د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښاغلي علي گل پیوند په یاد غونډه وشوه

ممتاز ارمان 25.07.2010 23:31

دنامتوپښتوشاعر،ليکوال اوفرهنگي شخصيت ښاغلي علي گل پیوند دادبي فرهنگي خدمتونو په درناوي دډنمارک په گروستين ښار کې دروانې جولای مياشتې په ۱۷مه ، نمانځغونډه رابلل شوې وه. په دغه غونډه کې چې ددوتنوفرهنگپالوښاغلو محمدبشیر بشریار په نوښت ،اونعمت الله بشريار په مالي لگښت  ددوی په  کور کې جوړه شوې وه،دهيواد یوشمېر اروپامېشتو فرهنگيانوفرهنگپالو،دپیوند صاحب دشعر مینه والو ، دوستانو اوخپلوانوگډون کړې و.  

 

غونډه،مېلمنوته دمشر کوربه ښاغلي محمد بشيربشریارلخوا دښه راغلاست،او په څرخي زندان کې دپیوندسره دگډزنداني ژ وندپه باب دځينو یادونو په اورولو پيل شوه ،ورپسې ښاغلوشاولي ارین ،حاجي محمدنوزادي،انجنیرمحمداسلم، حضرتگل بارگامي ،سميع الله ملاخېل اوممتازارمان هریوپه خپل وار  دپیوند صاحب دشعروشخصيت په باب دخپلو ویناوترڅنگ په مشاعره کې دگډون په اسره ،ځينوخپل اوځېنوورسره انتخابي شعرونه هم واورول. په دې غونډه کې  دښځمنوگډون پراخ او ونډه درنه وه.چې له منځه یې له یادوښاغلووروسته ،اغلو زوياهيلې ،ډاکترې جميلې پیوند،نسرین جانې اونبېلې وفادموضوع په تړاو خپلې ویناوې اوشعرونه واورول .

  تردې وروسته وار دغونډې مشر مېلمه ښاغلي  علي گل پيوند ته ورسېد،نوموړي خپل یو شمېر چاپ شوي اوځيني تازه لیکلي شعرونه واورول ،دخپل سیاسي اوزنداني ژوند ځيني يادونه یې تازه کړل اوځينې طنزونه اوطنزوزمه ټوکې يې هم بیان کړې چې خوشحالونکې او دوینا بېلابېلې برخې یې دگډونوالو له خوا په چکچکو بدرگه کېدې خودزندان خاطرې یې عاطفه پارونکې اولېمه لندونکې  وې. تر هغه وروسته دنوموړي مېرمنې اغلې گلالۍ پیونددخپلې لنډې وینا په ترڅ کې کوربنوته دغونډې درابللواوښې مېلمه پالنې او مېلمنوته په غونډه کې دبرخه اخیستنې په پازه کې کورودانی ووایه اومننه یې ترې ادا کړه،اوپه دې توگه دا غونډه چې په ځایې وخت ، د مازديگر پر۶بجې پیل شوې وه دشپې ۱۱ بجې پای ته ورسېده.

 یاده دې وي چې دغسې غونډې که له یوې خوا دځینو نومیالیودکاراوشخصيت دبېلابېلو اړخونو په روښانولوکې کارنده رول ترسره کوي نو له بله اړخه دځوانو استعدادونوپه روزنه اوځلونه کې هم اساسي نقش لري . چې په همدغه غونډه کې دځوانې شاعرې نبيلې وفا دشعرونوبې سارې بدرگه او ستاینه يې یوه ژوندۍ بېلگه گڼلې شو.