د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان شل اوريزه کورنۍ سيالي وځنډول شوه. له کوچني اختره وروسته به وي.

کرکټ څانګه 14.07.2010 22:46

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې هغه شل اوريزه سيالي چې غوښتل یې د دې مياشتې په پای کې یې په کابل کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ ترسره کړي، ځنډولې ده او له کوچني اختر څخه وروسته به یې ترسره کوي.

پتيل شوې وه چې دا شل اوريزه ولايتي سيالي د جولاي په ۲۴مه ترسره شي خو د کرکټ بورډ وايي چې د سپانسر (اتصالاتو مخابراتي شرکت) او د شمشاد تلويزيون سره (چې دا لوبې به په ژوندۍ بڼه خپروي) له مشورې وروسته دې پرېکړې ته ورسېد چې دا لوبې وځنډوي او له کوچني اختر څخه یې وروسته ترسره کړي.

کوچنی اختر به د سپتمبر د ۹مې شاوخوا وي او معمولا په دې مناسبت په افغانستان کې ۳ ورځې رخصتي وي.

د کرکټ بورډ وايي چې په کابل کې د کرکټ ملي لوبغالی هم دا وخت تيار نه دی او د لوبو ځنډول به ورسره د سيالۍ په ښه توګه منظمولو کې مرسته وکړي. کرکټ بورډ وايي چې تر اختره به لوبغالی هم لوبو ته تيار وي.

د يادونې ده چې دا مهال په کابل کې د کرکټ په لوبغالي کار روان دی چې سټيډيم ترې جوړ کړای شي. کله چې دا سټيديم چمتو شي نو د لوبو د کتونکو لپاره به په کې ځای هم وي.

خو د ځينې ولايتونو د کرکټ استازي بيا په بل اند دي. د کابل د لوبډلې مدير عزيز الله فضلي وايي چې دوی همدې وخت چمتو وو او سيالي بايد په وخت سرته رسېدلې وه. د پروان استازی عظيم الله وايي چې د کرکټ بورډ ورته بېلابېل تاريخونه ورکوي او پرېکړې یې باید کره وي. دی هم وايي چې لوبډلې یې دې لوبو ته ځان چمتو کړی و.

پتيل شوې وه چې د شل اورونو ولايتي سيالي د جون په مياشت کې ترسره شي خو بيا د جولايي مياشتې او اوس د سپتمبر مياشتې ته وځنډول شوه. دا دويمه کورنۍ سيالي ده چې افغان کرکټ بورډ یې په ۲۰۱۰ ز کال کې ترسره کوي. له دې مخکې کرکټ بورډ په برياليتوب سره د پنځوس اوريزو لوبو ولايتي سيالي چې ۲۳ لوبډلو په کې برخه اخيستي وه په کابل کې ترسره کړه چې د افغان کرکټ په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د تلويزيون له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شوه. د شمشاد تلويزيون تېره ولايتي سيالي په ژوندۍ بڼه ښودلې وه او هوډ لري چې د شل اورونو ولايتي سيالۍ هم په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.

د شمشاد تلويزيون مشر پښتون عبدالرحيمزي ټول افغان ته د دې خبرې پخلی کړی او وايي چې د شل اورونو دا سيالي به په لاښه توګه خپروي ځکه چې اوس یې د لوبو په ژونۍ خپرولو کې خپرونکې ډلې ډېر مهارت ترلاسه کړی دی.