د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شهزاد محمدي ته د کرکټ نړیوالې شورا خبرداری ورکړ

کرکټ څانګه 13.07.2010 12:33

د افغانستان ملي لوبډلې ويکټ ساتونکي او توپ وهونکي شهزاد محمدي ته د یوې تېروتنې له امله رسمي خبرداری ورکړ.

د کرکټ نړيوالې شورا په یوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې نوموړي ته رسمي خبرداری ځکه ورکړل شوی دی چې د هالينډ خلاف لوبه کې یې د کرکټ د نړيوالې شورا د لوبو قانون یې مات کړی دی. خبرپاڼه وايي چې کله شهزاد توپ وهنه کوله او شاته د هالينډ ويکټ ساتونکي د نوموړي د کيچ غږ وکړ نو شهزاد لوبڅار ته اشاره وکړه چې مټ یې لګېدلی و او په بيټ نه و لګېدلی.

دا ډول کار د کرکټ د نړيوالې شورا د لوبې د قانون له مخې د کرکټ د روحياتو خلاف کار دی. په خبرپاڼه کې راغلي دي چې شهزاد محمدي خپله تېروتنه منلې ده.