د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لا اله الا الله حقیقت

عبدالرحمن فرقانی 09.07.2010 12:28

اسلامی ارزښتونه ( لسمه برخه )
لیکنه :مودودي
ژباړه : فرقاني

څرنګه مو چې په تیره برخه کې ویلی وو ، چې په راتلوني برخه کې به ان شاء الله هغه لوي حقيقت چې پدې وړه جمله (لا اله الا الله ) كې نغښتي دي وڅیړو. نو راځي چې په لا اله الا الله کې نغښتی لوی حقیقت وګورو .


(1) ترټولو بنسټیز اوارزښتناکه شي د انسان په ژوندانه کې الوهيت يعني د خدايۍ تصور دي , دا پراخه كاينات چې د پيل او پای له پوهيدو څخه يې زموږ ذهن ستومانه كيږي , او د نامالومې زمانې څخه راروان اوتر نامالومې زمانې پورې به جاري وي , او داسې حيرت انګيزه انځورونه پكې جوړيږي چې دانسان عقل ورته حيران پاتي کیږي , د دغه راز كايناتو خدايي يوازې هغه ذات كړاي شي , چى غير محدود وي , هميشنئ وي , چا ته اړمن نه وي , بي نيازه وي , مطلق اوقادر وي , حكيم او دانا وي , په هر څه پوه اوله هر څه نه خبر وي , او هيڅ څه هم لده څخه پټ نوي , په ټولو غالب او هيڅوك د ده له حكم څخه سركشي ونه شي كولاي , د بي شميره قوتونو مالك وي , او د كون ټولو مخاوقاتو ته د ژوند او رزق اړتیاوې د ده له خوا ورسيږي , د عيب , نقصان اوكمزوري له ټولو صفاتوڅځه پاك وي , او د ده په كارونو كى هيڅوك مداخله ونه شي كولاي .
(2) د خدايۍ دا ټول صفات په يوه ذات كى راټوليدل ضروري دي , دا ممكنه نده , چې دوه ذاته دې دا ټول صفات په برابره كچه ولري , ځكه چى پرټولوغالب او پرټولو حاكم خو يو ذات كيدلاي شي , دا هم ممكنه نده چې دا صفات په ډيرو خدايانو وويشل شي . ځكه كه حاكم يو خداي وي , اورازق بل خداي , اوعالم دريم خداي , نو هر يوخدای به بل خدای ته اړمن وي . اوكه يوه خدای له بل خداي سره همكاري ونه كړه نو ټول كاينات به د سترګو په رپ كى نابود شي , دا هم ممكنه نده چې دا صفات له يوه خدای څخه بل خدای ته انتقال يا وليږدول شي , يعني كله د يوه خداي سره وي ، اوكله هم بل خداي ته انتقال شي , ځكه كوم خداي چې په خپله د خپل ځان د ژوندي ساتلو واك ونلري , هغه به ټولو كايناتو ته څرنګه ژوند وبښي , او كوم خداي چى په خپله د خپلى خدايۍ ساتنه نشي كولاي , هغه به په دومره لويو كايناتوڅرنګه حكومت وكړاي شي , نو تا ته چى هرڅومره د علم رڼا او روښنايى حاصليږي , هماغومره ستا يقين پخيږي چى د خدايۍ صفات يوازي په يوه ذات كى ټوليدل ضروري دي .
(3) د خدايى دا كامل او صحيح تصور په خپل ذهن كى كيږده , وروسته ټولو كايناتو ته ځير شه , څومره مخلوقات چى ته ويني , څومره شيان چې د كومې ذريعې په واسطه محسوسوي , تر څومره شيانو پوري چې ستا علم رسيږي , پدې كې يو داسې مخلوق نشته چى دا صفات پكى راټول شوي وي , د نړۍ ټول موجودات اومخلوقات محتاج دي , محكوم دي , جوړيږي او ورانيږي , ژوندي كيږي او مري , هيڅ یو لدې مخلوقاتو څخه په يوه حالت نه پاتي كيږي , هيڅ یو لدغو مخلوقاتو څخه خپلواك ندي ، هيچا ته هم د دغه پياوړي قانون څخه د يوه ويښته په كچه د ىسرغړونې واك نشته , د دغو مخلوقاتو حالت په خپله دا شاهدي وايى چې له دوي څخه يو هم دخدايۍ وړ ندي , په يوه كى هم د خدايى نښه نشته , هيڅ یولدغو مخلوقاتو څخه د الله تعالي په خدايى كى د يوې ذرې په كچه د دخالت وړتیا نلری , دا مانا ده , د لا اله .
(4) د كايناتو په ټولو مخلوقاتوكې د خدايى د صفاتو د نشتوالي نه وروسته بايد ته اقرار وكړي , چى يوبل داسې ذات شته چې تر ټولو دغو مخلوقاتو لوی او لوړ دي , يوازي دا قادرذات د خدايى دصفاتو څیښتن دي , او له هغه پرته بل خداي نشته , دا د الا الله مانا ده . دا تر ټولو لوي علم دي , ته كه هر څومره پلټنه او تحقيق وكړي , نوتا ته به معلومه شي چې دا دعلم پيل هم دي او دا يى پای هم , د طبيعت علم , د رياضي علم , دكميا علم , اوداسې نور انساني علمونه , خلاصه د كايناتو اړوند چى هر څومره علمونه دي , كه له هغه څخه هر يو علم واخلي او پكى هر څومره څیړنه و كړي , په كومه كچه چى پكى پرمختګ كوي, په هغه كچه به د لا اله الا الله صداقت درته څرګنديږي , او ستا يقين اوباور به پري پخيږي , تا ته به د علمي پلټنو په ډګر كې په هر ګام كې دا محسوسيږي , چې لدي لومړني او تر ټولو لوي حقيقت څخه د انكار په پایله کې د كايناتو هر شي بي معنى ښکاری .

د انسان په ژوندانه كې د توحيد د عقيدې اغیزه :

اوس به وګورو چې د لا اله الا الله له منلو څخه د انسان په ژوندانه كې څه اثر پيدا كيږي , او له نه منلو څخه ئې انسان ولي په دنيا او آخرت كى نامرده كيږی .
(1)په دې كليمه باندي ايمان راوړنكى هيڅكله تنګ نظر نشي كيداي , هغه پداسې خداي ایمان راوړي , چې د ځمكو او آسمانونو څيښتن دي , د ختيځ اولوديځ څيښتن , د ټولى نړۍ پالونكى او ساتونكى دي , د دې ايمان په هنداره کې د كايناتو په هر څه كى د الله تعالي لويي ښكاري , د دې ایمان خاوند ټول كاينات د خپل ځان په څير د يوه مالك ملكيت اود يوه پادشاه رعيت ګڼي , د دې کايناتو د مرستې ، مینې او همدردۍ پابند نه پاتي کیږی ، د ده نظرهم د الله تعالی د پادشاهۍ په څیر پراخه کیږی ، په دې خبره هغه خلك نه پوهيږي چې د وړو وړو خدايانو منونكى دي , يا په خداي پورې د انسان ناقص اومحدود صفات تړي , يا هم بلكل خداي نه مني .
(2) دا كليمه په انسان كې په لوړه كچه كرامت او د نفس عزت پالي , پدي باندي ايمان راوړونكى معتقد كيږي چې يوازي يوقادر خداي د ټولو طاقتونو څيښتن دي , له هغه پرته بل څوك چا ته ګټه نشي رسولاي , له هغه پرته بل وژونكى او پیدا کونکی ذات نشته . هيڅوك د ده په څير واكمن او ځواکمن ذات نه دي , دا راز باور اويقين د انسان له زړه څخه ويره او ډار وركوي , د ده سر هيڅ چا ته نه ټيټيږي , د ده لاس بل چا ته نه اوږديږي , د ده په زړه كې د بل چا د لويۍ څیره نه لويږي , دا صفت او څرنګوالى د توحيد له عقيدې څخه پرته په بله عقيده كې نه پيدا كيږي . د شرك , كفر اوالحاد لازمي خصوصيت دا دي چې انسان دي نورو مخلوقاتو په وړاندي سر ټيټ كړي , هغوي د ګټي او نقصان رسونكى وګڼي , له هغوي څخه ويره ولري , او هغوي ته هيله من وي .
(3) د خوددارۍ تر څنګ دا كليمه په انسان كى خشوع اوخاكساري هم پيدا كوي , د دې كليمې منونكى هيڅكله متكبر او مغرور نشي كيدلاي , په خپل قوت , دولت , قابليت , اوعلم باندي فخر او نازكړل , د ده زړه ته لاره نشي پيدا كولاي , ځكه دى پوهيږي چې د ده سره چې هر څه دي هغه خداي جل جلاله ده ته وركړي دي , او خداي تعالي څرنګه چى په وركولو قادر دي , په بيرته اخيستلو ئې هم همدا راز قادر دي . د دې عقيدې په پرتله د الحاد د عقيدې لرونکی سره د كوم كمال په پايله كى تكبر اوغرور پيدا كيږي , ځكه چې دى خپل كمال د خپل قابليت پايله ګڼي . همدا راز د مشرك او كافر سره هم دكبر او غرور پيداكيدل لازمي دي , ځكه مشرك او كافر داسې فكر كوي چې د خدايانو او ديوتاګانو سره د ده داسې ځانګړی تړاو دي چې نور ترينه بې برخې دي .
(4) پدي كليمه باندې ايمان راوړونكى پدي باور وي , چې د نجات او كاميابي لپاره د نفس د پاكيزګۍ او نيك عمل څخه پرته بله لاره نشته , ځكه دى په داسې خداي ايمان راوړي , چې بي نيازه دی , د چا سره هيڅ ډول نيږديكت اوخپلوي نلري , بې ساريه عادل ذات دی و اوهيڅوك د ده په خدايۍ كى مداخله نشي كولاي , د ده اړوند كفار او مشركين مدام د درواغو توقعات په بنسټ خپل ژوندانه تیروي , لدوي څخه ځینی فكر كوي چى د خداي زوي د دوی لپاره کفاره ( د تيروتنې بدل ) شوي , څوك ګمان كوي چى موږ د خداي غوره شوي بندګان يو, نو ځکه موږ ته سزا نه راكول كيږي , څوك ګمان كوي چى زموږ مشران به خدای ته زموږ سفارش وكړي , څوك خپلو ديوتاګانو ته نذررونه مني اوورته هيله من وي , اوپدې باور وي چې دوي ته په دنيا كى د هر څه كولو واك وركړ شوي دي , دا راز بي ځايه عقيده دوي هميشه د ګمراهۍ اوتباهۍ خوا ته وړي , پدي عقيده باندې د اعتماد له كبله په خپل ژوندانه کې د نفس له پاكۍ او نيك عمل څخه غافليږي . پاتي شو ملحد هغه خو اساسا دا باور نلري چى كوم لوي ذات به لده څخه د نيكۍ اوبدٍ پوښتنه كوي , لدي كبله دی په نړۍ كى ځان دچا بنده نه ګڼي , د خدايۍ با وجود دى د خپل نفس د غوښتنو بندګي كوي .

(5) پدي كليمه باندي د ايمان راوړونكي زړه هيڅكله نه ماتيږي او نا اوميده كيږي نه , هغه پداسې خداي ايمان راوړى دی ، چې د ځمكه , آسمانونو او ټولو خزانوڅيښتن دي , هغه خدای چې فضل او كرم ئې بې حسابه دی ، قوتونه ئې بي شميره دي . دا ايمان د ده په زړه كى قرار پيدا كوي , كه هر څومره د دنيا دروازې د ده په مخ وتړل شي , كه هر څومره اسباب او وسايل لده څخه پردي شي , زړه ئې همیشه له هيلو او اوميدونو څخه ډك وي , د خداي تعالي حمايت لده سره وي , او دی يوازي نه پريږدي , او د همدې هيلې په اساس پرلپسي كوښښونه كوي . د زړه قرار او اطمينان د توحيد له عقيدې څخه پرته په بله عقيده كې نشته , مشركين , كفار او ملحدين ټول د زړه خاوندان وي , خو دوي په وړوو او محدودو طاقتونو باندي اعتماد كوي , نو ځكه ستونزې ، نا اوميدۍ او مايوسي زر ورته پيدا كيږي , او په ډيرو دغه راز حا لتونو كې ځان وژنه هم كوي .
(6) پدي كليمه باندې ايمان راوړل په انسان كې د حوصلى , صبر , توكل , اوعزم پياوړى طاقت پيدا كوي , او كله چې د الله تعالى د رضا لپاره په دنيا کې كوم لوي كار ته راولاړيږي , نو د ده په زړه كې دا يقين او باور پيدا كيږي چې ګواكي د ده تر شاه د ځمكى او اسمانونو د پادشاه قوت دي , دا باور دى د غره په څبر پياوړى كوي , كه د نړۍ ټولې ستونزى , مصيبتونه او مخالف قوتونه د ده په خلاف سره يوځاي شي , هم د ده عزم او اراده نشي ما تولاي .

(7) دا كليمه په انسان کې بهادري پیدا کوی , ګوره : اصلا د انسان د بزدلي دوه علتونه كيدلاي شي , يو د مال , دولت ,خپل ځان او اولاد سره مينه او محبت , بل دا چې ګمان وكړي , چې له خداي څخه پرته بل څوک هم د مرګ او ژوند واک او اختیار لری , اوانسان د خپل مرګ د ځنډولو تدبير كړاي شي . د لا اله الا الله په كليمه باندې اعتقاد دا دواړه شيان له زړه څخه وباسي , لومړي علت خو د دې لپاره له زړه څخه وځي , چې د دې كليمه منونكى خپل ځان او مال او هر څه د خداي ملكيت ګڼي , او د خداي د رضا لپاره هرڅه قربان كولو ته تيار وي . او دوهم علت د دې لپاره په زړه کې نه پاتي كيږي , هغه څوك چى لا اله الا الله وايى هغه پدې باور وي , چى د ده ژوند او مرګ يوازي د يو خداي په لاس كې دي , او هيڅوك د ده د ژوند اخيستلو قدرت نلري , كه هغه انسان وي كه حيوان , كه توپ وي كه توره خلاصه كه هرڅه وي , د مرګ اوژوند واك يوازي د خداي سره دي , هغه يو وخت د مرګ لپاره ټاكي , كه د نړۍ ټول قوتونه سره يوځاي شي د چا روح نشي اخيستي , همدا وجه ده , چى په الله تعالى باندي له ايمان راوړنكي څخه ډیر بهادر بل څوک نشی کیدلای ، د ده په وړاندي د تورو ګذارونه د مرميو بارانونه د ځواکونویرغلونه ټول ناكاميږي . كله چى د الله تعالى په لاره كې د جګړى ډګر ته راوځي , نو دخپل قوت په پرتله لس چنده قوت په شا کولای شي . مشركين , كفاراوملحدين دا طاقت له كومه ځاي راوړي ؟ هغوي ته خو خپل ځان ډير ګران وي , هغوي خو ګمان كوي , چى مرګ د دښمن د راتګ سره راځي , او د تيښتي سره يى تښتي .
(8) په لا اله الا الله باندې ايمان په انسان كې قناعت او بې نيازي پيدا كوي , د حرص , هوس , رشك , حسد يا كينه , غوندي ركيك احساساتو څخه د انسان زړه پاکوي , د كاميابۍ د حاصلولو لپاره د نا روا اوذليلو تګلاروخيال هم د ده ذهن ته لاره نشي پيدا كولاي , هغه پوهيږي چې رزق د الله تعالى په واك كى دي , چا ته لږ وركړي , او چا ته ډير وركړي . عزت , طاقت , شهرت , حكومت دا ټول د الله تعالى په واك كې دي , هغه د خپل مصلحت په بنسټ څومره چې غواړی چا ته ورکړی ، ورکوی ئې , زموږ دنده دا ده چې دي خپل واك سره سم په روا توګه خپل كوښښ وكړو , كاميابي او نا كامي خو د الله تعالى په فضل پوري تړلي ده , هغه ئې كى چا ته وركوي د نړي هيڅ طاقت ئې مخنوى نشي كولاي , او كه نه يى وركوي د نړي هيڅ طاقت ئې نشي وركولاي . د دې په پرتله كفار, مشركين او ملحدين خپله كاميابي او ناكامي په خپل زيار او دنيوي طاقتونو پوري تړي , لدي كبله پدوي باندې هوس او حرص مسلط وي , د كاميابۍ د حاصلولو لپاره رشوت , خوش آمد , سازش , او هر ډول ټيټ او سپك كار ته حاضريږي , او پدې اړه بي باكي كوي , د نورو په كاميابي سوځي , په زړه كې كينه پالي , د هغوي د ناكامى لپاره هر ډول سپك او ټيټ تدبيرونه په كار اچوي .
(9) تر ټولو لوي حقيقت خو دا دي , چې د لا اله الا الله اعتقاد سړي د الله تعالى د قانون پابند ګرځوي , پدې كليمه باندې ایمان راوړونكى پدې باور كيږي , چى الله تعالى د هر پټ او ښكاره كار څخه خبر دي , زموږ له شارګ څخه هم موږ ته لنډ دي , كه موږ د شپې په تياره كې په كومه ګوښه كې كومه ګناه وكړو , الله تعالى ورڅخه خبر وي , كه د موږ په زړه كې كومه ناوړه اراده پيدا شي , الله تعالى ورڅخه خبر وي , موږ له هرچا څخه ځان پټولي شوو, خود الله تعالى نه نشو پټيدلاي , له هرچا نه تښتيدلاي شوو, خو د الله تعالى د سلطنت نه نشوو وتلي , له هرچا نه ځان خلاصولي شوو, خو دالله تعالى له نيوكې نشو خلاصيدلاي , دا يقين چى هر څومره پخيږي په هغه كچه موږ د الله تعالى د احكامواطاعت كونكي ګرځوو , كوم شي چى الله تعالى حرام كړي دي هغه ته نيږدې کیږی هم نه , او د كوم شي حكم ئې چى كړي ,هغه كارانسان په تياره كى او په يوازې توګه هم پرځای کوی , ځكه چې د ده سره يوداسې پوليس ګمارل شوي دي چى هيڅ كله د ده له نظارت څخه نه غافلیږی , او دی يو داسې محكمى ته د حساب وركوني لپاره حاضريږي , چى له حاضرۍ څخه هيچيرې نشی پټيدلاي . لدې کبله د مسلمان لپاره لومړی او تر ټولو مخكنى شرط په لا اله الا الله باندې ايمان راوړل دي , مسلمان لكه چې وړاندي مو وضاحت وكړ, د الله تعالى فرمانبردار بنده ته وايى , اود الله تعالى فرمانبرداري لدې پرته ممكنه نده , تر څو چې پدې خبره ايمان را نه وړی , چى د الله تعالى څخه پرته بل اله نشته دی .
د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په تعليم او روزنه كې تر ټلومهم اوبنيادي بنسټ په الله تعالى باندي ايمان راوړل دي , دا د اسلام بنياد دي , دا داسلام تهداب دي , دا داسلام د قوت چينه ده . د دى سره سره چې د اسلام هر څومره قوانين ,احكام ,عبادات اواعتقادات دي , ټول په همدي بنياد باندې ولاړ دي , او ټولو ته له همدې مركز څخه قوت حاصليږی , د دې بنیاد د ړنګيدا څخه وروسته د اسلام هيڅ څه نه پاتي كيږي .
نور بيا .