د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د قران کریم علمی معجزات، د دود څخه د جهان پیداکیدل

اجمل 24.07.2010 15:28

د قران عظیم الشان د علمی معجزاتو لړی
مولف (هارون یحیی)
ژباړه (اجمل)
پرلپسی لړی: څلورمه برخه
د دود څخه د جهان پیداکیدل:

نن ورځ ساینس پوهان کولی شی، چی د اسمانی کرو جوړښت د دګازونو دحرارت څخه د دودپه شکل ثابت کړی. همدارنګه ساینس پوهان وایی چی ټول جهان په حقیقت کی د ګازونو د یوی ګرمی کتلی څخه جوړ شوی دی.

د پوهانو همدا نظر د قران عظیم الشان د همدی ایت سره مطابقت لری‎‎

ثُمَّ اسْتَوَىٰ إِلَى السَّمَاءِ وَهِي دُخَانٌ (فصلت، ۱۱)
ترجمه: بیا الله (ج) د اسمانونو د پیداکولو اراده وکړه چی مخکی هغه دود وو.

دود ته په عربی ژبه کی دخان وایی ، څنګه چی دود د ګازونو د حرارت څخه یوه ډکه کتله ده، چی د کوچنی جامدو زراتو چی یو دبل سره مښتی دی څخه ترکیب شوی دی، په دی ځای کی قران عظیم الشان د کایناتو د پیدایښت د همدی مرحلی لپاره بهترینه کلمه راوړی ده.

د یادولو وړ ده چی فقط په شلمه پیړی کی ساینس پوهانو ثبوت کړه چی جهان د ګازاتو څخه چی د ډیر حرارت درلودونکی دی، د دود په شکل ترکیب شوی دی.

ددغه معلومات ورکول په قران عظیم الشان کی ۱۴۰۰ کاله دمخه تشریح شوی دی چی دا دقران عظیم الشان یوه بله غټه علمی معجزه بلل کیږی.

د اسمانونو او د مځکی سره جلا کیدل: د اسمانونو د خلقت په باره کی بل ایت شریف کی داسی راځی.

أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاء كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ (الانبیاء ، ۳۰)
ترجمه: ایا کافران نه ګوری چی اسمانونه او مځکه سره مښتی وو ، او ما هغه سره جلا کړل، او دابو څخه مو هر شی ته ژوند ورکړ، ایا دوی ایمان نه راوړی.

د رتق کلمه چی قران عظیم الشان کی استعمال شوی ده، د پیوست او یوځای والی معنی ورکوی او په عربی ژبه کی کله کله د مخلوط معنی هم ورکوی.

او د فتق کلمه دیو دبل څخه د څیری کیدو، او یا تخریب د هغه شیانو چی یو دبل سره وصل وی او همدارنګه د مځکی څخه د غوټی په راخوځیدو باندی هم کارول کیږی.

ددی ایت څخه معلومیږی چی مځکه او اسمانونه په اول کی سره یو ځای وو وروسته الله (ج) په امر هغه سره جلا شول.
په عین ډول د ساینس پوهانو همدا نظر دی چی په اول کی ټول جهان یوه نقطه وو، یعنی اسمانونه او مځکه په سره
دغټی چاودنی پواسطه سره جلا شول.