د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هندوستان د دولت د مخالفينو سره د سولې ملاتړ کوي

خبري څانګه 12.07.2010 13:34

سرچينه:The Hindu ورځپاڼه

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير اس ام کريشنا به د جولايي په ۲۰م په کابل کې کېدونکي نړيوال کنفرانس کې برخه اخلي او د دولت د وسلوالو مخالفينو سره د افغان دولت د سولې د پروسې څخه به ملاتړ اعلانوي.

هندوستان وايي چې د افغانستان برخليک بايد پخپله افغانان وټاکي او د نوي ډيلي - کابل تودې اړيکي د هندوستان په ګټه دي. هندوستان به د کابل په کنفرانس کې د بيا رغاونې په اړه بيا خپلې ژمنې تکرار کړي. هندوستان وايي چې د افغاني ادارو د بنسټونو په رغولو او د افغان مامورينو د کفايت په لوړولو کې غواړي نور کار هم وکړي.

تمه ده چې کله کريشنا د کابل په کنفرانس کې ګډون کوي نو ولسمشر کرزي ته به د وسلوالو مخالفينو سره د داسې سولې خبرو چې ((اصلي سوله)) رامنځ ته کوي ملاتړ وکړي.

هندوستان په دې شرط وسلوالو سره د خبرو ملاتړ کوي چې وسلوال د تروريزم سره اړيکي وشلوي، اساسي قانون ته احترام ولري، او د بشري حقوق ومني.

په هېواد کې د سولې پروسې لپاره د هندوستان ملاتړ خورا ارزښتناک دی. هندوستان په سيمه کې یو ستر قدرت دی او په افغانستان کې یې تر اوسه د دوه بليونو ډالرو په شاوخوا کې مرسته او پانګونه کړې ده. د هندوستان مرسته اساسي او روښانه ده. ډېری ښوونځي، سړکونه، روغتونونه او دولتي ادارې یې جوړې کړي دي.

هندوستان د افغانستان سره د لا ډېرې سوداګرۍ په موخه د زرنج - دلارام لوبه لاره هم جوړه کړې ده چې د هرات - کندهار لوبه لاره د ايران د چابهار د بندر له لارې له عربي خليج او د هند د سمندر سره تړي. د چابهار بندر په همدې موخه جوړ شوی دی. پاکستان ډېر کوښښ وکړ چې دا سړک جوړ نه شي او د طالبانو له لارې یې د دې سړک جوړولو په مهال ځانمرګي بريدونه وکړل چې له ۶۰ ډېر افغان پوځيان او یو شمېر هندوستاني انجنيران یې قربانيان وو.

له دې ټولو ناخوالو سره سره د سولې پروسې څخه د هندوستان ملاتړ د دې هېواد په هوښيارۍ او د یو ارام او ملګري افغانستان په لرلو دلالت کوي.