د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تور او سپین

ګل آغا احمدي وردګ 24.07.2010 16:25

تور او سپین په انځورونو کې تاریخي حقایق د هغه کتاب نوم دی چې د پوهنې د وزارت په نوښت تازه له چاپه راوتلی او د ۱۳۸۹ د چنګاښ په ۲۶ نیټه د افغانستان د مصور تاریخ د  نندارتون د پرانیستلو په لړ کې د پوهنې د وزارت د مقام محترم فاروق وردګ له خوا معرفي شو چې د کابل ښار په اماني لیسه کې جوړ شوی وو. تور او سپين کتاب ۲۴۹ پاڼې لري او د افغانستان د تیر ۲۰۰ کلن تاریخ  په سلګونو  تصویرونو ته یې په خپلو پاڼو کې ځای ورکړی دی. د دې کتاب د پښتۍ لومړی مخ په تورو او سپینو مربع شکله خانو پوښل شوی چې ښي څنګ ته یې کتاب نوم ( تور او سپین)، د  افغانستان ملي نښان یا لوګو او د پوهنې د وزارت نوم لیکل شوی دی. همدارنګه د همدې صفحې د پای په برخه کې د افغانستان د پخوانیو پاچاهانو انځورونه او د ترتیب کوونکي ښاغلي محمد نعیم قدرت نوم هم راغلي دي. د کتاب د پښتۍ وروستی مخ شتري رنګ لري او په بګورنډ یې د افغانستان د څو پاچانو تصویرونه ښکاري او د همدې صفحې د ښکتنۍ برخې ښی لوری د پوهنې د وزارت په نښان، نوم او د پوهنې د وزارت د پتې په لیکلو باندې ښکلې شوې ده.

په دې کې شک نشته چې د تیرې سترې غمیزې په لړ کې زموږ د هیواد د مادي زیربناوو تر څنګ زیاتې داسې معنوي زیرمې هم له منځه ولاړې چې زموږ د خلکو د تاریخ، کلتور، دودونو او عنعناتو سره یې نیغ تړاو درلود، د افغانستان د تاریخ او کلتور یوه برخه ګڼل کیده او د هغه جبیره کول د ټولو افغانانو ګډو هلو ځلو ته اړتیا لري چې په دې لړ کې د تور او سپین کتاب چاپ د افغانستان د معاصر تاریخ له عجایبو څخه شمیرل کیږي. د دې کتاب په پاڼو کې داسې تاریخي لاسوندونه، اسناد او مدارک له مختصرې شرحې سره یو  په تصویري ژبه خبرې کوي چې د افغانستان د تیر دوه سوه کلن تاریخ په سیاسي پیښو، علمي شخصیتونو، سیاسي کړیو، پوهانو، هنري څیرو، تاریخي ځایونو، کلتوري مسایلو، لباس، سلطنتي چارو، د ژوند پر وسایلو او تاریخي بدلونونو پورې اړه لري چې په موثر شکل له مناسبې شننې سره یو ځای په کتابي بڼه خوندي شوي دي. د دغه کتاب محتویات د هیواد د تاریخ پوهانو، لیکوالانو، علمي کړیو، استادانو، محصلینو، زده کوونکو او ټولو افغانانو لپاره ځکه په زړه پورې دي چې زموږ د ګران او لرغوني هیواد د ویاړمن تاریخ تصویري ټوټې په زړه وړونکي شکل لیدونکو، لوستونکو او مینه والو ته وړاندې کوي.

دغه کتاب د افغانستان د تیر دوه سوه کلن تاریخ د ۹ سلطنتي دورو څخه تصویرونه وړاندې کوي چې ۱۱۲۶ – ۱۳۴۳ هجري لمریز او  ۱۷۴۷ – ۱۹۶۴  میلادي کلونو یا  د لوی احمدشاه بابا د زرینې پاچاهۍ د دورې څخه پيل کیږي او د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه ( د ملت د بابا) د پاچاهۍ د دورې تر هغه مهال پورې ادامه پیدا کوي چې د افغانستان نوی اساسي قانون جوړ او شهید سردار محمد داودخان د افغانستان صدراعظم وو.

د دې کتاب د اهتمام چارې د پوهنې د وزارت د نشراتو او اطلاعاتو د ریاست پر غاړه وې  او د دوو کلونو په جریان کې یې د چاپ چارې سر ته ورسیدې او د کتاب د پښتو او دري متونو سمون ښاغلي محمد آصف ننګ کړی دی. د کتاب ۳۰ سلنه تصویرونه د یوه هیوادپال افغان ښاغلي محمد نعیم قدرت د کلیکسون څخه اخیستل شوي او ۷۰ سلنه تصویرونه یې په سویس کې د افغانستان پیژندنې د مرکز څخه تر لاسه شوي چې ښاغلی پاول بوخرر یې یې مشري کوي. نوموړی یو سویسي عالم دی او د افغانستان پیژندنې په چارو کې ۴۰ کلنه تجربه لري.

اوس مهال د تور او سپین کتاب ۱۰۰۰۰ نسخې چاپ شوې چې ۵۰۰۰ په پښتو او ۵۰۰۰ په دري ژبه دي او د ښاغلي محمد نعیم قدرت له خوا د پوهنې وزارت ته ډالۍ شوي دي. د دې کتاب څخه د افغانستان هر ولایت ته ۲ جلده لیږل شوي څو د تاریخ په تدریس کې د ریفرنس په توګه تعلیمي موسسات، ښوونځۍ او لیسې ګټه ترې واخلي. همدارنګه په پام کې ده چې د دې کتاب د تصویرونو نندارتون چې د ځانګړو برجونو او پکیجونو په شکل تیار شوی دی د هیواد ټولو ولایتونو ته هم ولاړ شي او په تعلیمي موسساتو کې نندارې ته وړاندې شي.

د دې خبرې یادونه ضروري ده چې اوس مهال د دې کتاب ۱۰۰۰۰ نسخې د ښاغلي محمد نعیم قدرت له خوا د پوهنې د وزارت په واک کې ورکړل شوې خو ډیر ژر به د نوموړي له لورې د همدې کتاب نورې نسخې په آزاده توګه بازار ته عرضه شي. همدارنګه د دې کتاب په نورو جلدونو باندې هم کار روان دي چې د نویو محتویاتو سره یو ځای به په راتلونکي کې چاپ او د مینه والو د مطالعې او لیدنې وړ و ګرځي. همدارنګه په پام کې ده چې دغه کتاب به په انګریزي ژبه هم چاپ او د افغانستان له چارو  سره د نړیوالو مینه والو د استفادې وړ به و ګرځي.

د تور او سپین کتاب ځانګړنې

تور او سپین کتاب ګڼې ځانګړنې لري چې ځینو ته یې په لاندې توګه اشاره کیږي:

لومړی: دغه کتاب د افغانستان په معاصر تاریخ کې لومړی اثر دی چې ډیر پخواني، عجیب او کم پیدا تصویرونه یې د خپلو محتویاتو په پاڼو کې را اخیستي او په سویس کې د افغانستان پيژندنې مرکز د پوهنې د وزارت او محمد نعیم قدرت د ګډو هلو ځلو پایله یې ګڼلی شو چې په سویس کې د افغانستان پیژندنې مرکز درې کاله څیړنې پرې کړې  او په ۱۳۸۸ کې یې  د چاپ چارې سر ته رسیدلې دي.

دویم: د دې کتاب تصویرونه لنډه، مناسبه او اړینه شرح لري په تصویرونو کې  هر شخص د امکان په صورت کې له تاریخي لاسوندونو، القابو او دندو سره یو ځای معرفي شوی او نوم یې اخیستل شوی دی چې د کتاب اهمیت ورسره څو چنده اضافه کیږي. د تور او سپین کتاب پښتو او دري بڼې چاپ شوې او تمه کیږي چې په راتلونکي یې انګریزي بڼه هم چاپ شي.

دریم: تور او سپین کتاب په مناسب او ښکلي کاغذ باندې چاپ شوی، لیکنه یې معیاري او خوږه ده او تصویرونه یې په داسې اندازه په کتاب کې چاپ شوي دي چې د هر عمر لیدونکی له هغه څخه په آسانه توګه استفاده کولی شي او په تصویرونو کې راغلي اشخاص درک کولی شي.

څلورم: په تور او سپین  کتاب کې د پوهنې د وزیر محترم فاروق وردګ پیغام، د محمد نعیم قدرت او د سویسي افغانستان پیژندونکي ښاغلي پاول بوخرر سریزو له معنوي پلوه د کتاب بڼه نوره هم ښایسته کړې او په لنډو ټکو کې لوستونکو ته د کتاب د محتوی په هکله خوږې څرګندونې لري.

تور او سپین کتاب ګڼې ښکلاوې او ځانګړنې لري چې په دې لنډه لیکنه کې د ټولو یادونه ممکنه نده او ګران لوستونکي یې د کتاب د پاڼو د پرانیستلو پر مهال هرو مرو درک کولای شي. موږ د افغانستان د چارو ټولو مینه والو ته بلنه ورکوو چې دغه کتاب هرو مرو یو ځلې د خپل ځیر له دایرې څخه تیر کړي او د پوهنې وزارت دغه تاریخي نوښت او پر ځای اقدام ستایو او د خپل هیواد د خدمت په لاره له ټولو اړوندو ادارو څخه د ورته ګامونو د پورته کولو تمه لرو.