د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

احسان په ACB د کرکټ توکي ګران پلوري

کرکټ څانګه 19.07.2010 16:09

د افغان کرکټ سره نږدې پاتي شوي یو شمېر کسان وايي چې د احسان د کرکټ توکو پاکستانی شرکت - چې افغان لوبډلو د کرکټ توکو يواځېنۍ سرچينه ده - په کرکټ بورډ د کرکټ د لوبو توکي ګران پلوري.

 سرچينه زياتوي چې په دې اړه مختلف اندونه شته دی چې ځینې یې په دې باور دي چې مخکې کوم قراردادونه د افغانستان کرکټ بورډ او د احسان تر منځ شوي و سم غور پرې نه و شوی. د  احسان شرکټ  داسې فکر کوي چې افغانستان بل کوم شرکت د توکو په ډګر کې نه سپانسره وي نو ځکه پرې توکي ګران پلوري.

 بله سرچېنه هم چې نه غواړی نوم يې یاد شي د احسان د کرکټ د توکو په شرکټ نیوکه کوي چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره کمزورې ده نو ځکه یې پرې احسان شرکت توکي په جګه بيه پلوري. همدا سرچېنه زیاتوي چې احسان  یو بیټ په ۱۳۵، پیډونه  په ۲۴ او د لوبغاړو لپاره جرابې په  دونیم امریکايي ډالره پلوري، په داسې حال کې چې احسان دعوه کوي چې د افغان کرکټ بورډ ته د کرکټ ټول وسایل په نیمه بیه ورکوي. د دې دا مانا ده چې د احسان شرکت یو بيټ په ۲۷۰، پيډونه په ۴۸، او جرابې په ۵ ډالر پلوري خو افغان کرکټ بورډ ته یې له تخفيف څخه وروسته ياده شوې بيه ورکوي.

د کرکټ بورډ نوی اجرایوي مشرډاکټر حامد شینواری په دې اړه وايي چې په دې اړه به زه پلټنې وکړم او دې کې شک نشته چې زه دې دندې ته د یوه مثبت بدلون لپاره راغلی یم، په دې اړه هم پلان لرم چې د کرکټ د توکو مختلفو شرکتونو سره اړیکې ونیسم هر څوک چې د کرکټ بورډ په ګټه و له هغې سره به قرارداد کیږي.

  په دې اړه مو د کرکټ پوهو کسانو سره  اړیکې ونیولي او هغوي د کرکټ بورډ د دې ستونزې لپاره کرکټ بورډ ته لاندې حل وړاندیز کوي:

۱ - د کرکټ توکو نورو جوړونکو کمپنیو سره دې خبرې اترې وشي.

 ۲ - د افغانستان د کرکټ بورډ د خریدارۍ مسؤل او د مارکیټنګ مسؤلین باید په خپلو کې همغږي ولري او د کرکټ د توکو نورو شرکتونو سره په پاکستان یا هندوستان کې اړیکې ونیسي او یا دې ورشي.

۳- د افغانستان  کرکټ بورډ د بازار موندنې ته یو تن بسنه نه کوی، باید  د بازار موندنې پیاوړي اداره ولري.

د افغانستان د کرکټ سره  د نړۍ زیات خلک اوس مینه لري کچېرته د کرکټ بورډ مارکیټنګ اداره پیاوړي وي نو کولای شي چې په دې ډګر ګې زیاتی لاسته راوړنې وکړي.