د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډاکتر ايمل شينواري پرځای ډاکتر حامد شينواری د کرکټ بورډ اجرايوي مشر وټاکل شو

کرکټ څانګه 15.07.2010 13:49

نوی اجرايه مشر حامد شينواری (کيڼي خوا ته) رسنيو ته خبرې کوي، خوا ته یې پخوانی اجرايه مشر ډاکتر ايمل شينواری هم ناست دی.

نن د افغانستان د کرکټ بورډ په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې اعلان وکړ چې ډاکتر ايمل شينواري د کرکټ بورد د اجرايوي مشرله دندې استعفا کړې ده او پر ځای يې ډاکتر حامد شينواری چې تر اوسه مشر غوره کونکی یا چيف سيلکټر و ټاکل شوی دی.

پخواني اجرايه مشر ډاکتر ايمل شينوراي رسنیو ته له دندې څخه د استعفا لامل د خپلو لوړو زده کړو پوره کول وښودل. ايمل شينواری وايي غواړي د لوړو زده کړو لپاره له هېواده بهر سفر وکړي. ايمل شينواري کابو یو کال د کرکټ بورډ مشري وکړه. نوموړی وايي چې د کرکټ بورډ  نوی اجرائیوی مشر په کرکټ پوه او دې دندې ته وړ شخص دی، او هیله ترې کیږي چې د کرکټ پر پرمختګ کې به مهم رول ولوبوي.

نوي اجرايه مشر ډاکټر حامد شینواري خپل پروګرامونه رسنیو ته روښانه کړل او ویې ويل چې د کرکټ بورډ لپاره به ۵ کلنه تګلاره نژدې ورځو کې رسنیو ته وړاندې کړي چې په کې د درې کلونو په موده کې په کابل، کندهار (عينو مېنه)، خوست، او جلال اباد کې د ۴ لوبغالي جوړول هم شامل دي. د شینواري په کاري پلان کې منظمه او بادیسپلینه اداره جوړول او همدارنګه د لومړیتوبونو څخه یې کرکټ بورډ ته پیاوړي کاري ډله جوړول دي.

حامد شينواری وايي چې د کورني کرکټ پر پرمختګ کې د ډیرو لاسته روړنو تږی یم او هیله لرم چې په هیواد کې کرکټ ته ډیرې لاسته راوړنې ولرم.

د کرکټ بورډ مرستیال او سلاکار وزیر شهزاده مسعود او ایمل شینواري  د نوې اجرائیو مشر حامد شینواري په اړه وویل چې وړ او مناسب شخصیت دی، د کار په اداره کې کافي تجربه لري، په انګلیسي ژبه ښه ګړندۍ خبرې کولای شي، د بهرنیو ادارو سره ښې اړیکې او ژر تعامل کولای شي او په کرکټ تر ډیره حده ښه پوهیږي.

شهزاده مسعود په دې باور دی چې حامد شنیواری دې دندې ته ښه انسان دی خو دا یې هم زیاته کړه چې هر څوک په دې دنده کار کوي باید د لوړې حوصلې خاوند وي.