د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لومړی ډويژن: سکاټلينډ افغانستان ته په ۲ ويکټو ماته ورکړه او د پرمختګ مخه یې ډب کړه

کرکټ څانګه 09.07.2010 13:24

د کرکټ د نړيوالې شورا د لومړي ډويژن په ترڅ کې نن افغانستان د سکاټلينډ سره برخليک ټاکونکي لوبه وکړه. پچه افغانستان وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. خو لومړۍ دوه ويکټې چې د کريم خان صادق او جاويد احمدي وې زر زر وغورزېدې. کريم صادق ۲ او جاويد احمدي ۳ منډې ترسره کړې.

د سکاټلينډ توپ اچونکو تر پايه ښه توپ واچاوه. د افغانستان یو توپ وهونکي هم نن د اړتيا سره مناسب توپ وهنه ونه کړه. په درېمه ويکټه شهزاد محمدي ودرېد خو له ۳۴ منډو جوړولو وروسته په منډه وسوځېد. د افغانستان بيتڼګ هغه وخت بل سخت ګوذار وخوړ چې نور علي په ۱۵ منډو وسوځېد.

سره د دې چې کپتان نوروز منګل تر پایه ودرېد او ۳۸ منډې یې وکړې خو له اصغر سلامخېل څخه پرته چې ۲۴ منډې یې وکړې چا هم ورسره ملګرتوب ونه کړ. شاهپور په صفر، محمد نبي په ۴، سميع الله شينواری په ۱، خالقداد په ۲ او حميد حسن په ۹ منډو وسوځېدل او سکاټلينډ ته یې د ۱۴۲ اسانه هدف ورکړ.

نن د افغانستان توپ وهنې دا وښوده چې پرمختګ په کې نه دی راغلی او د توپ وهنې روزونکي ته عاجله اړتيا لري.

د افغانستان توپ اچونکو خواري وکړه چې د سکاټلينډ منډې کنترول کړي. خو هدف کم او ويکټې ډېرې وې. افغان توپ اچونکو د معمول په توګه نن هم ډېر اضافي منډې ورکړې چې د دوی په ماته کې یې ښه مرسته وکړه. افغان لوبډلې نن ۲۲ اضافي منډې ورکړې په داسې حال کې چې ټول هدف ۱۴۲ منډې و. افغانانو د سکاټلينډ ۸ ويکټې وغورزولې خو ویې نشو کړای چې له هدفه دفاع وکړي او سکاټلينډ په ۴۴ اورونو کې وکړای شول چې هدف پوره کړي.

په دې ترتيب افغانستان له پايلوبې پاتې شو او سبا ته به د هالينډ سره په درېم او څلورم مقام لوبه کوي. پايلوبې ته سکاټلينډ او ايرلينډ بريالي شوي دي.

یو کال وړاندې افغانستان په دا ډول سياليو کې پنځم او سکاټلينډ شپږم و. خو د کرکټ افغان مينه وال په تمه وو چې لوبډله به یې د دې سياليو اتلولي خپلوي. په داسې حال کې چې سکاټلينډ پايلوبې ته ځان ورساوه، افغان لوبډله ترې پاتې او په درېم او څلورم مقام به لوبه کوي.

افغان لوبغاړو دې لوبې ته سم تياری نه و نيولی. لوبډلې د هالينډ لوبو ته د جلال اباد په ډول ګرمه سيمه کې تمرين وکړ چې د هوا درجه په کې ۴۰ وه په داسې حال کې چې په هالينډ کې د هوا درجه د ۲۰ په شاوخوا کې وه.

په افغان کرکټ کې له دې سيالۍ مخکې د یو شمېر لوبغاړو او کرکټ بورډ چارواکو ترمنځ یو لړ اختلافات او لانجې رابرسېره شوې چې ځينو لوبغاړو په کې هالينډ ته نه تللو دړکه هم کړې وه. د لانجو په پايله کې د هالينډ له تګ څخه مخکې کابو دوه اونۍ ضايع شوې. د لوبډلې روزونکی کبيرخان هم د شل اورونو له نړیوال جام څخه وروسته په انګلستان کې د تداوي لپاره تللی و او عمليات یې کړی و. له سيالۍ څخه څو ورځې وړاندې د جلال اباد کيمپ ته ورسېد.

له دې سيالۍ مخکې تمه وه چې د پاکستان پخوانی کپتان راشد لطيف به د افغانستان د توپ وهنې روزنه پيلوي خو په اخري شيبو کې افغان کرکټ بورډ د نوموړي سره تړون لاسليک نه کړ او افغان لوبغاړي هالينډ ته د توپ وهنې له روزنې پرته ولاړل. د کرکټ بورډ د راشد لطیف سره د تړون نه لاسليک کولو پړه په یو شمېر لوبغاړو او په کرکټ کې په ځينو اغېزمنو کسانو اچوي او وايي د راشد لطیف سره تړون یې د دوی په غوښتنه لاسليک نه کړ.

پايلوبې ته په پاتې راتللو کې افغان لوبډلې دا چانس له لاسه ورکړ چې لږ تر لږه یې هغه افغانان چې انترنت ته لاس رسی لري په ژوندۍ بڼه وګوري. د ايرلينډ او سکاټلينډ ترمنځ پايلوبه به د ESPN STAR ويبپاڼې له خوا په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.

د کرکټ نړيوالې شورا په ویبپاڼه بشپړ شمېرپاڼه

په ننۍ لوبه کې افغان لوبډله:

نور علي، محمد شهزاد،جاويد احمدي، نوروز منګل، اصغر ستانکزی، کريم صادق، محمد نبي، سميع الله شينواری، خالقداد نوري، حميد حسن او شاهپور ځدراڼ،

نن په لوبډله کې دولت احمدزی، ميرويس اشرف، افتاب عالم او شبير نوري نه لوبېږي.