د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راشد لطيف په مطبوعاتي غونډه کې خلکو ته وروپېژندل شو

کرکټ څانګه 26.07.2010 10:24

راشد لطيف د افغانستان کميس واغوست. په انځور کې راشد او د کرکټ بورډ مشر رسنيو ته خبرې کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ نن د توپ وهنې نوی روزونکی راشد لطيف په يو رسنيز کنفرانس کې هېوادوالو ته وروپيژندلو.

د افغانستان د کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې په خبري غونډه کې راشد لطیف د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه هم وويل. راشد لطيف په خپلو خبرو کې وويل چې ((زه د نړۍ په هر ګوډ کې د افغان لوبډلې د روزولو لپاره تیار یم که هغه هر ځای وي، زه د کرکټ د پرمختګ د هیلو سره راغلي یم.))

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې راشد لطيف وويل چط ((زه د افغانستان کرکټ په خدمت کې یم، په کراچۍ کې زما درې اکاډمۍ د افغان لوبغاړو په خدمت کې دي، زه افغانستان ته د کرکټ د پرمختګ لپاره راغلی یم)).

راشد لطیف رسنیو ته وویل چې زه په دې باور یم چې ډیر ژر به افغانان د ښو کرکټ اکاډمیو څښتنان شي، زه اوس مهال د ملي لوبډلې په توپ وهنه کار کوم خو اوږد مهاله پلان مې دا دې چې په ځوانانو کار وکړم، د ښونځیو په کچه به زه لوبغاړي پیدا کوم، په افغانستان کې باید کرکټ ته بنسټیز کار وشي، او زه پلان لرم چې د افغانستان کرکټ ته بنسټیز کارونه وکړم.

راشد لطیف رسنيو ته وويل چې ((د افغانستان کرکټ بورډ سره مې ځکه همکارۍ یا کار ته غاړه کیښوده چې د افغانستان کرکټ له چیلنجونو ډک دی، نو همدا وجه ده چې دې کار ته مې زړه ښه کړ، زما ژوند له چیلنجونو ډک  تېر شوی دی.))

راشد لطيف زياته کړه چې د افغانستان د توپ وهونکو کمزوري داده چې مسلسلې لوبې نه کوي خو ډیر زیا استعداد پکې شته، او زه به دوي ته په دوامدار ډول سیالۍ په نړیواله کچه تیارې کړم، زه به افغان لوبغاړي بیکاره پرې نږدم.

راشد لطيف وايي چې ((زما مهم هدف دادی چې افغان لوبډله د ټیسټ سیالیو ته چمتو او جوګه کړم، هر کله چې افغان لوبډله ټیسټ سیالۍ ته چمتو شي نو هره سیالي بیا به اسانۍ سره کولای شي، په دوه یا درې کلنو کې به افغان لوبډله د ټیسټ لوبو سټیټس اخستلو ته چمتو کړم.))

راشد لطیف رسنیو ته دا هم وویل چې زه به یوازې د توپ وهنې په ډګر کې نه بلکې د افغان لوبډلې په فیلډنګ هم کار وکړم.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواري د رسنیو د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې راشد لطیف به د کبیر خان سره اوږه په اوږه کار کوي. ډاکتر حامد شينواري په مطبوعاتي کنفرانس کې دا هم وويل چې موږ افغان لوبډله سکاټلینډ ته څو ورځې مخکې لیږو چې د هغه ځای له هوا سره لوبغاړي بلد شي.

راشد لطيف وايي پلان یې دا دی چې د لوبغاړو په ورزشي اخلاقو او د توپ وهنې په تخنیکونو کار وکړي، او د افغانستان کرکټ د اوږدو ( څلو او پنځه ورځینیو) سیالیو ته په نړیواله کچه چمتو کړي. راشد لطیف همداراز پلان لري چې د افغان لوبغاړو لپاره په هیواد کې او له هیواد بهر په مسلسل ډول سیالۍ برابرې کړي.

راشد لطیف په دې باباور لري چې ملي لوبډلې لپاره به د بنګلدیش، سکاټلینډ سره مسلسلې لوبې تیاري کړي،او د پاکستان د ملي لوبډلې سره  به افغان لوبډله راوروان کال ته د سیالیو لپاره تیاره شي.

 د راشد لطيف په اړه:

 ښاغلی راشد لطیف په ۱۹۶۸ز کال د اکتوبر په ۱۴ نېټه زیږیدلی دی، نوموړی ښي لاس توپ وهونکی او د پاکستان د ملي لوبډلې  ویکټ ساتونکی او کپتان پاتې شوی دی.

راشد لطیف د ۱۹۹۲ز کال څخه تر ۲۰۰۴ ز کال پورې د کرکټ د څلور وروځینو او یو ورځینیو سیالیو په ډګر کې د خپل هیواد استازیتوب کړی او په ۲۰۰۳ز څخه تر ۲۰۰۴  کلونو کې د پاکستان د ملي لوبډلې د کپتانۍ دنده تر سره کړي.

د کرکټ په روزنه کې راشد لطیف په نړیواله کچه تجربه لري د بیلګې په ډول څو ترې لاندې یادو:

ښاغلی راشد لطیف په کراچۍ کې په خپل نوم د کرکټ زده کړې یوه اکاډمي لري، دوه نورې د کرکټ اکاډمیانې لري او په څلورمې کار روان دی. په هره اکاډمۍ کې تر ۳۰۰ پورې د کرکټ زده کوونکي لري، اوس مهال ۱۰۰۰ زده کوونکو ته په کراچۍ کې روزنه ورکوي.


په لوی شمېر کې رسنۍ د راشد لطيف مطبوعاتي کنفرانس ته حاضرې شوې وې.