د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کایناتو انجام او عظیم انقباض

اجمل 15.07.2010 23:32

د قران عظیم الشان د علمی معجزاتو لړی
مولف (هارون یحیی)
ژباړه (اجمل)
پرلپسی لړی:دریمه برخه
د کایناتو انجام او عظیم انقباض:



لکه چی د مخه ذکر شو چی جهان د یوی قوی چاودنی پواسطه شروع شوی دی او د هغی نقطی څخه جهان همیشه د پراخوالی یاتوسع په حال کی دی. پوهان وایی کله چی د جهان کتله په کافی اندازه سره غټه شی، نو بالاخره دغه غټوالی یی پای ته رسیږی او د ثقل د قوی پواسطه د همدا غټه کتله پخپل ځان کی منحل کیږی اوانقباض کوی.
داسی عقیده موجوده ده چی دغه انقباض په یو شدید حرارت سره ختمیږی چی دغه انقباض ته انقباض عظیم یا ( بیګ کرنچ)وایی.چی پدغه وقت کی نور ژوند امکان نلری .
د ستانفورد د پوهنتون د فزیک پوهان پروفیسر اناتاکالوش او پروفیسر اندری لینډ پدی باره کی داسی وایی ((جهان به انقباض وکړی او د منځه به ولاړ شی، ټول شیان چی موږ یی وینو او که یی نه وینو ، به انقباض وکړی او د پروتون په یوه کوچنی ترینه نقطه باندی به بدل شی.))
د ډارک متر یا په پښتو ترجمی سره توره ماده یا توره انرژی په باره کی فزیک پوهانو داسی وړاندینه کړی ده چی دغه ډارک متر یا توره انرژی به منفی شی او په لیری راتلونکی کی به د ټول جهان د اضمحلال یا منحل کیدو سبب شی. اوس ممکن د جهان د ژوند په متوسطو مراحلو کی موږ قرار ولرو.
د بیګ کرنچ یا انقباض عظیم فرضیه داسی وایی چی جهان چی خپل وسعت و تکامل ته ورسوی ، په ډیر سرعت سره به تقبض کوی او خپله کتله به دلاسه ورکوی، او په یوه واحده نقطه چی لایتناهی کثافت لری، سره به بدلیږی.
په قران عظیم الشان کی دغه موضوع داسی بیان شوی ده.
ۚ
يَوْمَ نَطْوِي السَّمَاءَ كَطَيِّ السِّجِلِ لِلْكُتُبِ كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ ۚ نُّعِيدُهُ وَعْدًا عَلَيْنَا ۚ إِنَّا كُنَّا فَاعِلِينَ
(الانبیاء، ۱۰۴)
ترجمه: الله (ج) فرمایی ((هغه ورڅ چی اسمانونه به د طومار په شان یو په بل کی و پیچم، او په هغه اول حال لکه څنګه چی مو پیدا کړی دی هغه حال ته به یی راولم، دا زما وعده ده چی عملی کوم به یی)).

او په یو بل ایت شریف کی داسی ذکر شوی دی
وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِه (الزمر، ۶۷)
ترجمه :(( او د قیامت په ور‎ځ به مځکه ټوله د الله (ج) په قبضه کی وی او اسمانونه پیچلی به د الله (ج) په راسته لاس (قدرت) کی وی ))
د بیګ کرنچ د فرضیی په اساس به جهان تدریجاً منقبض کیږی او بیرته به د مخکنی حالت خواته ځی. بالاخره جهان به د یو لایتناهی کثافت لرونکی وی او بی نهایته به کوچنی کیږی. چی د ساینس دغه فرضیه د قران عظیم الشان د توضیحاتو سره کاملا مطابقت لری.

نوټ:
Dark matter
عبارت د هغه موادو څخه دی چی د ستورو او کهکشان تقریبا ۸۰٪ برخه جوړوی او ددوی په صحیح ډول سره د ماهیت په اساس تر اوسه سم ندی پیژندل شوی، فقط په ستورو او کهکشان باندی ددوی د جاذبی د قوی په اثر ددوی تشخیص شوی دی، چی د ساینس له نظره به دا د نړی د تباهی سبب کیږی.