د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل په سيالۍ کې مسافي لوبډله نيمه پايلوبې ته بريالۍ شوه

کرکټ څانګه 22.07.2010 20:27

د کابل د کرکټ ولايتي ادارې د کابل د لوبډلې د غوراوۍ په موخه په درې ورځو کې شپږ شل اوريزه لوبې تر سره شوي چې په نتيجه کې یې د ب په ګروپ کې د مسافي لوبډله نیمه پایلوبې ته بريالۍ شوه.

لومړۍ ورځ:

جګد دلک -  شهید عبدالرحیمزی لوبه:

 د جګدلک کلب د شهید عبدالرحیمزي کلب ته په درېو ویکټو ماتې ورکړه او د ۱۴۷ منډو هدف یې ورته په ۱۹ اورو کې پوره کړ، د جګ دلک په لوبډلې ښه لوبغاړي بسم الله خان شو چې لږې منډې یې ورکړې او درې لوبغاړي يي وسوزول.

المسافي - روحاني لوبه:

پچه د ورحاني کلب وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. د ۲۰ اورونو په پوره کیدلو يې د السمافي کلب ته ۱۰۴ منډې وکړي، وروسته د لږې دمې څخه د المسافې کلب توپ وهنې ته ودرید او په ۱۳ اورونو کې د روحاني د کلب ټاکل شوی هدف پوره کړ، د امان الله په نوم لوبغاړی غوره لوبغاړی ونومول شو، امان الله د روحاني د کلب درې لوبغاړي وسوزول او ۴۱ منډې يې پرې وکړي.

دویمه ورځ:

اریانا - شمشاد لوبه:

پچه د شمشاد کلب وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. په ۲۰ اورونو کې یې د اریانا کلب ته د ۹ لوبغاړو په سوزیدو سره ۱۷۰ منډې هدف وټاکه، د اریانا کلب له دمې وروسته توپ وهنه پېل کړه په ۲۰م اور کې یې په ۶ ویکټوو د شمشاد کلب ته ټاکلی هدف پوره کړ، د اریانا کلب لوبغاړي محب الله ۷۱ منډې وکړي او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دریمه ورځ:

په درېمه ورځ د کابل په لوبغالي کې څلورو لوبډلو لوبه وکړه چې مسافي او روحاني کرکټ کلبونو پکې لوبې وګټلي.

مسافي - جګدلک

 سهار د مسافي کرکټ کلب پچه وګټله او د جګ دلک کرکت کلب پر خلاف یې توپ وهنه پېل کړه،په ۲۰ اورونو کې یې د اته لوبغاړو په سوزیدو د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه. له دمې وروسته د جګ دلک کرکټ کلب په توپ وهنه پېل وکړ، په ۱۹م اور کې ۱۴۳ منډې وکړي، ټول لوبغاړي یې وسوزیدل او د مسافي کرکټ کلب ته يې هدف پوره نه شو کړای.

شهيد عبدالرحيمزی - روحاني

دویمه سیالي د شهید عبدالرحیمزي او روحاني کرکټ کلبونو تر منځ وه. پچه د روحاني کلب وګټله او په توپ وهنه یې پېل وکړ. روحاني کرکټ کلب په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوزیدو د عبدالرحیمزي کلب ته د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه. د شهید عبدالرحیمزي کرکټ کلب په توپ وهنه پېل وکړ او په ۱۹م اور کې د ټولو لوبغاو په سوزیدو ۱۳۹ منډې وکړي او د روحاني کرکټ کلب ته یې هدف پوره نه شو کړای.

په څلورمه ورځ به  به د کابل په لوبغالو کې د همدې سيالۍ په لړۍ کې اریانا کلب د عزیزي او د شمشاد کلب د سپین غر کلب سره سیالۍ کوي.

د کابل د کرکټ مسؤل حاجي فضل الله فضلي ټول افغان ته د ټلیفون په کرښه وویل چې په کابل کې ۴۲ د کرکټ راجسټر شوي کلبونه لري، په  دې ټورنمټ کې ترې  اته پیاوړې کلبونه لوبیږي او هغه لوبغاړي به ترې د کابل لوبډلې ته غوره کیږي کوم چې ښې منډې، ښه توپ اچونه او په کرکټ کې وړتيا او استعداد وښيي. دا ته لوبډلې په لاندې ډول دي:

۱- افغان اریانا کرکټ کلب

۲- شمشاد کرکټ کلب

۳- المسافي کرکټ کلب

۴- عزیزي بانک کرکټ کلب

۵- شهید عبدالرحیمزی کرکټ کلب

۶- روحاني کرکټ کلب

۷- سپین غر کرکټ کلب

۸- جګدلک کرکټ کلب