکثره به یې بې وسلې وي او د ښارونو دننه او په کلیو او بانډو کې د ورځني امن د تامین دنده به لري.
په دغسې یو جوړښت کې امنیتي ځواکونه کولای شي چې هم په هېواد کې د بلواګانو او وسله والو مخالفتونو مخه ونیسي او هم په دوامدار ډول د هېواد امنیت وساتي او مالي فشار یې د افغانستان په څېر یو هېواد ته چې مالي بنسټونه یې لا تقویې ته اړ دي د زغم وړ وي.
په څلورو کلونو کې افغانانو ته د امنیت د ساتلو د رهبرۍ ورسپارل اسانه خبره نه ده، خو ناشونې هم نه ده. شرط یې دا دی چې د افغانستان د نظامي سیاستونوجوړوونکي باید د تېرو پېړیو د تفکر طرز پرېږدي او ننني حالات د نننیو واقعیتونو په رڼا کې و ځیري.
آیا د افغانستان حکومت دا وړتیا لري چې د هېواد شرایط سم و څېړي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د سړي زړه غواړي چې ځواب یې هغومره ساده نه وای چې له بده مرغه یې عملاْ وینو چې دی!