د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زړونه دخداي پر ذکرمطمئن کیږي

فیصل جلالي 12.07.2010 10:53

لیکوال: هارون یحی
ژباړن: فیصل جلالي

دامریکا تحقیقاتي ملي مرکز کې د داوید لارسن څیړنې د متدینو او ملحدو اشخاصو پر تله کول حیرانونکې پایلې لرلي. متدین اشخاص له ۶۰ فیصدو نه لږ په ناروغیو اخته کیږي، ځان وژونه په دوی کې له ۱۰۰ فیصد نه لږ دي، دوینې ناروغي دفشار ناروغي همدارنګه نورې ناروغی یې هم ملحدینو څخه لږې دي.

یوه نړیواله مجله راپور ورکوي چې بې عقیدی اشخاص ډیر په ناروغیو اخته کیږي او لنډ عمر لري او ددې ناروغیو احتمال پکې ډیر لیدل کیږي، د شش،معدې اوتنفسي ناروغي اروا پوهان هم ددې راپورسره هم نظره دې یعنې عقیده دانسان اروا ځواکمنوي. دانسان صحت ښه کوي ښایې دغه توضیحات کافي وي.

لیکن مساله هغه وخت واضح کیږی چی علمی تجربه تر سره شی، په الله تعالی ایمان لرل له هرې روانې انګیزې څخه ځواکمن دي. دهارواد د پوهنتون د طب د پوهنځۍ د ډاکتر هربرت پراخې څیړنې حیرانونکې پایلې لري. سره لدی چې ډاکتر هربرت خپله هم ملحد دې. هغه دې نتیجې ته ورسید چی د الله تعالی عبادت په زړه مثت اغیزه لري، هغه ثابته کړه چې هیڅ یوه عقیده په الله جل جلاله د ایمان په اندازه انسان ته روحی ارامتیا نه وربښي، کوم دلیلونه د دې لپاره د ایمان او جسم ترمنځ موجود دي؟


هغه وایې چې روح او جسم د انسان منظم شوي دي چې په الله تعالی ایمان ولري.

نن ورځ پدی حقیقت د طب علم اعتراف کړي، په قران کې الله تعالی فرمایې: ((الا بذکر الله تطمﺉن القلوب)) سورت الرعد آیت ۲۸.

ژباړه: خبردار اوسې چې یواځې د الله په ذکر او یا دولو زړه مطمﺉن کیږي.

ولې هغه څوک چې په الله تعالی ایمان لري او هغه ته عبادت کوي، په روحي او جسمې لحاظ نسبت هغه خلکو ته چې په الله ایمان نلري صحتمند وي.

ځګه چې هغه خلک د خپل د پیدا کیدو له هدف سره سم عمل کوي، هغه فلسفی او سستمونه چې د انسان د خلقت او حقیقت خلاف وي، هر وخت درد لرونکې او غم لړلې وي، معاصر طب پدی اړه نوي پرمختګونه لري. څرنګه چې پاتریک ګلاین وایې: ((په وروستیو ۲۵ و کلونو کې پوهنیزې او ارواپوهنیزې څیړنې دا په ګوته کوي چې دینې اعتقادات د دماغي صحت او خوښۍ ترټولو مناسبې او منطقې لازمی دي)).