د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جلال اباد:دبهسودوپل دنړيدو په حال کې دى!

بلال شينوارى 11.07.2010 13:58

دجلال ابادښار شمالي څنډې ته دبهسودو پل چې خواوشاه پنځوس کاله وړاندې د درې سوه شپيته مترو په اوږدوالي جوړ شوى په تيرو دوه اونيو کې پر دې پر تيريدونکو امريکايي ځواکونو د دوه ځانمرګو بريدونو شاهد و چې دانساني زيان سربيره پله ته هم درانه زيانونه ورواوختل.

اوسمهال دا پل چې دنورستان او کونړ ولايتونوسربيره دننګرهار شپږ ولسوالۍ دجلال اباد له ښار سره نښلوي دباوړوونکو لاريو پرمخ تړل شوى چې له امله په يادو شويو سيمو کې دخوراکي توکيو بيې سل په سلو کې لوړې شويدي.

دجلال اباد ښاروالي وايي چې حکومت ددې پله درغولو توان نه لري. هغه پر نړيواله ټولنه غږ وکړ چې ددې تاريخي او ارزښتناک پل په رغاونه کې ورسره مرسته وکړي.

دننګرهار دټولګټو ادارې مشر انجنير محمدعارف وايي چې دا پل دپنځوسو کالو لپاره جوړ شوى و چې داستهلاک موده يې په راتلونکو درې کالو کې بشپړيږي او نور به دموټر دتګ راتګ جوګه نه وي.

دبهسودو پل دجلال اباد ښار په ښکلا کې ستره ونډه لري په پخوا وختونو کې به دژمي په موسم کې دپله خواوشاه سيمې دځوانانو په ځانګړې توګه دکابلي ځوانانو او انجونو دتفريح مرکز و.