د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حقپال څه وايي؟

عبد الرحمن فدايي 10.07.2010 23:32

يادونه: ټول افغان د ښاغلي حقپال ليکنې - چې دا ليکنه یې په اړه ليکل شوي - نه دي خپرې کړي او نه یې له محتوی خبر دي. د هغې په اړه په دې ليکنه کې ټول ليکل شوي مطالب د دې ليکنې د ليکوال مسوليت دی او ټول افغان حقپال ته پوره حق ورکوي چې ځواب یې ورکړي.

حقپال څه وايي؟

څه وخت کېږي چې دشهادت په وېب پاڼه کې دحقپال او کله هم دموحد په نامه کوم کس ليکنې کوي، دنوموړي ځینې لیکنې داحادیثو په اړه دي، له دغه لیکنو څخه داسې برېښې چې نوموړی احادیث وحی نه بولي، بلکې هغه دپیغمبر صلی الله علیه وسلم شخصي اجتهاد بولي، خو دمحمدي صلی الله علیه وسلم شریعت ځینې داسې حکمونه دي چې په قرآن کریم کې نه دي راغلی او په احادیثو کې راغلي دی، لکه دلمانځه درکعتونو شمېره او په عام ډول دلمانځه کیفیت او څه رنګوالی، دزکات نصاب، دکورنیو خرو دغوښو ناروا والی، نارینوو ته دورېښمو دکارولو حراموالی، د رجم حکم او نور دارنګه ګڼ حکمونه، نو که احادیث وحی نه شي، بیا دغه حکمونه څه رنګه شرعي بڼه غوره کولای شي؟ ددې لپاره چې دغه سوال ته یې ځواب ویلی وي نو وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته داسې پوهه ورکړای شوې وه چې دهغې په مټ په هغو اشارو پوهېدو کومې چې دغو احکامو ته په قرآن کریم کې شوې دي او بل څو ک بیا په دغو اشارو نه پوهېږي او نه هم پرې پوهېدل!
كه څه هم چې دا موضوع خو خورا اوږده او زیاتې علمي څېړنې ته اړتیا لري کوم څه چې سمدستي ناشوني ښکاري، خو بیا هم ددې لپاره چې درانه لوستونکي دغه رنګه ستونزو او خطرونو ته متوجه وي تر څو دنامعلومو او ناڅرګندو لیکوالانو او لیکنو تر اغیزې لاندې را نشي دلته یو څو ټکو ته ددرنو لوستونکو پام را اړول اړین برېښي.
یادونه: دغه لیکنه دشهادت په ویب پاڼه کې دتبصرو په ډول هم لیکل شوې وې، مګر هغوی دنا معلومو لاملونه له کبله له خپلې وېب پاڼې څخه لري کړېدي، نو ځکه مې وغوښتل چې د یوڅه معلوماتو په ور زیاتولو سره دنورو ویب پاڼو له لارې لوستونکي پرې خبر او ویې لولي.
دحقپال له لیکنو داسې ښکاري چې نوموړی هڅه کوي هر څه په خپل عقل ثابت کړي، داسې خبرې چې پرته له صحیح روایت نه يې منل شوني نه دي دی غواړي په خلکو یې ومني، اوس دا خبره حقپال له کومه ځایه کوي چې په قرآن کریم کې دلمانځه رکعتونو ته اشارې شوې دي، خو یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې پوهېده او بل څوک نه پرې پوهېږي؟ په دې کې شک نشته چې د هېچا پوهه درسول الله صلی الله علیه وسلم له پوهې سره نه شي پرتله کېدای، مګر دا خبره چې په قرآن کریم کې داسې اشارې دي چې یوازې پیغمبر صلی الله علیه وسلم پرې پوهېدلو باید دلیل ولري، که دا ومنو چې دحقپال خبره سمه ده، نو دغه اشارې بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ولې خپلو شاګردانو اصحاب کرام رضی الله عنهم ته نه ښودلې؟ ځکه چې دا خو دقرآن دتفسیر یوه برخه ده، نو څنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم دا تفسیر صحابوو ته نه وو کړی؟ او که حقپال دا تفسیر پټ چېرته موندلی وي نو مسلمانانو ته يې دې را وړاندې کړي تر څو خلک پوه شي چې دا دی حقپال درسول الله صلی الله علیه وسلم داسې تفسير پیدا کړی چې څوارلس سوه کاله له صحابوو کرامو څخه رانیولي بیا تر ننه پورې ټول امت ترېنه نا خبره و!! خو حقپال را پیدا کړ!!!
بل دا چې حقپال وایي: ( قرآن د ناواده زناكار سزا په څرگندو الفاظو ټاكلې او ويلي ئې دي چي دواړه اتيا اتيا درې ووهئ، يو هوښيار انسان پوهېږي چي د ناواده زناكار سزا دا وي نو د واده شوي زناکار سزا به څه وي، طبعاً چي دا سزا به حتماً تر هغه زياته وي، رسول الله صلى الله عليه و سلم د داسي زناكار سزا په خپله خوښه نه ده ټاكلې، د قرآن د دغه حكم په رڼا كي او دې ته په پام سره چي په مخكني الهي شريعت كي د دوى سزا رجم وو، فرمايلي چي داسي زناكار به رجم كېږي. موږ وايو چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د دغو لارښوونو منشأ همدغه آيتونه دي، ته وايي دا بېله بېله وحي ده!! پوښتنه كوو: ستا دليل څه دئ؟ دا خبره خو ته له ځانه كوې، رسول الله صلى الله عليه و سلم نه دي ويلي چي په دې اړه ما ته بېله وحي شوې) نو حقپاله! که تاته وویل شي چې ستا دلیل څه دی؟ ته چې دا خبره کوې چې (يو هوښيار انسان پوهېږي چي د ناواده زناكار سزا دا وي نو د واده شوي زناکار سزا به څه وي، طبعاً چي دا سزا به حتماً تر هغه زياته وي ) دا خبره له کومه ځایه کوې؟ دا خو ستا خپله رايه ده، دا زياتوالی له کومه ځايه ته په رجم تفسير وې؟ که يوازې زياتوالی موخه او هدف وي نو بيا خو سل دورې هم زياتوالی دی، دوه سوه هم زياتوالی دی، پنځه سوه هم زياتوالی دی، او ...نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم دغه د رجم سزا ولې وټاکله؟ او بل دا چې که هر هوښيار انسان په دې پوهېدلی نو بيا خو هر هوښیار کس دا سزا ټاکلی شوای، تر دې چې تا هم کولای شوای دا سزا وټاکې!! ځکه ته خو دهوښیارانو په سر کې یې! نو بيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم او ستا او ستا په څېر دنورو دعقل تر منځ خو بالکل هېڅ توپير نشته، کېدا ی شي ته هم يو شرعيت راوړې!!! او له قرآن کريم نه ځانګړي استنباطونه وکړې، او که دا ونشې کولای نو له ليکنې خو دې دا معلومېږي چې ته په هغه څه پوهېږې په کومو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پوهېدو!! والعياذ بالله.
دا خو لا څه راشه دېته چې حقپال ټول صحابه کرام رضی الله عنهم په دې متهموي چې دپيغمبر صلی الله عليه وسلم داحاديثو په ليکلو او په يو کتاب کې را غونډولو په هکله يې ـ والعياذ بالله ـ کوتاهي او تقصیر کړی، وګورۍ دادی څه وایي: ( كه صحابه وو د رسول الله صلى الله عليه و سلم ټول احاديث په يوه كتاب كي راغونډ كړي وى او ټولو پرې اجماع كړې وى نو نن به موږ د متعارضو رواياتو له ستونزي سره مخامخ نه وو، بېلي بېلي داسي مذهبي ډلي به نه وې چي هره يوه ئې ځان ته د رواياتو خاصه لړۍ لري او د هغوى په اړه ړوند تعصب )
اې چې ځان ته حقپال وایې! له الله جل جلاله نه ویرېږه دا څه ګډې وډې وایې؟!
په دې پوهېږې چې ستا ددې خبرې مطلب څه دی؟ ته لږ فکر وکوه دا څه دې لیکلي یو ځل یې بیا ولوله ، کېدای شي پوه شې او توبه وباسې.
ستا له دغه آخرې فقرې څخه داسې ښکاري چې دبېلو بېلو ډلو جوړېدو او ړانده تعصب لامل دا دی چې صحابوو رضی الله عنهم درسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث په یو کتاب کې نه دي را ټول کړي، اجماع یې نه ده پرې کړې! او که یې دا کار کړی وای نو نن به دا ډل بازۍ نه وې!
یانې دا دصحابوو تقصیر او کوتاهي ده! او بیا د یو دوه درې صحابوو نه بلکې د خلفای راشدینو او نورو ټولو جلیل القدره صحابوو رضی الله عنهم!!.
آیا دا جوړ عقل مني چې ابو بکر صدیق، عمر فاروق، عثمان غني، علي المرتضی، ابو هریره، ابی بن کعب، زید بن ثابت، عبد الله بن عباس، عبد الله بن عمر ، عبد الله بن مسعود، عبد الله بن عمرو بن العاص، بي بي عائشي او ...رضي الله تعالی عنهم اجمعین دې درسول الله صلی الله د احادیثو په هکله کوتاهي او بې پروايي کړې وي!!! او دحقپال بیا په یو ویشتمه پېړۍ کې ددې ټولو معززو ویاړلو درنو او قدرمنو صحابوو کمي او کوتاهۍ ته ور پام شوی وي!!!
بیا عجیبه خو لا داده چې دا څلوارلس پېړۍ په ټول اسلامي امت کې دهېچا هم دغه کمي ته پام نه شو، تر څو چې په پنځلسمه پېړۍ کې حقپال را پیدا شو او دخلکو پام يې دغه کمي ته ور واړولو!!! کېدای شي دده په څېر نور ملګري یې هم وي، خو هغه به یوازې ده ته معلوم وي.
حقپال له شیعه ګانو څخه هم دصحابوو په هکله په بې ادبي کولو کې کې ګړندی او زړور دی، ځکه شیعه ګان ټول صحابه مقصر نه بولي، مګر دی داسې ځوان دی چې شیعه ګان يې نصوار هم نه دي!!!
کېدای شي څه وخت وروسته ووايې چې باید دا کار رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی وای صحابوو ته ېې ویلي وای چې زما حدیثونه راټول کړی او په یو کتاب کې یې ولیکۍ، تر څو وروسته بیا ډلې ټپلې جوړې نه شي!!
او تر ټولو مهمه خو لا دا چې حقپال داسلامي امت تر ټولو غوره او درنو خلکو او دهغوی اجماع ته یې دکمي نسبت کړی، دحقپال دغه خبره درسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث مبارک هم تر سوال لاندې را ولي، عَنِ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: ( إِنَّ اللَّهَ لاَ يَجْمَعُ أُمَّتِى - أَوْ قَالَ أُمَّةَ مُحَمَّدٍ -صلى الله عليه وسلم- - عَلَى ضَلاَلَةٍ وَيَدُ اللَّهِ مَعَ الْجَمَاعَةِ ...) رواه الترمذي، باب ما جاء في لزوم الجماعة.
له عبد الله بن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی، وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( بېشکه چې الله جل جلاله زما امت او که یې وویل چې دمحمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ امت په بد او ناسم کار باندې نه را ټولوي، دالله مرسته له ټولي سره ده...)
او امام ابو داود دخپل کتابه په باب ذکر الفتن ودلائلها کې راوړي دي چې ): عَنْ أَبِى مَالِكٍ - يَعْنِى الأَشْعَرِىَّ - قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ اللَّهَ أَجَارَكُمْ مِنْ ثَلاَثِ خِلاَلٍ أَنْ لاَ يَدْعُوَ عَلَيْكُمْ نَبِيُّكُمْ فَتَهْلِكُوا جَمِيعًا وَأَنْ لاَ يَظْهَرَ أَهْلُ الْبَاطِلِ عَلَى أَهْلِ الْحَقِّ وَأَنْ لاَ تَجْتَمِعُوا عَلَى ضَلاَلَةٍ ».
له ابی مالک اشعری رضی الله عنه څخه روایت دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( بېشکه الله جل جلاله تاسو له درې پېښو څخه ساتلي یاست، له دېنه چې ستاسو پیغمبر تاسو ته ښېرا وکړي چې ټول تباه شۍ، او له دې نه چې په تاسو کې دباطل پیروان دحق په پیروانو برلاسي شي، یانې چې کفر په اسلام باندې بر لاسی شي، او له دېنه چې په بد او ناسم کار باندې سره را ټول شۍ )
دادی له دغه مبارکو احادیثو نه څرګندېږي چې درسول الله صلی الله علیه وسلم امت کله
هم په یو بد او ناسم کار باندې نه سره را غونډېږي، نو حقپال چې دصحابوو له لوري په یو کتاب کې داحادیثو نه لیکل او نه راغونډول کمی بولي، مانا یې دا چې ټول اصحاب کرام ددغه کار په نه کولو سره په یو ناسم کار باندې سره یوه خوله شوي وو، او حال دا چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي چې زما امت تر قیامته پورې په یو ناسم کار باندې نه سره راټولېږي، دا خوپرېږده چې دده مبارک ملګري دې پرې را ټول شي.
دادی حقپال خو په ټولو اصحابو کرامو باندې نیوکې پیل کړي دي، کېدای شی په تدریجې توګه نور هم مخکې لاړ شې، الله جل جلاله دې هدایت ورته وکړي.
په پای کې که درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه مبارکې خبرې ته لږ په غور سره پاملرنه وشي، نو څرګنده به شي چې حقپال په کومه لاره روان دی، داسې نه چې دکعبې په نیت ترکستان ته لاړ شي!
عَنْ عَبْد اللَّهِ بْنِ مُغَفَّلٍ الْمُزَنِىِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « اللَّهَ اللَّهَ فِى أَصْحَابِى اللَّهَ اللَّهَ فِى أَصْحَابِى لاَ تَتَّخِذُوهُمْ غَرَضاً بَعْدِى فَمَنْ أَحَبَّهُمْ فَبِحُبِّى أَحَبَّهُمْ وَمَنْ أَبْغَضَهُمْ فَبِبُغْضِى أَبْغَضَهُمْ وَمَنْ آذَاهُمْ فَقَدْ آذَانِى وَمَنْ آذَانِى فَقَدْ آذَى اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ وَمَنْ آذَى اللَّهَ فَيُوشِكُ أَنْ يَأْخُذَهُ » دا حدیث امام احمد په خپل مسند او امام ترمذي رحمهما الله په خپل سنن کې باب فیمن سب اصحاب النبی صلی الله علیه وسلم کې راوړی دی.
ترجمه: ( له عبد الله بن مغفل المزني نه روایت دی ، ده ویلي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( زما د ملګرو په هکله له الله نه ویرېږۍ، زما دملګرو په هکله له الله نه ویرېږۍ ( یانې ددوی په حق کې کمی مه کوۍ، مه يې کنځۍ ، احترام یې کوۍ درناوی يې کوۍ ) ، له ما نه وروسته یې موخه مه ګرځوۍ ( یانې بد مه پسې وایۍ، په حق کې يې بې ادبي مه کوۍ ) که چا مینه ورسره وکوله نو له ماسره دمینې له وجې یې مینه ورسره کړېده ( یانې زه پرې ګران یم نو ځکه زما دملګرو سره مينه کوي ) او که چا بد واېشول نو زما د بداېشولو په وجه یې بد اېشولي دي، ( یانې داکس په اصل کې ما بد اېشوي، نو ځکه زما ملګري بد اېشوي ) او چا چې دوی آزار کړل بېشکه چې زه يې آزار کړی یم او چا چې زه آزار کړم بېشکه چې الله جل جلاله یې آزار کړی ، او چا چې الله جل جلاله آزار کړ نو نېژدې ده چې وبه يې نیسي ( یا خو به په دنیا کې سزا ورکړي او یا په آخرت کې )
حقپال باید دې ته پام وکړي چې په صحابوو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین پسې خبرې کول په اصل کې په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې خبرې کول دي، او په رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې خبرې کول دالله جل جلاله د قهر او غصې لامل ګرځي.