د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دبرات دشپې حقيقت دقرآن اوحديث په رڼاکي

محمدوصيل پېروز 25.07.2010 22:58

بسم الله الرحمن الرحيم

دبرات دشپې حقيقت ، دقرآن اوحديث په رڼاکي

الحمدلله رب العلمين والصلوة والسلام علی خاتم النبيين وآله وصحبه واهل طاعته اجمعین .
امابعد:


دحق اوباطل جګړه له هغه وخته پيلېږي چي انسان دې نړۍ ته راغی ، دهمدې حق ددعوت لپاره انبياء کرام عليهم السلام مبعوث شول چي له هرډول باطل څخه انکاروکړي اودحق دعوت ورکړي ځکه ترڅوچي له باطل څخه انکارنه وي شوی ترهغودحق بلنه شوني نه ده لکه الله جل جلاله چي وايي :

(( فمن يکفربالطاغوت ويومن بالله فقداستمسک بالعروة الوثقی لاانفصام لها)) (البقرة : ۲۵۶)
ژباړه : چاچي له طاغوت څخه انکاروکړاوپرالله جل جلاله يې ايمان راوړبې شکه پرداسي رسۍ يې منګولې لګولې دي چي غوڅېدای نه شي .

يعني دباطل ترانکاراودحق ترمنلووروسته يې ددين قوي سبب واخيست هغه چي ټينګ اومستحکم دی . دانسان اوايمان ترمنځ دفاصلې ختمولولپاره لومړی ضروري شرط له باطل څخه انکاردی ، ترڅوچي په هغه کي دباطل ابادشوی بت ټوټه ټوټه نه شي ترهغوحق نه داخلېږي کوم وخت چي باطل له هماغه ځايه ووزي بيابه حق داخلېږي . ديوانسان دايمان بنسټيزشی نفې ده له شرکه ، له بدعته اوله هرې بدۍ څخه له دې وجې مومنان وايي (لااله) له باطل څخه انکار،يعني هیڅ معبودنه شته (الاالله) اوس دحق بلنه ، يعني له الله جل جلاله پرته . دهمدې حق دعوت په اورېدلودنوح عليه السلام دقوم سردارانودخپل قوم په تائيدويلي وو:

(( لاتذرن الهتکم ولاتذرن وداولاسواعاولايغوث ويعوق ونسرا)) (نوح : ۲۳)
ژباړه : هيڅ وخت خپل خدايان مه پرېږدئ نه ود،نه سواع،نه يغوث،نه يعوق اونه نسر.

داددې خبرې دليل دی چي نوح عليه السلام ترهرڅه وړاندي دباطل دمعبودانونفې کړې وه .

درسول الله صلی الله عليه وسلم دژوندهيڅ اړخ داسي نه دی تېرشوی چي له باطل څخه يې انکارنه وي کړی، له دې وجې رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي دي : ( ياايهاالناس قولوالااله الاالله تفلحوا) يعني خلکو! لااله الاالله وواياست بريالي به شئ . (مسنداحمد: ۱۵۴۴۸)

عرب دقرآن په ژبه پوهېدل چي ددې دعوت اوبلنې هدف له خپلوپه لاس جوړوشويومعبودانوڅخه بېزاري اوديوه الله په وړاندي ټټېدل دي له دې وجې ځينومشرکينونفې ونه کړه اودحق له منلويې ډډه وکړه .

الحمدلله ! تېرکال چي ما(ليکوال) دبرات شپې په اړه دقرآن اوحديث ترنظرلاندي څه خپرکړي ووهغه دډېرووروڼوداصلاح اونېغې لارې ته دراتللوسبب شول . چيري چي ځينودوستانوزمادليکنې ملاتړوکړهلته ځيني داسي هم ول چي بالعکس عمل يې ښوداوپه خپل فکريې ددلايلوپه نوم څه تاويلات وړاندي کړي وو.

تېرکال ماهغه ليکنه ډېره لنډه ليکلې وه خواوس هڅه کوم چي بشپړتفصيل ورکړم اوداوڅېړم چي دبرات شپه څه ده؟ اوهيله لرم چي خپه وروڼه په دې ليکنې سره دعدالت لارې ته راشي .

دبرات شپه (شب برات) معنی اومفهوم :-

د" شب برات" نوم په خپله ددې دغيرشرعي کېدلودليل دی . له ډېري پلټنې سره سره ماداپه بل ډول اوياپه بله ژبه کي په بله بڼه پيدانه کړ. " شب" په فارسي ژبه کي دشپې لپاره استعمالېږي . څرنګه چي " برأت " سوکر عربي لفظ دی چي معنی يې ده بې زاري ، پرېکړون ، خلاصون او...

(مفردات القرآن ازمولاناعبدالرحمن کيلاني ص ۲۵۲)

ددې مثال په قرآن کريم کي هم شته ، الله جل جلاله وايي :

(( برآء ــ ة من الله ورسوله الی الذين عهدتم من المشرکين )) (التوبه : ۱)
ژباړه : دالله جل جلاله اورسول الله صلی الله عليه وسلم دبېزارۍ اعلان دی له هغوخلکوچي تاسوورسره تړون کړی وو.

وګورئ ! په دې ايت کي دبراء ة لفظ دبېزارۍ په معنی استعمال شوی دی بلکه په قرآن اوحديث کي دبراءة لفظ په ښه معنی نه دی راغلی ګواکي داخبره اوس لاروښانه شوه چي ددې شپې لمانځنه له يوچاڅخه دبېزاري په څرګندولوکوي . له چابېزاري؟ تفصيل يې وړاندي راروان دی . ان شاء الله

فکروکړئ! ټول قرآن په عربي کي ، ټول احاديث په عربي کي خو" شب " په فارسي کي !!! له دې کبله " شب" له " برأت " سره په هيڅ ډول نه شي يوځای کېدای . له دومره ټکراوتضادسره سره په قرآن اوحديث کي ددې تائيدناشونی اوناممکن دي .
د " شب برأت " لفظ له کومه شو؟ :

اوس پوښتنه داده چي دشب برأت لفظ له کومه شو؟ درنولوستونکو! ترپلټنوورسته مودانوم دشیعه وو په یوه کتاب تحفة العوام کي وموندی . تاسوورته پام وکړئ!

" پنځلسمه شپه چي د" شب برأت " په نوم سره مشهوره ده ډېره مبارکه شپه ده ... اوددې شپې ترټولولوی فضيلت دادی چي امام الزمان (امام غائب) ددې شپې په سهارپيداشو. " (تحفة العوام ، ص ۴۹۲)

څرګنده شوه چي شيعه ګان ځکه داشپه لمانځي چي دخپل دوولسم امام زېږېدنه لمانځي په داسي حال کي چي که ددې زېږېدنې په حقيقت دپوهنې لپاره دشيعه ګانودکتابونوپاڼې واړول شي متضادې خبرې رامخ ته کېږي اوداثابتېږي چي ددولسم امام زېږېدنه بالکل شوې نه ده . يوځای يې ليکلي دي :

" حضرت د۲۵۵ دشعبان پر۱۵ پيداشو." همدلته يې داهم ليکلي : " دازېږېدنه په ۲۵۶ هـ کي وشوه ."
( اصول کافي ۳ / ۱۵۳)

شيعه ګان ديعقوب کليني دې اصول کافي ته هماغه مرتبه ورکوي لکه اهل سنت والجماعت چي يې صحيح البخاري ته ورکوي . له ماسره داصول کافي هماغه نسخه پرته ده چي ترتحقيق وتلې ده اوژباړه يې په خپله همدې شيعه ګانوکړې ده په دې کي يې دغائب امام دزېږېدنې دوې مختلفې نېټې ښودلې دي چي دازېږېدنه مشکوکوي . همدلته يوه بل اختلاف ته پام وکړئ ددولسم امام دنوم په اړه وايي :

" راوي وايي الله هغه ته (يوولسم امام حسن عسکري) ته يوزوی ورکړچي هغه پرې دم . ح . م . د . نوم کېښود." (اصول کافي ۳ / ۱۵۳)

له دې معلومېږي چي دهغوئ ددولسم امام نوم م . ح . م . د . يعني محمددی دهمدې ټوک په راتلونکې پاڼه کي داتضادهم شته :
" له دې وروسته زه ګواهي ورکوم چي داشخص دالله حجت دی دحسن بن علي دزوی نوم اوکنیت به ترهغوښکاره نه شي چي ځمکه له عدل څخه داسي ډکه نه کړي لکه وړاندي چي له ظلم اوبې عدالتۍ څخه ډکه وه ." (اصول کافي ۳ / ۱۷۸)
په وړانديني روايت کي يې وويل چي دهغه نوم محمددی اواوس په دې روايت کي زياتوي چي نوم اوکنيت به يې ښکاره نه شي دامتضادې ويناوې دهغه زېږېدنه نوره هم مشکوکوي . همدادلته پرېږده په همدې ټوک کي په څرګندوټکودامام غائب له زېږېدنې په بشپړډول انکارکوي :

" حسن بن عيسی چي کنيت يې ابومحمددی وايي چي کله امام حسن عسکري وفات شونودمصريوه سړي يوڅه مال واخيست اومکې ته ولاړتردې چي مقدسې ناحيې ته ورسېد،دلته خلکواختلاف وکړځينوويل چي امام حسن عسکري لاولدمړشوی دی اوځای ناستی يې جعفردی ." (اصول کافي ۳ / ۱۷۱)

داخبره ښکاره شوه چي دشب برأت په ورځ چي دکوم دوولسم امام زېږېدنه لمانځل کېږي هغه بېخي پيدا شوی نه دی . داصول کافي حواله مي ځکه ورکړه چي ژباړه يې همدوئ په خپله کړې ده خوله دې سره سره دهغه نه پيداکېدنه له نوروکتابونوهم ثابتېږي يوڅوحوالوته پام وکړئ (دشيخ مفيد" الارشاد" ص ۳۳۹ ، ۳۴۰ ، داربلي کشف الغمه ص ۴۰۸ ، ۴۰۹ ، دملاباقرمجلسي " جلاء العيون" ۲ / ۷۶۲ ، دطبرسي " اعلام الوری " ص ۳۷۷ ، ۳۷۸)

له دې سره سره شعيه ګان پردې باورلري چي ددوئ امام پيداشوی دی اويووخت به راښکاره کېږي له دې وجې دوئ په دې شپه دعاوې هم کوي اوده ته دمرستې لپاره نارې هم وهي . په تحفة العوام کي يې ليکلي :

" له دې وجې سنت دي چي دادعاوويل شي اودومره مرتبه لري لکه حضرت چي ووينې (له دې وروسته يې يوه اوږده دعانقل کړې اودپای ټکي يې دپام وړدي ) والعن جميع الظالمين . " (اوپرټولوظالمانولعنت وکړه)

دپام وړخبره داده چي دلته له ظالمانومرادڅوک دي؟ ددې خبرې وضاحت په دې کتاب کي نه شته خواصول کافي يې وضاحت داسي کوي :

" الظالم لنفسه الذی لايعرف الامام " ( اصول کافي ۲ / ۱۰۰)
يعني دخپل ځان لپاره ظالم هغه دی چي امام نه پېژني .

لنډه داچي څوک شيعه نه دي هغوئ ظالمان دي اوهرکال دشب برأت پرمهال دوئ پرهغولعنت وايي . له دې پرته هغوئ دمسلمانانولپاره باقاعده دعاکوي چي دوئ ورته د" عريضه حاجت " نوم ورکړی دی په دې اړه وايي :
" په زعفرانوسره دعريضې په منځ کي خپله اړتياوليکه اوپه پای کي ورته خپل نوم وليکه ، په خوشبويي ترککړولووروسته یې په خاوروکي په ايښودلوسره نهر،ويالې اوياژورې څاه ته ددې شپې په سهاروغورځوه ." (تحفة العوام ص ۴۹۵)
که کوم څوک دشب برأت پرمهال داسي بدې دعاوې اوطعن کوي هغه ته عرض دی چي ستاامام جعفرصادق وايي : " ان العبدليکون مظلوماًفمايزال يدعوحتی يکون ظالماً"

يعني که يوڅوک مظوم شي اودظالم لپاره تل بده دعاکوي که په دې کي له حده تجاوزوکړي په خپله ظالم کېږي . ( اصول کافي ۴ / ۳۰۷)

ثابته شوه چي " شب برأت" يادبېزارۍ شپه هيڅ شرعي اصل نه لري بلکي داديوې ځانګړې ډلې دسازش پايله ده . اياموږددې سازش په ښکارکېدلوموږته په کېدونکوبدولعنتونوکي له هغوئ سره ملګري شو؟. پرېکړه تاسوپه خپله وکړئ .

خپل اصليت وساتئ ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي : (من تشبه بقوم فهومنهم) يعني که کوم څوک له يوقوم سره مشابهت وکړي (دهغوئ په څېردجوړېدلوپه هڅه کي وي) هغه له هغوئ څخه دی .

(سنن ابی داؤد۳۵۱۲)

" شب برأت " اونوري چارې :
له دې پرته نوري نظريې هم دشعبان پنځلسمې ته منسوبې شوې دي چي هيڅ اصليت نه لري مثلاًويل کېږي چي قران کريم په شعبان کي نازل شوی دی په داسي حال کي چي دقرآن کريم دنزول په اړه قرآن په خپله داسي وايي :
(شهررمضان الذی انزل فيه القرآن ) (البقره : ۱۸۵)
ژباړه : رمضان هغه مياشت ده چي قرآن پکي نازل شوی دی .

دشعبان پرپنځلسمه حلواجوړول اوپرخلکويې وېشل هم يودوددی اوپه دې اړه ويل کېږي چي کله داحدپه غزاکي درسول الله صلی الله عليه وسلم غاښونه شهيدان شول نوهغه حلواوکړه اوويې خوړه .

ددې نظريې دباطلوالي لپاره صرف داکافي دي چي داحدغزاپه شعبان کي نه بلکي په شوال کي وشوه اود رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارک غاښونه هم په دې شوال کي شهيدان شوي وواودشوال مياشت ترروژې وروسته راځي نه مخته . ترکومه ځايه چي دحلواکولواوخوړلوخبره ده هروخت سړی کولای شي چي حلواوکړي اوويې خوري خوکومه ورځ اوشپه ورته خاصول دابدعت دي .

په دې اړه يوه بله بې بنسټه نظريه دامشهوره ده چي په دې شپه دمسلمانووفات شويوخلکواختروي او کورونوته راځي .
موږوايوکه په اسلام کي کوم داسي اختروي نويودليل به لري که وي کوم دی؟ که نه وي نودابيابدعت ولي نه دی؟ اياداسي کوم اختررسول الله صلی الله عليه وسلم اودهغه صحابه کرامورضی الله عنهم لمانځلی دی؟ ايايوسړی ترمرګ وروسته له خپلې خوښې سره سم چيرته تللای شي؟ نوخوددې اخترياعيدپه اړه کوم شرعي نص شته اونه هيڅ روح په خپله خوښه چيرته تللای شي الله جل جلاله وايي :

(( الم يرواکم اهلکناقبلهم من القرون انهم اليهم لايرجعون )) (يس : ۳۱)
ايادوئ ونه ليدل چي موږتردوئ وړاندي ډېرقومونه هلاک کړل هغوئ به ددوئ لورته راونه ګرزي .

نوربيا ...