د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په فرانکفورت کښې سوله-ييز لاريون

بسمل 23.07.2010 14:50

د جولای پر ۳۰ مه نېټه په فرانکفورت کښي د اېران د سفارت مخي ته په اېران کښي د افغان ځوروني په وړاندي د يو سوله-ييز لاريون ترتيبات نيول سوي دي .

له ټولو بهرمېشتو او جرمني مېشتو افغانانو څخه هيله کيږي چي زموږ سره پدې سوله -ييز لاريون کښي ونډه واخلي او نور په اېران کښي د افغانانو ځوروني او شکنجې ته د پای ټکی کښېږدو !

د لاريون نېټه او وخت : د جمعې ورځ - 30 - 07 - 2010 - 14:30 - 17:00
د لاريون ادرس : Raimundstrasse 90, 60320 Frankfurt am Main
د اړتيا پر وخت پر دې شمېره اړيکي نيولائ سئ : 004917680250219