د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د ايل کولو لپاره پینځه نسخې

عبدالغفور لېوال 25.07.2010 19:47

يادونه: دا ليکنه د موضوع د اهميت له لامله په ټول افغان کې د ښاغلي عبدالغفور لېوال له بلوګ څخه د نوموړي په مشور دلته خپرېږي.

څو ورځې مخکې ځینو بهرنیو او کورنیو کړیو د خوشالۍ او ویرې یو ګډخبر خپور کړ :

« افغانستان یو تریلیون ډالره زمکلاندې سرچینې لري.»

بل پسې ورغبرګه کړه :

« نه! دا یو تریلیون نه بلکې درې تریلیونه او حتی کېدای شي تردې ډېر وي.»

دا خبر لکه مرخیړی، ناڅاپه راشین شو اوخلک یې حیران کړل، تردې وړاندې داسې فکر کېده، چې د افغانستان سیاسي ـ جغرافیاييGeo-strategic اهمیت ډېر د پام وړ دی، ځکه دا هېواد د منځنۍ آسیا دروازه هم ده او د جنوبي آسیا (زرین هندوستان) لاره هم، پر منځني ختیځ هم مشرف دی او د چین تر زنې لاندې هم پروت دی، ځکه نو لوی قدرتونه ټول غواړي په یو ډول نه یو ډول دلته وخت تېر کړي او له دې ځایه خپل سیالان وویروي، خو اوس ددې اهمیت بل اړخ هم را څرګند شو، چې ګواکې یوازې د زمکې سر نه ، بلکې تر زمکې لاندې یې هم خزانې پټې دي، دا خبره دومره ساده نه ده، « دا د پټي سر دی پټی بېرته سورور دی!» راځئ زه به ددې لوبې کیسه درته وکړم.

زه لا ماشوم وم، په کلي کې د میداني جومات پیتاوي ته به سپین ږیري او پاخه خلک له موماجان څخه راتاو وو، موماجان خپل سیاسي تیزس په ساده ژبه داسې توضیح کاوه :

« اوغانستان له سروزرو ډک دی، په زمکه کې ډېرې پټې بلاوې لري، دا کوپار به دا خزانې راوباسي، دوی نه د اسلام له غمه مړه دي، نه د اوغانستان، دوی په خپلو ګټو پسې ګرځي ...».

زه چې زلمکی شوم، ډېر ځله مې د موماجان دخبرو په هکله فکر کاوه، خو تل راته بابېزه او د یوه کلیوال نالوستي سپین ږیري نظر ښکاریده، خوعجیبه داده چې تل مې په لاشعور کې راګرځېده، د کانونو په اړه د څو ورځو مخکې ناڅاپي خبر، تر هر څه وړاندې د موماجان تېزس  ته بوتلم او خپل نالوستی کلیوال لږ  د کراماتو خاوند راته ښکاره شو. زه لاهم نه پوهېږم چې موماجان دا خبرې له کومه اوریدلې وې خو په دې خبر یم چې لوی اقتصادي ځواکونو د افغانستان مادي او جغرافیايي ارزښت ته له ډېر پخوا څخه ځیروو، داسې اسناد شته چې د قدرتمندو هېوادونو فضايي او زمکپوهنیزو (جیولوژیکو) مرکزونو آن له اویایمې میلادي لسیزي څخه د افغانستان د کانونو ارزښت موندلی و، خو ځانونه یې پرې ناګاره اچولي وو، مانا دا چې د لسیزو لسیزو سیالي یوازې د افغانستان پر جیوستراتیژیک اهمیت نه، بلکې پرزمکلاندې شتمنۍ هم وه.

لسیزې پخوا ځواکمنو هېوادونو خپلو څېړنیزو موسسو، د بشر پېژندنې انستیتونو او د ټولنیزې ارواپوهنې آزمېښتځایونو ته دنده وسپارله، چې د افغانستان د ایل کولو ( تابع کولو) چل پیدا کړي او په صبر، ورو ورو د ور ننلوتلو لاره ور وښيي. د اقتصادي قدرتونو په وړاندې دا حقیقت پروت و، چې افغانان هر څه زغملای شي خو پردی پر خپله خاوره نه پرېږدي او ټول عمر د خپلواکي لپاره جګړه کوي، خو هېڅکله خپلواک نه دی، دوی پوهېدل، چې افغانستان که خپلواک نه دی نو ښکېلاکګر هم ورنه سخت په عذاب دي او  په دې خاوره کې د هېچا په کولمو کې اوبه نه دي تودې شوي، دانګریزانو برخلیک ټولو ته په مخ کې پروت و.

لویدیځوال پر خپل عقل ډېره تکیه کوي او هرې ستونزې ته لابراتوار لري، دوی فکر کوي چې د پوهې په مرسته ډېر څه کولای شي اوحتی د افغانستان د ایل کولو لاره به هم ومومي د همدې لپاره یې خپلو څېړنیزو موسساتو ته پناه یووړه او د افغانانو عادتونه، ژوند چارې، جغرافیا، تاریخ، اروايي جوړښت، دودونه، ارزښتونه، عقاید او هر څه یې خپلو لابراتوارونو ته ور وسپارل او بیا یې داسې پایله ترې راوایستله :

((هو!

افغانستان ایل کېدای شي!

دا ممکنه ده، چې افغانستان هم د زمکې پر سر او هم تر زمکې لاندې وخوړل شي، خو لومړی باید دغه پړاوونه ووهل شي ))

د افغانستان د ایل کېدو پړاوونه :

 ۱ـ د یوې اوږدې او ستومانه کوونکې جګړې پیل :

ډېر کلک ملتونه هم بالاخره ستومانه کېږي د « فرسایشي جنګ» اصطلاح د همدې لپاره په سیاسي قاموسونو کې رامنځ ته شوې ده. دا جګړه باید دومره اوږده وي چې څو نسله په کې ووژل شي، وران شي او له پښو وغورځول شي، تر څو چې ( د ژوند حق) ورته تر ټولو لوی نعمت ښکاره شي.

د فرسایشي اوږده جنګ لپاره باید بهرنی او کورنی بستر آماده شي، موجود سیاسي او ملي چوکاټونه په کې مات شي.

تر هر څه وړاندې د یو افغان وژل د بل افغان په لاس، داسې شي لکه د یوه غوړپ اوبو څښل. دې لومړیتوب ته کار پېل شو، تر هر څه مخکې د شوروي پښه راننوته او د سره ښکېلاک په وړاندې پاڅون راوپاریده، ټوپکونو کار پېل کړ، توپونه او الوتکې تشې شوې، یو شوروی، شل افغانان پر زمکه را ولویدل، شورویانو عقل ته مراجعه وکړه او پښې یې سپکې کړې، خو افغانانو لاهم پرماشو ګوتې کلکې کړې او په خپلو کې یې له وژل شویو څخه غرونه لوړ کړل. داسې جنایتونه ،چې یادول او را په زړه کول یې د څو نسلونو ترمنځ د دښمنۍ اور بل ساتي، د مېړانې او خپلواکۍګټلو ځای کرکې او بې رحمۍ ونیوه او دا د افغانانو په ټولنیزه ارواپوهنه کې لومړی بدلون و. اتل یعنې وژونکی او وینه تویول یعنې قهرماني، د لویو قدرتونو فکري ماشینونه لاهم لګیا وو او د افغان په لاس د افغانانو د وژلو سناریو  یې جوړوله، لاهم ډېر ریزرفونه وو او شته، چې ویې کاروي:  چپ، ښی، کافر، افراطي، القاعده، صلیبي، پښتون، تاجیک ، ازبک، هزاره، لویدیځ پلوی، جاسوس، وروسته پاتې، شیعه، سني، سګ شوی ... بس وژنه ! چې نن دې وار دی، فرسایشي جګړه د لسیزو لپاره روانه ده او لاهم پریمانه امکانات شته چې لاهم اوږده شي.

د ستومانه کوونکې جګړې لپاره ګاونډیان چمتو ناست وو، دا پروژه یې په ټیکه واخیسته، ګاونډیو څو ګټې درلودې یو خو پخپله هم افغانستان ته په غلا ناست وو او زړونه یې ورته ډک وو او بله دا، چې د لویدیځو ځواکونو غوا ورته را لنګه شوه، خدای(ج) ورکړل، د خپل دښمن د ځپلو لپاره، وسله او پېسه د بل، بچی په کې د افغان وژل کېږي، بس ته ورته د خیر په غونډۍ کینه او دوی به یو بل وژني ته بس پېسې او وسلې ورکوه او خپل ډالر اخله، افغانان هسې هم ددی پړانګان دي، چې یو بل ووژني فقط له وژونکو څخه لوی لوی قهرمانان جوړوه چې خپل کار کوي.

 ۲ـ د ارزښتونو ورانول :

لویدیزو قدرتونو د علمي – تحقیقاتي موسسو دوهمه نسخه داوه، چې د افغانستان د ایل کولو لپاره ښايي هلته موجود ملي محورونه او شته ارزښتونه مات شي، له هغوی څخه باید ټول عقیدوي، ملي او دودیز بنسټونه واخیستل شي او بې اعتباره شي، څو بیا له بهرني زبېښناک سره د مقابلې لپاره پرې راټول نه شي. دا کار هم د ګاونډیو په مرسته پېل شو، ( ملي) کلمه د کفر معادل شوه د ( افغانستان) له نامه سره مخالفت پېل شو، د سپېڅلو اصطلاحاتو په نامه بې ګناه او بې چاره خلک ووژل شول، د دین له نامه څخه داسې ناسمه ګټه پورته شوه، چې د خلکو باورونو ته زیان ورسېده، جرګه، مرګه، افغانیت بدنامه شول، د ملي مشرتوب ځای چل، غلا، دروغو او ټوپکوالۍ ونیوه، ډېر ژر د ارزښتونو ړنګول پېل شول، نور نو افغانانو نه په مذهبي موعظو باور کولی شو، نه په ملي او سیاسي شعارونو، داسې وخت راغی چې افغانانو په هر څه باور له لاسه ورکړ. هر حرکت، هر نوم او هر شعار ورته تېرایستونکی او دروغ ښکارېده؛ سوله، ملي یووالی، مشرتوب، جنرالي، استادي، قومانداني، خپلواکي، دیموکراسي، حزب، سیاست، حکومت، پارلمان، روغه جوړه،  مصالحه، عدالت، پوښتنه، مسؤلیت، پولیس، قانون، اخلاق، عاطفه ... ټول بدرنګه شول، بې ارزښته شول، وسولیدل اوخلکو پرې باور له لاسه ورکړل د فاسدو حکومتونو جوړول، کار اهل کار ته نه سپارل، په حکومت کې د څوکیو د ویش معیار د توان او استعداد پر ځای د قومونو ټیکه دارانو او زورواکو ته ورکول هم ددې پروسې برخه وه او په دې توګه د افغانستان د ایل کولو دوهمه نسخه هم کامیابه شوه.

 ۳ـ د ځوانانو ځپل، انحراف او اخلاقوژنه  :

د ښکېلاک علمي مراکز ځوانانو ته هم متوجه وو، دځوان نسل چاره هم باید شوې وای، د لوڅ انترنت، فلمونو، انګریزۍ، نایټ کلپ،  هالیوډ او بالیوډ، بازاري موزیک، تلویزیوني انحراف، د لویدیځ شنه او سره باغونه له یوې خوا  ،  وژنو، ځانوژونکو یرغلونه، سیاسي مدرسو، خشونت او قهر له بلې خوا ځوانان سره وویشل.

یوه برخه ځوانان د «ایشوارا رای» او هالیوډی سکس په خمار کې ډوب شول، بله برخه د ځان وژونکو بمونو او ماینونو جوړولو ته کیناستل، یوه لویه برخه په ایران، پاکستان او عربو هېوادونو کې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره په مزدورۍ کۍ خوړین شول، په لکونو یې پوډریان کړل، ډېر یې لندن، امریکا او استرالیا ته د رسېدو په لاره کې یا نهنګانو وخوړل یا هم زندانونو، بختور یې ورسېدل او په هوټلونو کې یې کار پېل کړ.

ځوان نسل ته ټول علم، ټوله نړۍ په انګریزی او کمپیوټر کې راوړه شوه، ښاري ځوانان د یوې ګرل فرینډې په درلودو پسې ړانده شول او کلیوال د مزدورۍ یا ټوپک ګرځولو او افغان وژلو ایډیال خپله ټوله نړۍ وبلله.

اخلاق د هوس. وزګارۍ او بې رحمۍ ترمنځ ووژل شول.

 ۴ـ بې تولیده پانګوالي ( سرمایه داري) :

لویدیزو ځواکونو ته د هغوی د تحقیقي – فکري مرکزونو څلورمه نسخه اقتصادي نسخه وه، چې د بازار اقتصاد تر بالاپوش لاندې راننوته او هر څه بازاري شول، ډالر ښه پریمانه دي، خو تولید نه شته، خلک په بې تولیده ډالرو روږدي شول، د افغانستان د اقتصاد بنسټونه ونړیدل، لښتي او ویالې وچې شوې او شاړې زمکې هماغسې شاړې پاتې شوې. له کلیو څخه ښارونو ته په ډالرو پسې کډې بار شوې او ښارونه له خلکو داسې ډک شول، چې د اقتصادي جوړښت او کړۍ نظم یې مات کړ، ښار هم له تولیده پاتې شو او کلي هم له ټوپکو او مورچلو پرته بل څه نه لري. (اقتصاد) لویدیځ ته د احتیاج او ګدايي نوم شو، او لویدیځ هغه رضاعي مور شوه، چې هره شیبه د خپل تي څوکه ددغه احتیاج ملت له خولې څخه لرې کولای شي.

په دې منځ کې یوه ډله ټوپکوال، ډالروال، سیاستوال، موټروال او پانګوال چاغ شول، همدوی هم سیاست کوي، هم تجارت او هم د مرګ و ژوند پریکړه اوملت یې په یرغمل کې دی. لویدیځ هم له دوی سره معامله کوي او ګاونډیان هم له دوی سره لوبه کوي.

 ۵ـ د دوو جبهو خلاصول :

تحقیقي مرکزونو خپلو ځواکمنو سیاستمدارانو ته ددې حالت د استمرار او دوام لپاره پینځمه نسخه هم ورکړه او هغه دا چې راتلونکي نسلونه د ښوونځي او مدرسې په جبهو وویشل شي او د دوی ترمنځ دې یوه تلپاتې دښمني روانه وي. مکتب لوستي، مدني او پرمختګ غوښتونکي دې کافر، واجب القتله، صلیبیان اومزدوران وبلل شي او ددې په مقابل کې؛ د دیني چارو فعالان، مدرسه لوستي، علما او طلبا ـ خدای مکړه ـ وروسته پاتې، افراطیون، متحجر، د بشر د حقونو ضد او څه او څه ... وبلل شي

او هغه د چا خبره چې :

ټول ملت مې یا قاتل دی یا مقتول

                                     درېیمګړی نه لري.

 له فکري او رواني پلوه به دغه تقابل او دښمنی تر هغه روانه وي، چې له تیغه پاتې محدود افغانان هومره ستومانه، ناامیده، بې باوره او زړه توري وي، چې د لویدیځو ځواکونو هرې غوښتنې ته هو! ووايي او د رضایت خوله ورته جینګه کړي.

بیا به څه کېږي؟

پایله د زبرځواکونو غوښتنه ده :

یو محتاج، نالوستی، تابع، ستومانه، له پښو غورځیدلی، مات له ارزښتونو څخه خلاص، بې هویته، له ګاونډیو څخه ویریدلی، عصبي مزاجه او وژنو ته چمتو ملت چې خپل تر زمکې لاندې کانونه او سرچینې د ګیډې مړولو لپاره په دوو توتانو وپلوري،  زبرځواکونو ته د هوايي ډګرونو په لاره کې سره غالۍ وغوړوي او هر کلی یې وکړي او بیا زبرځواکونه د خلیج انرژي، د سیمې اومه سرچینې، ددې جغرافیا له بشري ځواک سره یو ځای په واک کې ولري، خپله ټکنالوژي راوړي او د تولید کارخانه دلته جوړه کړي همدلته هر څه شته : هم ترانزیتي موقعیت، پریمانه او ارزانه کانونه، ارزانه او تابع بشري ځواک او کار ګران، نالوستی او بې خبره، ایل شوي ملتونه . دوی ته باید بشري حقونه او ډیموکراسي (!) ور وپېژندل شي او که نه په ځانمرګیو بریدونو کې وژل کېږي. ټکنالوژي او اداره به د زبرځواکونو وي او نور هر څه به د سیمې د خلکو.  ګټه به هم د زبرځواکونو وي خو یوه مړۍ ډوډۍ به د سیمې خلکو ته هم ورکوي، ځکه نور نو د زاړه ښکېلاک وخت تېر دی، دومره عدالت خو شته، یو څه خو دا خلک هم حق لری، اخر انسانان دي. په دې توګه  معاصر او د بشري حقونو د وخت ښکېلاک او زبېښاک له دې ځایه پېلېږي او د انساني تاریخ یو بل پړاو به وآزمایل شي.

زبرځواکونو ته د تحقیقي اوعلمي موسسو نسخې هو به هو عملي کېږي، هر څه سم روان دي، افغانان لاهم ډېر اسانه یو بل وژني او ارزښتونه یې نړېږي، ځینې ځوانان لاهم د هالیوډي نجونو سپین بدنونه په خوب کې ویني او څه یې د حورو په تمه په ځانونو پورې بمونه تړي، پرژوه بریالۍ ده.

درېیمه لاره :

د ویښتیا او روښانتیا پړاوونه باید پېل شي. هره ښېګڼه د «افغان انسان» لپاره!

ترهر څه وړاندې باید خپلو ارزښتونو ته وروګرځو او هر ډول، چې کېږي دافغان په لاس د افغان د وژلو ،  لوبه پای ته ورسوو.

زبرځواکونو خپله لوبه له همدې ځایه را پېل کړې ده ( یعنې یو افغان باید بل ووژني!)

موږ ( افغانان) باید دا لوبه له همدې ځایه ودروو، د سپیڅلي اسلام له مقدسو ارشاداتو څخه مرسته واخلئ « د یوه مومن انسان وژل تر ټولو ستره ګناه ده!» دیني علما مرستې ته راوبولئ او د زبرځواکونو مکر او خدعې ته یې پام ورواړوﺉ د « افغان انسان» ارزښت او قیمت وځلوﺉ. هېڅ سیاسي ارمان، مبارزه او هدف ددې ارزښت نه لري، چې د هغه لپاره د یوه افغان مسلمان یو څاڅکی وینه تویې شي. هېڅ سیاسي ارزښت د افغان له ژونده مهم نه دی.

موږ د وحشي، بې عاطفې، وژونکي او ... نومونه ولې ګټلي دي.

هم مې ووژني پخپله، هم په ما باندې ژړا کا

څه ښه یار دی ښه یې مینه وژل هسې شیون هسې

موږ د خپلو درې ټریلیونو کانونو، روانو اوبو او جیوستراتیژیک موقعیت قربانیان یو. راځئ موږ هم علم او عقل ته مراجعه وکړو، له خپلې سپېڅلې عقیدې څخه مرسته وغواړو، ملي اخلاق وساتو او له خپلو امکاناتو څخه د تولیدي اقتصاد بنسټ کېږدو.

له زبرځواکونو سره د ټوپک په خوله خبرې نه کېږي.

لوی دښمن ماتول پوهه ،لویه اراده او لوی ځواک غواړي

ویښتیا او روښانتیا غواړي

مدني مبارزه غواړي، مدني مبارزه له اقتصاد او دمعقول سیاست د میز له شا څخه پېل کېږي، نور سنګرونه او ډزې ګټه نه لري دا بې ځایه  زړورتیا نه ،  عقل غواړي، پوهه غواړي.

یوازې له خپلو سرچینو څخه د ځان مړولو، هېواد آبادولو او ویښتیا او روښانتیا د پړاوونو له بریالي بشپړلو لپاره ښايي کار واخلو.

لوڅ فلمونه او ځانمرګي واسکټونه دواړه د ښکېلاک او زبېښاک سوغاتونه دي :

افغانستان او افغان انسان ترې وژغورﺉ!