د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ۱۶ کاله ټيټ لوبډلې مالديف ته په ۹ ويکټو ماته ورکړه

کرکټ څاګه 13.07.2010 12:46

د افغانستان د ۱۶ کاله ټيټ لوبغاړو لوبډله چې دا مهال په ماليزيا کې د کرکټ د آسيايي شورا د ۱۶ کاله ټيټ چيلنچ سيالۍ کې برخه اخلي خپله لومړۍ لوبه د مالديف سره وکړه او په ۹ ويکټو یې وګټله.

مالديف پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه خو ټول لوبغاړي يې په ۱۴ اورونو کې په ۳۸ منډو وسوځېدل. قويم ځاځي ۴ ويکټې واخيستې او ۱۳ منډې یې ورکړې. شمس الرحمان کړوخېل ۴ ويکتې واخيستې او ۴ منډې یې ورکړې. د مالدیف په ۳۸ منډو کې ۲۰ منډې اضافي وې چې افغانستان وړيا ورکړې. په بل عبارت مالديف پخپله ټولې ۱۸ منډې کړې وې.

په ځواب کې افغانستان د ۳۹ منډو هدف په ۱۰ اورونو کې د یوې ويکټې په بايللو پوره کړ او لوبه یې په ۹ ويکټو وګټله.

شمس الرحمان کړوخېل د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

افغانستان په خپل ګروپ کې یوه بله لوبه لري چې له بوتان سره به یې د چارشنبې په ورځ ترسره کوي.

د هېواد د شپاړلس کلونو ټيټه لوبډلې دې سيالۍ ته تمري په  اسلام اباد کې ترسره کړی دی. په لوبډله کې ټول ۱۸ لوبغاړي دي چې څلور په کې احتياطي لوبغاړي هم شامل دي. د آسيايي شورا د ۱۶ ټيټ چيلنج کپ د جولای له ۱۲ څخه تر ۱۹م پورې دوام کوي او د افغانستان په ګډون په کې اووه هېوادونهه برخه اخلي.

په دې سفر کې به د افغان لوبډلې روزونکی اسدالله خان او مدير تواب ظفرزی وي.

د شپاړلس کاله ټيټ لوبډله په لاندې توګه ده:

 

 
Shamsurhman Karokhil
Ajmal Kamawal
Sayed Hakim Karimi
Jafar Khan Katawazai
Parwiz Khan
Javed  Ahmadzai
Shafi Mohammad  Murad
Naveenulhaq Tarakhil
Qadeer Zazai
Qayoum Zazai
Abdul Sabor Akhonzada
Sadam Zazai
Shifullah  Mohammad
Yousouf Khan Zazai
   
د لوبډلې روزونکی
Assadullah Khan
   
د لوبډلې مدير
Tawab  Zafarzai

لوبډلې په دوه ګروپونو ويشل شوي دي:

GROUP A   GROUP B
Afghanistan   China
Bhutan   Oman
Maldives   Myanmar
   

Iran

د لوبو مهال ويش:

Mon, July 12 افغانستان او مالديف 
Wed, July 14 افغانستان او بوتان
Sat, July 17 نيمه پايلوبه SF1: A1 v B2 at Penang Sports Club
نيمه پايلوبه SF2: A2 v B1 at Universiti Sains Malaysia
Mon, July 19 پايلوبه : Winners SF1 v SF2 at Penang Sports Club
 څلورم او پنځم مقام: 3rd/4th Playoff: Losers SF1 v SF2 at Universiti Sains Malaysia