د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هالنډ کي د ملي لوبډلي ستاينيزه غونډه جوړه سوه

نذيراحمد نذير 08.07.2010 17:25

په هالنډ کې میشتو او په ځانګړې توګه د امستردام په نړیوال هوايي ډګر کې د کارکوونکو افغانانو په لګښت د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د ستاینې په موخه نن ماښام د بیفروایک په ښار کې یوه ستاینیزه غونډه جوړه شوې وه.

غونډه چې د ماښامنۍ له خوړلو وروسته شروع شوه په پیل کې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي سلاکار وزیر شهزاده مسعود چې په لمړي ډيوژن کې د ملي لوبډلې ملګرتیا کوي خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې په افغانستان کې د سپورټ ډېرې لوبې کیږي خو کرکټ به لږ وخت کې ډير پرمختګ وکړ او افغانستان ته یې ستر ویاړونه په برخه کړل. هغه د کرکټ د ملي ټیم د غړو نومونه واخیستل او هر یو یې بیل بیل د غونډو ګډونوالو ته ور وپيژانده او له ټولو یې د ملي ټیم په استازولۍ مننه وکړه.

ورپسې د کرکټ د ملي لوبډلې منیجر نظیم جار عبدالرحیمزي خبرې وکړې او وې ویل چې زموږ ملي لوبډله اوس د هغه هیوادونو سره سیالي کوي چې دوه پیړۍ په کرکټ کې لوبیدلی دي او بیا هم زموږ لوبډله توانیږي چې پرې بریالۍ شي، د ځينو چارواکو پاملرنه، په دننه او بهر کې د افغانانو هڅونه ده چې ملي لوبډله یې ددې وړ کړه چې اوس تر ډیرو مخکې ده.
نوموړي وویل چې که ملي لوبډلې افغانستان ته د ویاړ پګړۍ ور په سر کړې وي تاسو په هغه کې ګلونه ایښي دي او تاسو په دې ویاړ کې بې برخې نه یاست، عبدالرحیمزي د ټولو هغه هالنډ میشتو افغانانو څخه مننه وکړه چې ددې پروګرام په جوړښت کې یې مرسته او منډې کړې دي.

ورپسې د ملي لوبډلې روزونکي یا کوچ حاجي کبیرخان خبرې وکړې او هیله یې څرکنده کړه چې که د خدای مرسته وه پاتې سیالۍ به هم وګټي.

غونډه چې داجمل ننګ او عبدالله احسان لخوا چلول کیده په هالنډ کې میشت حاجي محمد ابراهيم ته یې بلنه ورکړه او هغه د روانو سیالیو او بریالیتوبونو په اړه خپله خوښی وښوده او وې ویل د شکر څای دی چې زموږ د کرکټ ملي لوبډله د نړۍ له سترو لوبډلو سره سیالي کوي او بری ګټي.

نوموړي د غونډې دویمه برخه چې ټنګ ټکور ته ځانګړې شوې تکړه سندرغاړي کریم لمر ته په بلنې سره پیل کړه.
د ټنګ ټکور په منڅ کې د غونډي جوړونکو لخوا د ملي لوبډلې لپاره برابر شوي سوغاتونه وویشل شول.

غونډه د شپې یوه نیمه بجه پای ته ورسیده.