د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

۱۶ ټیټ افغان لوبډله له ماليزيا کابل ته ستنه شوه

کرکټ څانګه 25.07.2010 10:22

۱۶ ټيټ لوبډله په کابل کې د کرکټ بورډ په دفتر کې.

د افغانستان ۱۶ ټيټ لوبډله پرون ماښام د پښتونخوا  له لارې هیواد ته له مالیزیا د چیلینج سیالیو څخه راستنه شوه. افغانستان د چیلنج په سیالیو کې دریم، ایران دویم او عمان لومړی مقام وګاټه.

    د افغان ۱۶ کلنو ټیټ لوبغاو د مدیر تواب خان  سره مو اړیکې ونیولې او وایي( د مالیزیا څخه تر افغانستان پورې سفر ډیر اوږد و ۳۵ ساعته یې ونیول، د مالیزیا نه مو الوتکې الوتنه کراچﺉ ته وکړه او بیا له کراچﺉ څخه اسلام اباد ته په پي اي ای الوتنه کې راغلو او له هغه ځای څخه د پښتونخوا له لارې افغانستان ته په ګاډي کې راغلو).

نن ټوله لوبډله په کابل کې ده او د خپل سفر په اړه د افغانستان د کرکټ مسؤلې ادارې کرکټ بورډ ته د خپل سفر راپور ورکوي.