د افغانستان د کرکټ بورډ خبرتیا
18.07.2010 15:25د افغانستان کرکټ بورډ پتیلې چې د اکتوبر په میاشت کې د کرکټ د روزونکو(کوچنګ) او لوبڅارو(امپیرانو) تخنیکي څو ورځیني کورسونه د کرکټ د اسیايي شورا په مرسته جوړ کړي. د لوبڅارۍ او روزونکو په کورسونو کې د ګډون شرطونه:
۱ – افغان وي.
۲ – لږ تر لږه تر دولسم پورې یې زده کړې کړي وي.
۳ – په انګلسي ژبه له ګړیدونکي( استاد) څخه اخستنه وکړای شي.
مینه وال کولای شي په لاندې پته خپل او د خپل کرکټ پوهې پیژند لیکونه راواستوي: د افغانستان د کرکټ بورډ تخنیکي مسؤل هستي ګل عابد ۷۶ ودانۍ د ستارې ښونځي ته مخامخ، شش درک، کابل افغانستان.
بریښنا لیک: hastiabid_ah3@yahoo.com
د ګرځنده تلیفون شمېره: ۰۰۹۳۷۸۶۶۶۷۷۸۴
یادونه: د کورسونو ښوونکي به د کرکټ د اسیايي هیوادونو د کرکټ د شورا د کرکټ د زده کړو باتجربه ښوونکي وي.