د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راشد لطيف د افغان کرکټ د توپ وهنې روزونکی شو

کرکټ څانګه 17.07.2010 15:14

د افغانستان کرکټ بورډ ټول افغان ته ويلي دي چې د پاکستان پخوانی کپتان، ويکټ ساتونکی او توپ وهونکی راشد لطيف سره یې پخه کړې ده چې د افغان کرکټ د توپ وهنې روزنه به کوي. راشد لطیف سره مخکې هم څو ځل خبرې شوې وې او یوه مياشت وړاندې کابو و چې تړون ورسره لاسليک کړل شي خو افغان کرکټ بورډ د ځينو لوبغاړو او نورو اغېزمنو کسانو د فشار له امله تړون لاسليک نه کړ.

له موضوع څخه باخبره سرچينې وايي چې کله کرکټ بورډ یوه مياشت مخکې راشد لطیف سره تړون لاسليک نه کړ نو راشد لطیف ډېر زيات خفه شو او دا یې یو ډول سپکاوی هم وګاڼه.

اوس چې افغان کرکټ بورډ نوی اجرايه مشر (حامد شينواری) لري نو نوموړي دا پرېکړه په بېړه وکړه چې د افغان لوبډلې د کمزورې توپ وهنې په بېړه چاره وکړي. راشد لطیف هم رسنيو ته ويلي دي چې د افغان کرکټ بورډ له خوا ورته وړانديز وررسېدلی او ده منلی دی. راشد لطيف وايي چې د تفصيلي تړون د لاسليک په موخه به افغانستان ته سفر کوي.

راشد لطیف به د مشر روزونکي کبيرخان سره یوځای کار کوي. افغان کرکټ بورډ وايي چې راشد لطيف به د پاکستان په ايبټ اباد کې د افغان لوبډلې په کيمپ کې برخه اخلي چې د اګست په مياشت کې په سکاټلينډ کې د سکاټلينډ د لوبډلې سره د لوبو لپاره د چمتو کېدو په موخه ترسره کېږي. افغان لوبډله به په سکاټلينډ کې د اګست له ۱۱مې څخه تر ۱۸مې پورې یوه څلور ورځنۍ او دوه یوه ورځنۍ لوبې کوي. څلور ورځنۍ لوبه د کرکټ د نړيوالې شورا د انترکانتننتل لوبو په ترڅ کې ترسره کېږي او افغانستان ته خورا ارزښت لري. که افغانستان له سکاټلينډ څخه دا لوبه وګټي نو له دې هېواد څخه یې نمرې ښې کېږي او د دې سياليو پايلوبې ته د وتلو چانس یې ډېرېږي. او که یې بایلي نو بيا یې پايلوبې ته د وتلو چانس ډېر کمېږي.

راشد لطیف د جيو تلويزيون ته ويلي دي چې (( زه یو کرکټ کونکی يم او د افغانستان په دې لوبډله کې ډېر استعداد وينم. په افغانستان کې ډېر استعداد شته او کولای شي چې کرکټ په دې هېواد کې تر ټولو ستر ورزش شي او غواړم چې په دې کې مرسته وکړم)). راشد لطیف زياتوي چې افغان لوبغاړي تکړه دي او کولای شي د نورو اسيايي هېوادونه سره سيالي وکړي.

راشد لطيف به يواځې افغان ملي لوبډله نه بلکه د مختلفو پړاونو لوبغاړو ته د توپ وهنې روزنه ورکوي. نوموړي ډيلي ټايمز ته ويلي دي چې (( د افغان ملي لوبډلې تر څنګه به زه خوښ واوسم چې په بنسټيزه کچه هم کار وکړم.))