د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هندی اروپایی ژبو کښی دپښتو،اوپارسی دری ژبو دریځ

انجینر محمود صافی 09.07.2010 00:06

ژبو ته بیلی بیلی کتنی :

 

            ژبه په حقیقت کی دیوملیت څیره (هویت) تشکیلوی .که چیری ژبه مړه شووه هغه ملیت مړدی .ژبه یوڅوطبقه یزه پدیده ده.هرکله چه مونږ خپل نقطه نظر بدلووه ژبه دمنشور په شان په بیله بیله بڼه څرګندیږی خو ژبپوهان ژبه په متساوی الزمانه توګه ترتحقیق لاندی نیسی .ترڅوچه دژبی په یوټاکلی وخت موجود خصوصیتونه معلوم شی .ترڅودژبی دانکشاف تاریخی حالتونه وټاکل شی.دژبپوهنی په تاریخ کښی هره ساحی اوهرنقطه نظرتل برابراهمیت نه درلود .وروسته له دی چه ۱۸ پیړی په اخرکی کښی دهندی ،اروپائیو ژبو خپلولی اختراع شووه.تاریخی او مقایسوی ژبپوهنه په اروپا کی شګوفه شووه.د چارلزډاروین دتحول دنظری څخه الهام واخیسته اوژبپوهانو وغوښتل چه ژبپوهنه دطبیعت پیژندنی په شان دقیق علم شی.ددی دپاره چه دمړواوژوندیوژبو اصل اونصب معلوم شی.دهرڅه نه مخکی داوازونو دبدلیدو قوانین دطبعی قوانینو په شان ولیدل شوول نو دژبپوهنی په تاریخ کی دژبودنسب اوخپلولی نظریه ترټولو لویه اختراع وه.دژبپوهنی په تاریخ کښی دژبودنسب اوخپلولی نظریه عادتآ په هغو زمانو کښی زیاته توجه ورکول کیدله چه په ټولنه کی له تاریخ سره خاصه مینه څرګندیدله ،چه دانسان تاریخی هویت او دقدیمو دودونوسره محبت یی هم په ټولنه کښی له ټولوزیات اهمیت درلود .   مګر دژبی شکل اوخصوصیتونه نه یواځی په اصل اونسب یی اړه لری .په تاریخ کی ژبی دنورو ژبو سره تماس پیدا کوی اوددی په نتیجه کښی یو پر بل باندی اغیزه کوی .په تاریخی ژبپوهنه کښی دژبو تماسونه اونتیجو ته یی ځینی وخت په مناسبه اندازه اهمیت نه ورکول کیږی.                                                                            

په آریایی ژبوکی دپښتو ژبی تاریخی اوجغرافیوی دریځ:

پښتو دیوی باختری ژبی په توګه!

پښتو دپښتنو ژبه ده.پشتانه دافغانستان تر ټولو اوسیدونکوپخوانی ډیری(بومی اکثریت)وګړنی ډله ده. جغرافیوی پلوه په شمال ختیزوسیمو(پامیر،بلخ...)اړه لری دپښتنو نیکونه (د سکه،ساکه،کاسیانو،او

ساکانو)په نومونویادیدل اوپښتوهم دساکی ژبی لمسی یاده شویده.نوری ساکی ژبی له اړوندوسکه ټبرونوسره،لکه:اوسیتی(قفقاز)اود ولسونه ترد یارولسو(۱۲ ـ۱۳)پامیری ژبی یی له نژدی خویندو څخه ګڼل کیږی.ساکان داویستاییانو،پرتیانو،مادیانو،اوپارسیانوترڅنګه پنځم آریائی تبرګڼل ګیږی.چی تر زیږد (میلاد)پیړی  له مخه یی له منځنی ختیز اوکوکاسه (قفقازه)تر شمال لویدیزچین،هندوکشمیره ستری ستری امپراتوری رامنځته کړیدی اودسکندر مقدونی په مشرۍ یی دیونانی یرغلګرو په وړاندی دخپل اصلی ټاټوبی (باکتریا یابلخ اوداموشاوخواسیمو)دفاع کړی اووروسته بیایی دلومړی خپلواک افغانی دولت په توګه یونانی باختری واکمنې رامنځته کړی ده.ترنن څخه(۲۱۹۶) کاله په خواه یوه برخه ساکان له شماله سویل ته راوکوچیدل اودهلمند ناوی کښتنی سیمه زرنج په خپل نامه«ساکستان»و

نوماوه چه وروسته پر«سیستان» واوښت په دوهمه زیږدی میلادی پیړی کښی چه دساکستان امپراطوری ړنګه شووه،په شمال کی ساکی توکمو کوشانیانو دبلی امپراتوری بنسټ کیښود چه دهیوادپرشمال ،لویدیځ اوسویل سربیره یی شمال لویدیزهند اوکشمیرهم په خپله ولکه کی راوستل.پښتنو ساکانوپه غورو،هرات،اودهلمنداوارغنداب په ورشووکی ترغوړی مرغي اراکوزیا یااوسنی ارغستان ،اوکسی غره ترلمنوبیلا بیلی سیمه واکی«ملوک الطوایفی» رامنځته کړی اووروسته ترسیندو،هند،اوکشمیره خپاره شوول په دی توګه پښتوله هندی آریایی ژبوڅخه اغیزمنه شووه اوډیر څه یی تری په خپله ځولی کی راواخیستل،(اخځ پښتو اوپښتانه دژبپوهنی په رڼا کی) 

۲ : دژبو په تاریخ کښی ګډیده اوڅانګه څانګه کیدنه:      

                      ژبی هم داصل او نسب پر اساس په بیلو بیلو ډلو ویشل کیږی چه نسبی روابط یی په دغسی شجروکی ښوول کیدلی شی او هغه جریان چه ددی نظری اساس تشکیلوی دژبو بیلوالی او څا نګه څا نګه کیدنه ده یعنی هغه ټولنیزه ډلو چه پخواه یی په مشترکه یوه ژبه خبری کولی دکوچ اومهاجرت کولو په نتیجه کی ،بیلی ، بیلی ،کیدلی او په تدریج لهجی یی  هم سره بیلی شوی تر څو پوری چه مختلفی ژبی پیدا شوی .انسانان عادتآ سره له خپلوانو خیښان هم لری او خیښانو ته دهغوی دنفوذ په اندازه کورنی اهمیت ورکول کیږی او همدارنګه ژبی یودبل سره تما س پیداکوی اودحالت په مطابق یو پر بل باندی اغیزه کوی .په دی کی هیڅ شک نشته دی چه پښتو ژبه هم ځینی خصوصیتونه لری چه دهغوی استعاری خیښان دژبی دتاثیر په نتیجه کی یو پر بل باندی پیدا شوول نورو ژبو چه یا ډیره خپلوی سره لرله اوکه نه لرله ،نو کله چه دپښتو سره تماس پیدا کړه ، په پښتو باندی اغیز وکړه او پښتو دخپل دخواه پر هغو هم تاثیر کاوه دغسی اغیزی دژبی په مختلفو اړخونو کی پیدا کیږی یا دکلماتوپه مجموعه کښی یا په آوازونو یا په لیک ښود او دژبی په اصطلاحاتو او وزن کښی ،ژبپوهان دژبو متقابلی اغیزی ته دژبو ګډیده وایی.کله کله دژبو ګډیده لا تر اصل اونصب ډیر تاثیر کوی.

 ۳ : پښتو دهندی اروپائی ژبو په منځ کښی :                 

                 دهندی اروپائی ژبو خپلولی دوه سوه کاله پخواه اختراع شووه . داروپا  دهندوستان ،او دپاکستان تقریبآ تولی ژبی ،اودافغانستان اودنورو سیمو چه داروپا ، هند او پاکستان په منځ کی واقع دی دژبو اکثریت یی دهندی اروپائی ژبو سره تعلق لری اودا ژبی خپلولی لرونکی ژبی ګڼل کیږی .ځکه چه دیوی قدیمی ژبی مشترک وارثونه ګڼل ګیږی چه هغه قدیمه ژبه اوس ژوندی نده اومستقیم مآخذونه اومنابع هم موجود ندی هغه تاریخی ژبه دهندی اروپائی ژبی سلف ګڼل کیږی. پښتو دهندی اروپائی ژبو په منځ کی داریائی ژبو دډلی سره تعلق لری داریائی مفهوم دلته هغه معنی ورکوی چه ددی ډلی ژبی مخصوصآ دهندی ژبو سره  نژدی دی او په یوه لویه کورنی سره یو کیدلی شی چه دا کورنی هندی اریائی نومیږی .دأریائی او هندی ژبو مخصوصه ورته والی اوخپلولی له قدیمی خطی مآخذونوڅخه معلومیږی چه په هغه ژبو کی وجود لری داوستا مدحیی اوویدونه هم مضمون یی ، هم لغات اوهم د ځایو او اربابو نومونه چه دهغو دمتنونو په لا تر ټولو قدیمو بخشو کی ذکر شوی دی دهغه ثبوت امکان ورکوی چه دهغو متنونو موءلفین په یوه ژبه ،او یا پر ډیرو لهجو یی خبری کولی .سربیره پر دی دځینو ځایو نومونه چه په هغه متنونو کښی ذکر شویدی ددی ثبوت امکان ورکوی چه هغه اریائی خلک چه په منځنی اسیاکی دهندوکش دغره په شمالی سیمو کښی اوسیدل .که له چه (۳۵۰۰) کله په خواه هندی خلکو دهندوستان طرف ته   کوچ او مهاجرت وکړه . هندی آریائی لهجی څانګه څانګه شولی او دهغوی دژبی یووالی په تدریج له منځه لاړه .وروسته له دی نورو آریائی خلکو ځینی ډلی نورو سیمو ته  وکوچیدلی او دهغه مهاجرتونو په نتیجه کی ددوی ژبی او لهجی هم څانګه څانګه شولی بل اخره ددوی ژبی په  دوه لویو ډلو تقسیم کیدلی شی .چه مونږ ورته لویدیځ آریائی ژبی ، اوختیز آریائی ژبی. وایو

داوسنیو آریائی ژبو علمی درجه بندی دهغوی دخصوصیتونو په اساس وټاکل شووه.چه دقدیمو أریائی مهاجرتونو او بیلوالی داغیزو په نتیجه کی پیدا شول.په دی اساس پارسی دری ،اوتاجیکی په علمی درجه بندی کښی لویدیزاریائی ژبی ګڼل کیږی .په اوسنی وخت کښی دټولو آریائی ژبو چه دسیمی په شمال شرقی برخه کښی رواج لری (دپامیر په غرونو کی) له بلی خواه اسیتی ژبه په علمی درجه بندی کښی ختیز آریائی ژبه ګڼل ګیږی .خو دټولو اوسنیو آریائی ژبو دسیمی په شمال غرب کښی مروجه ده.               اوسنی (ژوندی) ختیزی آریائی ژبی داسی دی .  

                                 پښتو ،اور مړی اوپراچی ،منجی اویدغه ،پامیری ژبی ،واخی/وخانی ،شغنی،روشانی،یزغولامی،برتنګی ،سری قولی ،سنګلیچی ،اشکسمی اوزیباکی، یغنوبی،اسیتی،دویونکودشمیر په اساس پښتو دټولو اریائی ژبو لویه ده .داسیتی ژبی دوایونکو شمیر ترنیم میلونه زیات دی ،خو دنورو ختیز آریائی ژبو دوایونکو شمیره یوازی په زرګونو حسابیږی .ټول ختیز أریائی ژبی مشترک نسب لری اودمړوختیزو أریائی ژبو سره لکه باختری ،سعدی ،او یا ځینی مشترک خصوصیتونو او روابط لری .خویوازی دیغنوبی ژبی دپاره چه په تاجیکستان کښی رواج لری له یوی سعدی لهجی سره مستقیمه رابط ثابت کیدای شی .                     

                             داوسنیو أریائی ژبو په منځ کښی یوازی پارسی ،کردی ،اوپښتو او تر یوی اندازی پوری اسیتی او بلوجی هم خط لری پاتی شوی اوسنی آریائی ژبی خط نلری او داوسنیو آریائی ژبو په دوه ډلوویشلو دپاره په کافی اندازه سره ښکاره دلایل موجود دی.چاچه داول ځل دپاره پښتو ژبه دآریائی څانګی سره وټړله هغه شیلی ډیوردی ده په خپل هغه آثرکی چی «دمقایسوی فلالوژی اجمال»نومیږی اوپه کال ۱۸۵۳ کی خپور شوی دی پښتو اساسأ دآریائی ژبو په قطارکی ودروله.                                                     

 دژبو دمطالعاتولوی عالم ماکس میولر ،هم پښتوله أریائی ژبوسره مربوطه وګڼله ده په خپل هغه أثرکی چه عنوان یی دی «په شرق کی دجګړی دمرکزژبی» اوپه کال۱۸۵۵ کی خپورشو.افغانی یا پښتودخپل ګرامر په لحاظ دپارس دژبوله ډلی سره تړلی ده.میولر وروسته په خپل بل آثرکی«افغانانوژبه»کی چه کال ۱۸۶۲ کال کی خپور شو.پښتو یی دآریائی ژبو په شرقی ډلی پوری مربوط وګڼله او په دی ترتیب یی له «زند»سره ونښلوله .                                                                                    پاټ په کال ۱۸۳۳ کی اروپائی ژبی په پنځوکورنیو ویشی اوپښتو ،پارسی،دواړه په دوهمه کورنی پوری مربوط ګڼی.                               داکترآرنست ترومپ دخپلو مطالعاتو اوڅیړونو په لړکی چه پښتو ګرامر یی هم لیکلی دی پښتودسندی اوپنجابی کلماتو څخه اغیز منه شوی ده.         پروفیسوراډلنګ هم پښتویوه ځانته مستقله او خاصه ژبه وبلله. وبلله.اوشیلرډیوروائی پښتو ځانته په یوه خاصه اوابتکاری طریقه ځانته  انکشاف ورکړیدی.ډورن هم خپله دپښتو په باره کی نظر لری اووائی چه پشتانه نه دایرانیانو له پښته دی اونه دهندیانو بلکه ددی دواړو ترمنځ مستقل قوم دی.جان ملکم هم په دی   برخه کی ورته نظر لری اولیکی چه پښتانه له فارسیانو اوهندیانو نه متفاوت خلک دی .                                         ستر فرانسوی لوی عالم او ستر مستشرق جیمزډارمسټتر دی ده په خپل درانه آثر کی چه «دافغانانو ولسی سندری نومیږی»پښتو او «زند» یی په ډیر تفصیل اودقت سره مقایسه کړی دی او پای کی دی نتیجی ته رسیدلی دی چه پښتود«زند»سره دومره نژدی ارتباط لری لکه چه نوی فارسی دزړی فارسی سره لری اوپه دی ډول یی پښتو دهندوأریائی ژبو دلویی ډلی دأریائی دلی په شرقی دلګی پوری مربوط وګڼله اوپه  داګه یی ګړه چه پښتو «زند»ته نژدی یوه بله ژبه ده.او پښتو ژبی دشمالی هندی ژبو عناصر هم په خلاص لاس او پراخه پیمانه کسب کړیدی.مارګنسټرن چه دپبښتو ژبی په تیره بیا دهغی دتاریخی مقایسوی څیړنی په برخه کی دډیراوچت صلاحیت خاوند دی  وایی چه پښتوله اصله یوه دساکا لهجه ده.دی خبری ته دوام ورکوی او وایی ددی امکان شته چه سړی ددی دواړو ژبوډیرنژدی اړیکی تسبیت کړی ددی علماوه له نظره پښتوژبه دوه زره کاله په خواه معمول وه.او په ننی پښتون خواه کی مسلط وه.او اوس سوال دادی چه پښتوژبی دادومره دهندی ژبی خوصوصیات دکم ځایه کړه؟ جواب دادی چه پښتو ژبه یوه آریائی ژبه ده اودهندی ژبی ډیرزیات عناصر وروسته ورداخل شویدی.او بل قوی احتمال دادی چه پښتوژبه اوپښتانه دهندوستان تریوی قوی اوطولانی،سیاسی اوثقافتی سلطی لاندی راغلی وه.اودادوره دموریا دکورنی دواکداری عصردی چه دچندراګوپناه دواکداری له سرنه چه «۳۲۳ ق م» پیل شوی او داشوکا په مرګ «۲۲۷ ق م» پای ته رسیدلی اونژدی سل کاله یی دوام ګړیدی په واقیعت کښی دایواځینی دوره ده چه کیدا ی شی پښتوژبی ته دهندی ژبی خوصوصیات په قوت سره ورننوتی وی.او ددی معنی داده چه پښتو باید «۲۵۰۰ »کاله په خواه اوتر هغه هم وړاندی زړه ژبه وی. په پای کښی باید وویل شی چه پښتو ، پارسی دری ،زمونږ دوطن دوه رسمی ژبی دی چه پیدایښت اومنشه یی تقریبآ یوه ده اودواړه آریائی ژبی دی زمونږ افغانانودپاره دواړه قابل دقبول دی .دالنډ معلومات دهغه دوستانو دپاره چه په دی برخه کی تنګ نظری لری وړاندی کوم ترڅودهغوی زهنی سوالوته موځواب ویلی اوسی.او په ډیر پراخ نظر دخپل وطن ژبو ته احترام ولرو . 

یاداشت:

دمحترمو لوستونکو دپاره دهندو اروپایی ژبوشجره په لاندی شکل کښی وګوری.

  

 

اخیستنه :                                                                   ۱ : پښتو مقالی دپوهاند دوکتور مجاوراحمد  «زیار»                            ۲ : رڼا او دفاع تاریخ پوهاند حسن    «کاکړ»دپښتوژبی اصل اوریښه دکتاب مخ ۹۴ .                                       

۳ :  دوکتور لوتس «ژبهاک» دبرلین دهومبولډ پوهنتون دارین پوهنی استاد.او دافغانستان دتاریخ اوژبو متخصص.کنفرانسونه اومقالی.