د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خالقداد: زه په پلان روان يم او په راتلونکې کې به لا ښه لوبه کوم

کرکټ څانګه 06.07.2010 16:55

خالقداد ته محمد نبي په یوه ويکټه مبارکي ورکوي. خالقداد په لومړي ډويژن کې تر اوسه ځلېدلی.

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی خالقداد نوري چې پخوا هم په ملي لوبډله کې و او په تېرو څو سياليو کې د لوبډلې لپاره نه و غوره شوی په هالينډ کې د کرکټ د نړيوالې شورا د لومړي ډويژن په لوبو کې خپله وړتيا ښودلې ده. په سختو حالاتو کې یې توپ اچولی دی او ځلېدلی دی. موږ ورسره د نوموړي د ښې لوبې په اړه مرکه کړې ده چې ستاسو درانه حضور ته یې وړاندې کوو:

پوښتنه: خالقداد صيب ستاسو په لوبه کې ډېر توپير راغلی دی. د پخوا په پرتله تاسو دا ځل د لومړي ډويژن په لوبو کې ښه وځلېدئ. وجه یې څه ده او دا ډول حالت ته موږ ځان څنګه ورساوه؟

ځواب: ما د کرکټ د نړيوال جام د غوراوي لپاره په سريلانکا کې د ملي لوبډلې په کيمپ کې هم ډېره ښه لوبه کړې وه. هستي ګل عابد اته او ما اوه  ويکټې اخيستې وې خو زه چې په لوبډله کې ونه نيول شوم نو په کابل کې مې هيله له لاسه ورنکړه او تمرين ته مې دوام ورکړ. په جيم کې مې داخله وکړه. فزيکل فيټنس (جسماني چمتووالی) مې لا ښه کړ او ډېره توجه مې ورته ورکړه.  د بالينګ او بيټنګ په خاميانو مې کار وکړ، محنت مې وکړ او د بالينګ لاين مې سم کړ. په اوسنيو لوبو کې فرق دا دی چې د ميچ کنډيشن (د لوبې حال) ته ګورم او په پلان لوبه کوم.

پوښتنه: تاسو د آسيايي لوبو لپاره هم غوره شوي ياست او په لوبډله کې به چين ته سفر کوئ، له هغې مخکې به څه ډول تياری کوئ؟

ځواب: زه د خپل فزيو سره په رابطه کې يم او دوامداره مشورې ترې اخلم.  ان شالله چې نوره خواري به هم کوم او فزيکل فټنس ته به نوره توجه هم کوم. د راتلونکې لپاره زه پلان لرم او په هماغه پلان به مخکې ځم. تاسو به له خيره وګورئ چې زه به ان شالله نور هم بدل يم.

پوښتنه:  په لومړي ډويژن کې افغانستان دوه نورې لوبې لري، له تاسو بايد د څه ډول لوبې تمه ولرو، ته څه ډول رول غواړې ولوبوې؟

ځواب: موږ له نورو لوبډلو تکړه یو او د ماتې ورکولو چانس لرو خو په دې شرط چې ښه فيلډنګ وکړو او مخالفې لوبډلې کمزورې ونه ګڼو. هر لوبغاړی بايد دا فکر وکړي چې د لوبې ګټل د ده د پرفارمنس پورې تړلې ده او خپل ټول کوښښ وکړو.

ډېر وخت وشو چې زه د مخکې بيټنګ غوښتنه کوم. زه خو اصلا د بيټنګ آل راونډر يم. ماته که د مخکې بيټنګ چانس راکړل شي او د فشار په وخت کې بيټنګ ونه کړم نو نوره وړتيا به مې هم وګورئ. زه چې چيلنج نه کړای شم او د فشار په وخت کې په بالينګ او بيټنګ کې ونه لوبول شم نو زه په راتلونکو لوبو کې د لا ښې لوبې اميد لرم.

پوښتنه: د کينيا خلاف په لوبه کې تا بايد په اخري توپ یوه منډه کړې وه چې لوبه وګټې، څه احساس دې کاوه، څه پلان دې لرلو، فشار و که نه و؟

ځواب: (په خندا)، زه چې لا له لوبغالي بهر ناست وم، روزونکي کبيرخان هلکانو ته همدا ويلې چې په پيچ پاتې شئ او ويکټه وساتئ منډې پخپله راځي او همداسې وه. خو زموږ بيټسمينانو کله کله هسې شاټونه وهل چې د سوځېدو سبب جوړېډل.  محمد نبي، کريم، اصغر، شهزاد او نور ټول ښه بيټسمينان دي، خو اخر کې زه په يو توپ ولاړ وم او بايد څه مې کړي وای. د کينيا کسانو فيلډنګ سرکل (دايرې) ته راووست. ما فکر کاوه که شاټ ووهم هسې نه چې کيچ شم. شاهپور سره مې مې مشوره وکړه او ورته مې وويل چې بالر توپ راوويشت ته به رامنډې کړې. ما چې کله توپ وواهه شاهپور رارسېدلې و، ما هم منډې کړې او ځان مې هغه بل اړخ ته ورساوه. په دې وخت کې فشار دومره ډېر و چې یوه یوه منډه داسې وه لکه پنځوس منډې.

پوښتنه: نورو زلمو لوبغاړو ته څه پيغام لرې، که غواړي چې په ملي لوبډله کې ځای پيدا کړي څه بايد وکړي؟

ځواب: په افغانستان کې ډېر زيات ټيلنټ (استعداد) شته. دومره استعداد چې په بل هيڅ هېواد کې نشته دی. خو که پلان او وسايل وي نو موږ ملي لوبډله لا هم پياوړې کولای شو. په افغانستان کې د ښو ميدانونو او ښو پيچونو کمی دی. دا وګوره دلته په هالينډ کې پيچونه ګراسي (د وښو) دي. که موږ هم ګراسي پيچونه ولرو نو دلته بيا ښه لوبه کولای شو. ځوانانو ته مې دا مشوره ده چې د لوبې د تخنيک سره په فيټنس هم کار وکړي. يو لوبغاړی چې فټ (چمتو) وي لا ښه لوبه کولای شي.

ـــــــــــــ

په لومړي ډويژن کې د خالقداد لوبه:

- خالقداد د سکاټلينډ خلاف په تمريني لوبه کې څلور ويکټې واخيستې چې یو په کې هيټرک يانې سر په سر درې لوبغاړي سوځول هم شامل و. په لسو اورونو کې یې ۴۴ منډې ورکړې.

- د کاناډا خلاف لوبه کې خالقداد دوه ويکټې واخيستې او په نهه اورونو کې يې ۳۱ منډې ورکړې.

- د ايرلينډ خلاف خالقداد دوه ويکټې واخيستې او په ۸ اورونو کې يې ۲۷ منډې ورکړې.

- د کينيا خلاف خالقداد یوه ويکټه واخيسته او په ۶ اورونو کې یې ۲۱ منډې ورکړې.

خالقداد په اخري درې لوبو کې له لسو څخه کم اورونه اچولي دي. په درې لوبو کې یې توپ وهلی او ۵۳ منډې یې په حساسو وختونو کې جوړې کړي دي.