د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ننګرهار: د بټي کوټ په ولسوالۍ کې سيمه ييزه سيالي روانه ده. نيمه پايلوبه کې شينواري ايليون هزارناو مات کړ

کرکټ څانګه 22.07.2010 20:51

 په ننګرهار کې د یو سيمه ييزې سيالۍ په ترڅ کې چې د بټي کوټ ولسوالۍ د شهرا په لوبغالې  کې ترسره کېږي د شینواری ایلیون او د  هزارناو د کرکټ د لوبډلو تر منځ نیمه پایلوبه ترسره شوه چی د شینواری ایلیون په ګټه تمامه او پایلوبې ته یې لار ومونده.

پچه د هزارناو د کرکټ  لوبډلې وګټله او شینواری ایلیون یې توپ وهنی ته راوبلل، د شینواری ایلیون د کرکټ لوبډلې په ټاکلو ۱۸ اورونوکښې د ۶ لوبغاړو په سوزیدو سره ۱۶۸ منډې جوړی او د هزارناو د کرکټ لوبډلې ته یې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.

   د شینواری ایلیون لخوا لعل ګل ۷۰ او د لوبډلې کیپتان بسم الله جان ۴۸ منډی او د متقابلې لوبډلې ۴ لوبغاړی یې هم وسوزول.

په ځواب کښی  د هزارناود کرکټ لوبډلی ټول لوبغاړی صرف په ۹۶ منډووسوزیدل او شینواری ایلیون په ۷۲ منډو بری تر لاسه او پایلوبې ته ورسیدل. د هزارناو د لوبډلې لخوا شمیم ۳ او اسرار ۲ لوبغاړی وسوزول. بسم الله جان د لوبې د غوره لوبغاړی اعزاز خپل کړ. 


یاده دې وي چې دوهمه نیمه پایلوبه به د پنجشنبی  په ورځ (د جولای په ۲۲مه ) د بټی  کوټ او د کوټ (زربچېی) د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د بټی کوټ په شهرا لوبغالې  کښې ترسره شي.