د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان په لومړي ډويژن کې په درېم مقام راغی

کرکټ څانګه 10.07.2010 21:28

د افغانستان ملي لوبډلې نن په لومړي ډويژن کې د هالينډ سره په درېم مقام لوبه وکړه او خپل یې کړ. افغان لوبډله پرون له سکاټلينډ له خوا ماته شوې وه او ویې نشو کړای چې د لومړي ډويژن پايلوبې ته لار ومومي. پايلوبې ته سکاټلينډ او ايرلينډ لاره موندلې وه چې نن د دوی په لوبه کې ايرلينډ وګټله او د لومړي ډويژن اتل شو.

دا لوبې په نړيوالو درجه بنديو کې ارزښتناکه وې. افغانستان چې د دې لوبو دريم مقام لاس ته راوړ په نړۍ کې د کرکټ ۱۴م مقام لري. سکاټلينډ به ۱۳م او ايرلينډ به ۱۲م وي. د لومړي او دويم مقام لپاره نغدي مرستې هم په نظر کې نيول شوي دي چې د ايرلينډ او سکاټلينډ په نصيب شوې.

نن په لوبه کې هالينډ پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. سره د دې چې لومړۍ ويکټه یې په ۴م او دويمه یې په ۸م اور کې له لاسه ورکړه خو درېمه یې تر ۳۳م اور پورې ودرېده او د هالينډ منډې یې ۱۰۵ ته پورته کړې. افغان توپ اچونکو نن هالينډ کابو کړ او په پنځوس اورونو کې یې ترې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۸ منډې وکړې.

په ننۍ لوبه کې د نوي لوبغاړي جاويد احمدي تر څنګ تېز توپ اچونکي افتاب عالم هم توپ واچاوه چې په ۹ اورونو کې یې یوه ويکټه واخيسته او ۵۲ منډې یې ورکړې. مرستيال کپتان ميرويس اشرف هم د لومړي ځل لپاره ولوبول شو. نوموړي شپږ اورونه واچول چې ۲۰ منډې یې په کې ورکړې او دوه ويکټې یې واخيستې. یوه ويکټه محمد نبي او یوه حميد حسن واخيسته.

د افغانستان توپ وهنې ته په کتلو د ۲۱۹ منډو هدف يو څه ستونزمن ښکارېده خو د افغانستان د منځ توپ وهونکو نن ښه لوبه وکړه او د هالينډ له خوا ورکړی هدف یې په ۴۶ اورونو کې پوره کړ.

نن روزونکي کبيرخان او کپتان نوروز منګل په جاويد احمدي او شبير نوري د افغانستان توپ وهنه پيل کړه. خو دواړه زر وسوځېدل. نوري په صفر او احمدي په ۳ منډو بېرته له لوبغالي ووتل.

درېم لوبغاړی شهزاد محمدي لکه مېخ په کريز ودرېد او کپتان نوروز منګل یې ملګرتيا وکړه. شهزاد ۸۲ منډې وکړې او نوروز د شهزاد او اصغر سلامخېل سره له ښو ملګرتيا وروسته په ۲۷ منډو وسوځېد. اصغر ستانکزي بيا ۶۴ منډې وکړې. د نوموړي له سوځېدو وروسته کريم خان صادق او محمد نبي لوبې ته د پای ټکی کېښود. کريم خان صادق ۲۷ او محمد نبي د لوبې په پای کې ۶ منډې وکړې او د ۲۱۹ هدف يې پوره کړ.

بشپړه شمېرپاڼه

د لوبې د انځورونو لپاره دلته ټک ورکړﺉ

د لومړي ډويژن د لوبو په سر کې روزونکي کبيرخان ويلي و چې که دويم مقام لاس ته راوړي نو خوښ به وي. نوموړي ويلي و چې دا لوبې د افغانستان د راتلونکي کرکټ لپاره د پيل یو پړاو دی. امکان لري په همدې موخه روزونکي کبيرخان او کپتان نوروز منګل د افغانستان د توپ اچونې او وهنې په ترتيب کې څو ځله بدلون راوست چې وګوري نوې ملګرتياوې او نوي ترتيبونه د افغان لوبډلې لپاره څومره بريالي ثابتېدای شي. په دې لوبو کې نوي لوبغاړي هم ولوبول شول چې وړتيا یې وکتل شي.

د نوو لوبغاړو لپاره چې کمې نړيوالې لوبې یې کړي دي، دا لوبې ښه تمرين و خو دوی په کې ونه ځلېدل. په ځانګړې ډول د افغانستان توپ وهنې دا په زبات ونه رسوله چې دوامداره پياوړې توپ وهنه ترسره کولی شي. په ځينو لوبو کې لوبغاړي وچلېدل او په ځينو نورو کې بيا وښوېدل چې د توپ وهنې د روزونکي د ټاکلو لپاره یې هغه غوښتنې بيا تازه کړې چې د شل اورونو په نړيوال جام کې د افغان لوبډلې له کمزوري توپ وهنې څخه وروسته شوې وې.