د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حفيظ منصور استاد یون په مرګ وګواښه او بريد یې پرې وکړ

خبري څانګه 13.07.2010 20:38

په یو بل پروګرام کې اسماعيل يون د منصور سره په مناظره کې.

د شورای نظار غړي او د متحدې جبهې مشر عبدالحفيظ منصور د افغانستان وتلی ليکوال استاد اسماعيل يون په مرګ وګواښه.

منصور دا کار هغه وخت وکړ چې کله یې د اريانا تلويزيون په یو بحث کې د استاد یون د مباحثې ځواب په ورکولو کې ناکام شو. د ناکامۍ له احساسولو وروسته منصور له واکه ووت او بې منطقۍ ته یې لاس وچاوه.

استاد یون د یوې پوښتنې په ځواب کې اريانا تلويزيون ته په یو ګردي مېز چې د دولت وياند هم په کې ناست و جمعيت ګوند او شورای نظار ته په اشاره (بې له دې چې نوم یې ياد کړي) نيوکې وکړې او ویې ويل چې په دولت کې داسې خلک شته چې هم په دولت کې دي او هم د دولت مخالفت کوي. یون وويل چې داسې وخت هم راغلی دی چې خسر د دولت په مخالفه جبهه کې ولاړ د حق غوښتلو چيغې وهي او زوم یې په دولت کې په ستره دنده کار کوي. نوموړي همداراز د بون پروسې په اړه وويل چې واک یې داسې خلکو ته په لاس کې ورکړل چې د ولس له خوا رټل شوي وو، کابل یې وران کړی و، او د هغوی د ظلمونو له کبله ولس د طالبانو هر کلی کړی و. استاد یون د بون په پروسه کې دا یو داسې عيب وباله چې اوس یې نړيواله ټولنه په افغانستان کې د ماتې سره مخامخ کړې ده.

عبدالحفيظ منصور چې د برهاند الدين رباني د جمعيت اسلامي او د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود د شورای نظار غړی او تل یې په افغانستان کې تعصب او توکميزو لانجو ته لمنه وهلې ده هم په دې ګردي مېز کې ناست و، د دې پر ځای چې د استاد یون نيوکو ته منطفي ځواب ووايي، د هر بحث او مناظرې اخلاق يې پرېښودل او ويې ويل چې د جمعيت ستر جرم دا و چې د طالبانو له سقوط څخه وروسته یې د ((دويمه سقاوي)) کتاب ليکونکی ژوندی پرېښود او ویې ونه واژه.منصور د یو بې ګناه افغان ((نه وژل)) خپل ستر جرم وباله. يانې دا چې د دې بې ګناه افغان وژل یې خپله فريضه ګڼله. له مباحثې وروسته منصور په استاد يون بريد هم وکړ.

د نظار د شورا جنګسالاران وايي چې د ((دويمه سقاوي)) کتاب چې د دوی له رازونو يې پردې پورته کړي دي، ولس ته یې د افغانستان د ځمکني او قومي يووالي په خلاف د دوی دسيسې روښانه کړي دي، پردو ته د شورای نظار په شمول د یو شمېر افغانستان دښمنه ډلګيو خدمتونو او په افغانانو د توکم په نامه له ناکردو پرده پورته کړې ده، د اسماعيل يون ليکنه بولي. عبدالحفيظ منصور بار بار تکرار کړه چې جمعيت بايد دا ستر ((جرم)) نه وای کړی چې د دې کتاب ليکوال یې ژوندی پرېښی وای.

استاد اسمعاعيل يون ټول افغان ته د ټيلي فون په ليکه وويل چې له پروګرام څخه وروسته ورته منصور کنځاوې وکړې او فزيکي بريد یې پرې وکړ چې په بريد کې ناکام شو. استاد اسماعيل يون وايي چې له پروګرام څخه وروسته حفيظ منصور همدا چيغې وهلې چې ((من افغان نيستم و هر کسي که به من افغان ميګويد بد مي کند)).

استاد يون وايي چې منصور نه یواځې په منطق کې پاتې راغی بلکه په بريد کې هم ناکام شو او خپلو شومو موخو ته ونه رسېد.

ټول افغان په افغان دولت او نړيوالې غږ کوي چې د دا ډول بريدونو په مقابل کې د ژوناليستانو او ليکوالانو ساتنه وکړي او پرې نه ږدي چې په افغاني ټولنه کې د بيان ازادي جنګسالاران او ټوپکيان له مرۍ ونيسي او خپه یې کړي.

ټول افغان د افغانستان لويه څارنوالي پړه بولي چې تر اوسه یې یو بې ګناه ليکوال ته د مرګ د ګواښونکی او د هغه د وژلو په قصد بريد کونکی عبدالحفیظ منصورنه دی نيولی او پرې غږ کوي چې څومره زر کېږي عبدالحفيظ منصور د عدالت منګولو ته وسپاري چې پاتې نورو ټوپکيانو ته عبرت وګرځي.

د استاد یون منطقي استدلال او د جنګسالار حفيظ منصور بې منطقه تهديدونو یوه برخه په دې ويډيو کې کتلای شﺉ. د اريانا تلويزيون د منصور هذيان په بيا خپرونه کې نشر نه کړ.