د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځوانان او دینداري

زاهد جلالي 07.07.2010 14:12

مخکې تر دې چې دې موضوع ته دننه شو؛ لومړی باید دین و پیژنو چې دین څه ته وایې؟! او دیندارې څه ته وایې، لدینه وروسته پر خپلی موضوع راګرځو. زموږ بلکې د بشریت ستر لارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د دین ښه تعریف یا پیژندګلوې کړې، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایی: ((ان الدین عند الله الاسلام)) یعنی د خدای په وړاندی منل شوی دین اسلام دی. زما په اند دا به د دین ښه تعریف وی او لدینه اخوا معلومات به اضافی وی.

د دیندارۍ او یا تدین په اړه: تدین، په دین باندې منګولو لګولو ته وایې، دین ته ملتزم کیدل تدین(دینداری) ده، یعنی هر څوک چی د خپل استطاعت او توانایې سره سم د الله جل جلاله اوامر منې او له نواهیوو څخه یې ځان ژغورې دیندار بلل کیږی. یا په بله اصطلاح دیندار هغه چاته ویل کیږې چې د دین وجایب منی او له نواهیوو څخه یی ځان ساتې. دا په لنډ ډول د دیندارۍ تعریف دی.

دینداری څو ډوله ده؛ یو متوسط یا منځلاری دینداری ده او بله یی متشدده یا افراطی دینداری ده چی د دینداری دی مرحلې ته یعنی د دینداری شدت ته تکفیریت هم ویلای شو، چی افراطې دینداری اسلام ته خو ګټه نلرې، تاوان لری او همدا لاره ده یا همدې دینداری ته چی اسلام هرکله د تاریخ په اوږدو کی ترینه ضرر لیدلی او مشکل یی ورته جوړ کړی، هغه څوک چی افراطی دینداران دی؛ موږ دا نه وایو چی دوي د اسلام دښمنان دې، یقینا چې دوی مخلصین دی او د اسلام ګټه خپله ګټه ګڼی، خو دښمن هرکله ددوي له لاری اسلام تر برید لاندی راوستی او ددوی له لاری یی د اسلام ډیرو حق پرسته علماو باندې حتی د کفر او له اسلام څخه د وتلو حکم ورکړې. ځکه موږ وایو چی دا ډول دینداری اسلام ته په ضرر ده، او ځوانان باید له دی ډول دینداری څخه ځان وژغوری.

بل ډول دینداری چی متوسط یا منځلارې دیندارې ورته ویل کیږې او په بله اصطلاح دیندارې کی اعتدال دیته وایې چی خپل دین ته رجوع وشی، توبه وویستل شی د دین صفات په ځان کی پیدا کړل شی او د دین په اصولو ځان برابر شی د معتدل، متوسط یا منځلاری دینداری په نامه یادیږی.

متاسفانه چی نن سبا زموږ احساساتی ځوانان د اعتدال له کلمی سره حتی حساسیت لری او دا د اسلام په ضرر توجیه کوی. موږ کولې شو منځلارې هم په دوو برخو وویشو؛ یو صحیحه منځلارې او بل غلطه منځلاری چی دی ډول منځلاری ته دکتور یوسف القرضاوی امریکایی اعتدال هم وایی. صحیحه دینداری هغه دینداری ده چی له قران او سنتو څخه اخستل شوی وی، مصدر یې اسلام وی. او غلطه دیندارې یا د دکتور قرضاوی په اصطلاح امریکایی اعتدال او منځلاری هغی منځلاری ته ویل کیږی چی د اسلام له اصولو څخه سر غړونه پکی وشی او یا په بله اصطلاح د اسلام له هغو اصولو څخه پکی تیریدل چی د کفارو په ضرر وی؛ لکه: جهاد، حق، نور هر هغه څه چی د کفارو خوښ نه وی له اسلام څخه ویستلوته معتدل او منځلاری دینداری ویل کیږې، چی دا دمتشدد اسلام په مقابل صف کې دې او دوی هم د متشددینو یا افراطیانوپه څیر اسلام ته ضرر رسوی او ددوی صف خو بیخې واضح او ښکاره دې. پدی ليکنه کی زموږ هدف له منځلاری څخه صحیحه او د اسلام په اصولو برابره منځلاری ده نه غلطه یا امریکایی منځلاری.

نبی کریم صلی الله علیه وسلم هغه څوک و چی منځلاری یی ښه تعبیر کاوه. یوه ورځ حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو سره یوځاي ناست و، پر مځکې یې یوه کرښه وکاږله او ددی کرښی، کیڼ او ښی لوری ته یی دوه نوری کرښی وویستی او بیا یی وویل: دا کرښه چی منځنۍ کرښه ده زما لاره ده او لدی څخه چی هغی خواته او دیخواته کرښې ویستل شوې دا د تفرقې لارې دي، تاسې زما لاره ونیسی. نبي اکرم صلی الله علیه وسلم پدی حدیث کی موږ ته د منځلارې ښودنه کوې او راته راښیې چې نورې لارې د شیطان لارې دی یعنی د افراط او تفریط لارې دې او لدې سره خپل مخالفت ښکاره کوې.

د منځلارې د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم اخلاق قران عظیم الشان و، هغه قران په خپل ژوند کی تفسیر کړی و او په ځان کی یی پیاده کړی و.

متاسفانه نن هرڅوک که هغه متشدد(افراطی) وی او که منځلارې وى؛ ځان ته منځلارې وایې، هیڅ څوک هم ځان ته افراطی نه وایې خو موږ ددوی لپاره تدین په دوو برخو ویشو تر څو د افراطیت او منځلارې توپیر وشی. لومړی صحیح تدین او دوهم غلط تدین.

صحیح تدین هغه تدین ته ویل کیږې چی د اسلام پر اصولو ولاړ وې، مصدر یې قران او سنت وی یعنی له قران او سنتو څخه اخستل شوی وي. او غلط تدین دیته وایې چې د قران او سنتو سره مخالف وې.

نن سبا چی ځوانان د منځ لاری په نامه په نورو لارو درومی؛ ددی علت دادی چی موږ مسلمانانو د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند او سیرت چې زموږ په ژوند کی د منځلاری ښه بیلګه ګرځیدی شی هیره کړې او د دیندارۍ دعوه هم کوو. زموږ لپاره ښه د حل لاره داده چی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ژوند یو وار بیا را ژوندی کړو او په خپل ژوند کی ترینه الهام واخلو.

نبی کریم صلی الله علیه وسلم د منځلاری دیندارۍ په اړه فرمایې: زه او زما دوستان(اصحاب) چی په کومه لار روان دی دا دینداری ده. اوس موږ باید پلټنه وکړو وګرځو او پدی ځان وپوهوو چی د نبی صلی الله علیه وسلم او دده داصحابو ژوند څنګه و. ترڅو چی پدی ځان ونه پوهوو لابه هم د افراط او بیلاری لارویان یو.

دې کې شک نشته چې اسلامی نړۍ کې ډیری ځوانان د دینداری په لټه کی دی او غواړی یو حقیقی دیندار اوسي او داسی هم خلک هم شته چی ځان ته دینداران وایی خو چی ژوند یی وګوری د قران او د حدیثو سره نه وی برابر! ددی علت دادی چې موږ د خپل لارښود ژوند هیر کړی او د پوهی له نعمت څخه نه یو برخمن. یوسف قرضاوی هم په همدی اړه یو کتاب کی لیکي چې د اوسنیو ځوانانو لومړی فریضه داده چې ځانونه پر دین وپوهوي، او دکتور شهید عبدالله عزام هم په خپل یو کتاب کی لیکی چی مسلمان داعی ته پوهه ډیره مهمه او ضروری ده ځکه چی دی د قرآن او د سنتو دعوت خلکو ته ورکوي که چیرته دی خپله پری ونپوهیږی نو نور به څه وپوهوی!.

پدي چې وپوهیدو چی د تدین او د منځلارۍ لپاره د نبی کریم صلی الله علیه وسلم پر ژوند باید ځان خبر کړو اوس راځې پدې ځانونه و پوهوو چی د نبي کریم صلی الله علیه وسلم پر سنتو څنګه عمل وکړو؛ ځنی وروڼه خو پدې اند دي چې مثلا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او اصحابو یی لونګۍ پسر کوله، لوی د سنتوسره برابر کالي یي اغوستل، ځانګړي پایپوښ یي اغوسته او... نو موږ هم باید هماغسی لونګۍ پسر کړو، لوي د ستنو مطابق کالى واغوندو او... وکړو! نه... تدین دیته نه وایي، تدین دیته وایی چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څه ویلي هماغه موږ هم پرځان پلی کړو او ویي منو، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اخلاق او سلوک په ځان کې پیدا کړو او په څه شي چې یې امر کړی ویې منو او له څه شې څخه چې منع کړې یو ځان ترینه وژغورو. خپل ظاهر او باطن د هغه د سنتو سره سم عيار کړو د کفارو مشابهت ونکړ بلکې په هر څه کې ورسره مخالفت وکړو.

دینداری دیته هم نه ویل کیږي چې فقط د لمانځه په لومړي صف کې ودریږه او چی بیرته له لمانځه څخه ووځې؛ دروغ وایی، چل کوی، سمه معامله نکوی او... داهم د غلطې دینداری په قطار کې راځې.

پیغمبر صلی الله الله علیه وسلم دری شپیته ۶۳ کاله پدې دنیا کی ژوند وکړ او بیا یی د حق غوښتنې ته لبیک ووایه او لدی دنیا څخه وکوچیده؛ خو په دغه دری شپیته ۶۳ کلونو کی یی اسلام پوره کړ، د اسلام هیڅ داسې برخه یې تشه پرېنښوده لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي: (( الیوم اکملت لکم دینکم و اتممت علیکم نعمتی و رضیت لکم الاسلام دینا)).

ژباړه: نن ورځ مو ستاسو دين (اسلام) تاسو ته بشپړ کړ او نعمتونه مو پر تاسو تمام کړل او اسلام مو د تاسو لپاره غوره او خوښ وگرځاوه.

په پای کې ویلای شو چې د دیندارۍ د رامنځ ته کولو لپاره مو یواځینې لاره د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر سنتو عمل کول او په هماغه لاره تلل دی او بس!.