د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کابل لوبډلې لپاره د غوره کولو په موخه سيالي پيل شوه

کرکټ څانګه 19.07.2010 17:02

  نن د کرکټ بورډ د کابل له امریت لخوا په پلازمېنه کابل کې د ولايت په کچه یوه سيالي پيل شوه چې د کابل اته پياوړي کلبونه په کې برخه اخلي.

د کابل د کرکټ مسؤل حاجي فضل الله فضلي ټول افغان ته د ټلیفون په کرښه وویل چې په کابل کې ۴۲ د کرکټ راجسټر شوي کلبونه لري، په  دې ټورنمټ کې ترې  اته پیاوړې کلبونه لوبیږي او هغه لوبغاړي به ترې د کابل لوبډلې ته غوره کیږي کوم چې ښې منډې، ښه توپ اچونه او په کرکټ کې وړتيا او استعداد وښيي.

 د کابل اته غوره لوبډلې چې نن يې سيالي پيل شوه:

۱- افغان اریانا کرکټ کلب

۲- شمشاد کرکټ کلب

۳- المسافي کرکټ کلب

۴- عزیزي بانک کرکټ کلب

۵- شهید عبدالرحیمزی کرکټ کلب

۶- روحاني کرکټ کلب

۷- سپین غر کرکټ کلب

۸- جګدلک کرکټ کلب

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر حامد شینواري د اته ورځیني ټورنمټ پخلی کړی او وايې چې خپلې هسې به ښې ګړندۍ کړي تر څو له دې لارې د هیواد لپاره ښه او په کرکټ پوه لوبغاړي د راتلونکې لپاره وروزي.

دوه مياشتې وړاندې د هېواد د ۵۰ اورونو کورنۍ ولايتي سيالي هم د کابل ولايت لوبډلې وګټله.