د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ بورډ دې اوس له روزونکو ګټه واخلي

هلال - مومند 20.07.2010 10:12

د افغانستان کرکټ بورډ د راشد لطيف په ګمارنه دا دی دويم روزونکی هم ترلاسه کړ. مشر روزونکی کبيرخان چې دوه کاله کېږي ملي لوبډلې ته روزنه ورکوي لوبډله تر ډېره مخکې وړې ده، د همدې پرمختګ په ترڅ کې وليدل شول چې افغان لوبډله لا خاميانې لري چې له منځه وړل یې ځينو زړورو ګامونو ته اړتيا لري چې یو په کې د توپ وهنې د روزونکي او بل د فيلډ يا غونډونې روزونکی ټاکل وو.

افغان کرکټ بورډ دا دی اوس د توپ وهنې روزونکی وګماره خو د ده او مشر روزونکي حاجي کبيرخان له تجربو د ګټې اخيستلو لپاره بايد یو پلان جوړ کړي. یو وړانديز چې زه يې لرم په لاندې ډول دی:

افغان کرکټ بورډ تر دې مهال يواځې بهرنيو سياليو ته تمريني کيمپونه جوړوي. داسې هڅه یې نه ده کړې چې څنګه په سفر تلونکي لوبډلې څخه پرته د هېواد نور کرکټيان هم له تمريني کيمپونو او روزونکو له شتون څخه ګټه پورته کړي. کورنی کرکټ – سره د دې چې یو يا دوه ولايتي سيالۍ شوي دي –لا پوخ بنسټ نه لري. ښه به دا وي چې افغان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د بنسټ د جوړولو تر څنګ لږ تر لږه هغه لوبغاړي چې ځلېدلي لا ښه وروزي او په هغه وخت کې چې ملي لوبډله بهر ته سفرونه نه لري د روزنې کيمپونه جوړ کړي او د کبيرخان، راشد لطیف، تاج ملوک، اسدالله، ولي امين، ريس احمدزی، هستي ګل، دولت احمدزي، احمدشاه احمدي، او نورو (که نومونونه يې راڅخه پاتې وي بښنه غواړم) له تجربو څخه ګټه واخلي.

کرکټ بورډ کولای شي د اګست په مياشت کې چې کله لوبډله له سکاټلينډ څخه راوګرځي دا ډول کيمپ ترتيب کړي. په کابل او جلال اباد کې به هوا هم ښه شوي وي او د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي به هم په هېواد کې وي چې برخه په کې واخلي.

کرکټ بورډ کولای شي لوبغاړي په دوه روزنيزو کيمپونو وويشي او په بېلابېل وختونو کې یې ترسره کړي:

په یو کيمپ کې د افغانستان ملي لوبډله، الف يا A لوبډله، او د ۱۹ کلنو لوبډله واچوي. ضروري نه ده چې د تېر ۱۹ کاله ټيټ نړيوال جام کمزورې لوبډله ټوله په کې ولوبوي. کرکټ بورډ کولای شي د حشمت الله شهيدي په څېر نور تکړه لوبغاړي ترې راواخلي او د پاتې نورو پرځای نور تکړه لوبغاړي غوره کړي. د دې درې لوبډلو د لوبغاړو شمېر شايد د ۵۰ او ۵۵ په شاوخوا کې وي چې د کريم خان صادق او شهزاد محمدي تر څنګ دوه نور ويکټ ساتونکي هم په کې وروزل شي. کبيرخان ورته د توپ اچونې او ذهني پياوړتيا په برخه کې، راشد لطيف ورته د توپ وهنې او ويکټ ساتنې په برخه کې، او زموږ افغاني روزونکي او تجربه کار لوبغاړي ورسره د فټنس او په نړيوالو لوبو د تجربو په برخه کې روزنه ورکړي.

د افغاني روزونکو او پخوانو لوبغاړو شتون په داسې کيمپونو ځکه ګټور دی چې د دوی له تجربو به ځوان لوبغاړي ګټه واخلي او دوی به د کبيرخان او راشد لطیف سره یو ځای کار وکړي او زده کړه به ترې وکړي.

په کيمپ کې د ۵۰ يا ۵۵ لوبغاړو شتون دا ګټه لري چې دوی په درې يا څلورو لوبډلو ويشل کېدای شي چې په خپله منځ کې د جګې سويې سيالي (Tournament) وکړي او د لوبغاړو استعداد معلوم شي. د دې تر څنګ به په ملي لوبډله کې د ځای جوړولو لپاره مقابله هم ګړندۍ شي او هر کس به دا احساس کوي چې په راتلونکي کې په ملي لوبډله کې د لوبې چانس لري.

په بل کيمپ کې کرکټ بورډ کولای شي چې د ۱۵، ۱۶، او ۱۷ کلونو ټيت ۵۰ يا ۵۵ لوبغاړي واچوي. کشران لوبغاړي د هېواد د راتلونکي کرکټ سرمايه ده او بايد له اوسه یې روزنې ته پام وشي او باوري شي چې د کبيرخان، راشد لطيف او افغاني روزونکو له پوهې دوی هم ګټه اخيستی شي.

دا وړانديزونه موقتي حل کېدای شي خو په اوږد مهال کې بايد افغانستان پياوړی او منظم کورنی کرکټ ولري چې تر هر څه د مخه ورته د لوبغالو جوړول اړين دي. کورنی کرکټ کورني روزونکو ته اړتيا لري. کرکټ بورډ کولای شي (Train the Trainers) پروګرام جوړ کړي چې د کبيرخان او راشد لطيف تر څنګ د آسيايي شورا او کرکټ نړيوالې شورا په مرسته د کورني کرکټ لپاره روزونکي وروزي.  دا اونۍ مو د کرکټ بورډ اعلان ولوست چې د آسيايي شورا په مرسته یې دا ډول یو کورس جوړولو تابيا کړ ې ده چې ښه ګام دی . دا لړۍ بايد دوامداره وي.