کرزي او پيترياس لانجه کړې ده
11.07.2010 14:53په کابل کې باوري سرچينو ټول افغان ته ويلي دي چې افغان ولسمشر حامد کرزي او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو نوي مشر جنرال ډيويډ پيترياس سره خبرې اړولي دي او ترمنځ یې ژور خپګان رامنځ ته شوی دی.
سرچينه زياتوي چې د داړو خواوو ترمنځ لانجه هغه وخت رامنځ ته شوه چې ولسمشر کرزي له پيترياس څخه وغوښتل چې د پخواني جنرال مکرسټال په لاره ولاړ شي او د ده سره شوې ژمنې ومني چې د دولت د وسلوالو خلاف بريدونو کې به د ولسي وګړو له وژلو ډډه کوي. خو جنرال پيترياس په دې ټينګار کاوه چې ده ته د ولسي وګړو ژوند دومره اهميت نه لري لکه څومره چې ورته د جګړې ګټل اهميت لري او تيار نه دی چې دې ټکي ته پام وکړي.
له خبرو تاوولو وروسته دواړو خواو یو بل ته سپکې سپورې هم ويلي دي او هغه ټکی چې په پښتو کې په ((غ)) او په انګليسي کې په ((F)) پيل کېږي هم کارول شوی دی.
سرچينه وايي چې له لانجې وروسته ولسمشر کرزی ډېر په غوصه و او غوښتل یې چې مطبوعاتي کنفرانس راوغواړي او رسنيو ته خبره روښانه کړي او خلک خبر کړي خو د ملي امنيت سلاکار دادفر رنګين سپنتا، د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول، او د ولسمشر د دفتر مشر عمر داودزي یې ګېره ونيوله چې دا کار ونکړي او خبره رسنيو ته ونه باسي.
له دې مخکې ولسمشر کرزي له ولسمشریزه ټاکنو وروسته د امريکا له ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک سره هم لانجه کړې وه چې د دواړو په سخت خپګان پای ته ورسېده او تر اوسه د داوړو اړيکې خړې دي.