د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کريم خليلي استعفا کړې ده

خبري څانګه 12.07.2010 09:13

ټول افغان باوري سرچينې چې موضوع خبره ده ويلي دي چې د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي لا تر اوسه خفه دی او استعفا یې کړې ده. کريم خليلي لکه یو شمېر نور متعصبه هزاره ګان هغه وخت وپارېدل چې ولسي جرګې لوړو زده كړو وزارت ته نوماند محمد سرور دانش او ترانسپورت وزارت ته نوماند داوود علي نجفي چې د هزاره توکم سره یې تړاو درلود ونه منل.

هغه مهال په ولسي جرګه کې هم ځينو هزاره غړو شور جوړ کړ او یوې غړې (فاطمه نظري) د بدخشان استازى عبدالقدير صياد پر مخ او اوږه د اوبو پر بوتل وويشت. فاطمې د ولسي جرګې غړي تورن کړل چې د پيسو په بدل كې يې رايه وركړې ده. په رسنيو کې د محقق د متعصبې او فاشيستې ډلې غړو تورونه لګول چې د دوی سره تعصب کېږي ځکه دا څوم ځل دی چې هزاره نوماندان نه منل کېږي.

دا په داسې حال کې چې د دې نوماندانو سره د ولسي جرګې له خوا وزيرانو ته د باور په رایه ورکولو پروسه کې پښتانه، تاجک، او ازبک وزيران هم نه دي منل شوي چې ډېر یې د ډیموکراسۍ سره تړلی کار بولي او د ولسي جرګې د خپلواکۍ په اند ورته ګوري.

شنونکي د نجفي او سرور دانش نه منل کېدلو دليل دا بولي چې سرور دانش پخوا هم په خپل وزارت کې د پام وړ کار نه و کړی، د متعصب حزب وحدت غړی دی او د ایران لپاره کار کوي. له بلې خوا داود علي نجفي د ټاکنو په کميسيون کې د دارالانشا مشر و او د ولسمشريزو ټاکنو په ترڅ کې د ټاکنو کميسيون په درغليو کې په لاس لرلو تورن شو.

د دې دوه وزيرانو له نه منل کېدو وروسته د حزب وحدت مشر حاجي محمد محقق چې له نورو توکمونو سره خپل تعصب نه پټوي په کابل ښآر کې مظاهر راوويسته او هيله یې لرله چې مظاهره به افغاني او نړيوالې ټولنې ته وښيي چې دوی شور جوړولی شي او انارشيزم رامنځ ته کولای شي. خو شنونکي په دې باور دي چې په شور وزيران د باور رايه لاس ته نه شي راوړلای او د دوی د ردېدو علت دا بولي چې دا نوماند وزيران د یو داسې خونړي ګوند له خوا ولسي جرګې ته ورپېژندل کېږي چې لاسونه یې د افغان ملت په وينو سره دي او بهرنيانو او په ځانګړې ډول ايران ته کار کوي.

د محقق له مظاهرې څخه وروسته کريم خليلي ولسمشر کرزي ته استعفا وړاندې کړې ده خو سرچينه وايي چې ولسمشر نه ده منلې او خبره همداسې زوړنده پاتې ده.

شنونکي په دې باور دي چې خليلي، محقق او فاطمه نظري په ډول متعصب کسان د هزاره او یا بل چا د حق لپاره جګړه نه بلکه د پردو په لمسون خوشې بلوا جوړوي او دليل یې دا دی چې د پروان استازې شفيقې نوري وايي چې فاطمې نظري ورته ويلي و چې د ترانسپورت وزارت ته نوماند داوود علي نجفي ته رايه ورنه كړي.