د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پکتيا پوهنتون د (ځوانانو دکرکټ ټورنمنټ) اتل شو

کرکټ څانګه 25.07.2010 12:16

رپوټ: عنايت الله شينواری له څپه ويبلاګ څخه

د يونيسيف موسسې د (ځوانانو دکرکټ ټورنمنټ)  په نوم د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د کرکټ سيالي ترسره کړه چې  شپاړس لوبډلو په کې ګډون کړی وو. پايلوبه یې د پکتيا پوهنتون لوبډلې له رود احمدزيو له لوبډلې وګټله او اتلولي یې خپله کړه.

په پايلوبه کې پچه د پکتيا پوهنتون لوبډلې وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه. د پوهنتون  له خوا دوه لوبغاړو ښې منډې جوړې کړې: چې رحمت الله ۴۰ او فاروق ٣٢ منډې جوړې کړې ددوی له سوځېدو وروسته د پکتيا پوهنتون لوبغاړو په خپل وار لوبه وکړه او د رود احمدزيو لوبډلې ته يې ۱۳۴ منډې هدف وټاکه.

د رود احمدزيو لوبډلې ونه شو کړای چې ورکړی هدف پوره کړي. د نوموړې لوبډلې احمدالله په لومړي اور کې ٢٠ منډې جوړې کړې چې دپوهنتون لوبډله يې وارخطا کړه خو په دويم اور کې احمدالله د بازمحمد له خوا وسوځېد. د احمدالله په سوځېدو سره د رود احمدزيو لوبډله تر فشار او تاثير لاندې راغله او مسلسل وېکټې يې له لاسه ورکړې چې په پايله کې  د رود احمدزيو لوبډلې ونشوای کولی چې هدف ته ځان ورسوي. له ډېر سخت پړاو نه وروسته لوبه  د دوه منډو په توپير سره د پوهنتون په ګټه تمامه شوه او د روداحمدزيو لوبډلې د ١٣٢ منډو په جوړولو ټول سوځېدل.

د پکتياپوهنتون توپ اچونکي بازمحمد په نوموړې سيالۍ کې ښه وځلېد، باز محمد په درې اورونو کې ٣ منډې  ورکړې ، څلور لوبغاړي يې وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.


ديادونې وړ ده چې ددې پايلوبې د کپونو او ډاليو وېشلو پروګرام به نن يکشنبه ١٣٨٩/٥/٣ د پکتيا ولايت د صحت عامې په تالار کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې تر سره شي.