د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان تاريخ

اورنګـزېب ارشاد 22.07.2010 11:43

دکتاب نوم         : د افغانستان تاريخ

ژباړن                    : اورنګـزېب ارشاد

خپرندوى         : دانش خپرندويه ټولنه

شمېر                 :1000 ټوکه

چاپ کال          : 2010 م / 1389ل

 کمپوزر            : ذ.شفق

 دانش خپرندويې ټولنې پخپل خپرنيز بهير کې، ګڼ شمېر کتابونه خپاره کړي، ددې کتابونو يوه زياته برخه تاريخي او ټولنيز کتابونه دي.

موږ پخوا هم هڅه کړې ده _او لا مو هم دا لاره نه ده پرېښې_ چې خپلو لوستونکيو ته د کره تاريخي کتابونو د چاپ له لارې د خپل هېواد د تاريخي بهير رښتينى انځور وړاندې کړو. دا دى دا ځل په دې لړ کې يوه بله کره تاريخ لړۍ پيلوو، چې افغانستان ته د اسلام له راتګ څخه پيلېږي او پر غزنويانو باندې پاى ته رسېږي.

دانش خپرندويې ټولنې د هېواد د بېلابېلو تاريخي پېرونو په اړه ګڼ تاريخي کتابونه چاپ او خپاره کړي، چې زياته برخه يې له اسلام مخکې پېرونو ته ځانګړې شوې او يا پر معاصره دوره ليکل شوي دي.

ددې تاريخي اثر خپرول موږ د تاريخي آثارو خپرولو په برخه يوه نوې زياتونه کوو او په دې توه د خپلو خپرو شويو کتابونو لړۍ د تاريخي پېښو له پېښېدو سره بشپړ او نښلوو.

ياده دې وي، دا لړۍ چې موږ يې اوس تر تاسې درسوو، د "تاريخ افغانستان" درېيم ټوک دى _چې لومړي دوه ټوکه يې د ارواښاد استاد محمد علي کهزاد په قلم په فارسي ژبه کښل شوي ول_بيا وروسته يې دا درېيم ټوک د هېواد د نورو تکړه تاريخپوهانو په قلم بشپړ شوى دى. دا اوسنى درېيم ټوک، چې له بېلابېلو څپرکيو جوړ شوى، د استاد کهزاد د پيل کړې تاريخي لړۍ درېيمه کړۍ ده، چې موږ يې پښتو خپروو.

دانش خپرندويه ټولنه وياړي، چې دا ارزښتناک تاريخي اثر د يوې په زړه پورې ارزښتناکې لړۍ په څېر خپروي. هيله ده چې د لازياتو کره تاريخي معلوماتو په لاسته راوړنه کې دا اثر ګټور تمام شي.

په تلو تلو کې له خپل همېشني ملګري او برلاسي ژباړن ښاغلى اورنګزېب ارشاد مننه کوو، چې نوموړى اثر يې په کره او روانو پښتو وژباړه.

چاپځى:

اسد دانش مطبعه

د څلورمې حوزې څلور لارې، مرواريد هوټل ته مخامخ،

ملي مارکېټ، کابل.

Cell: 0700-449298/0700-639383

www.danishpress.com

دانش کتابتون: پخته فروشۍ کوڅې ته مخامخ، احمدي پلازه، ميوند واټ، کابل. تليفون: 0771144317