د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لومړي ډويژن: افغانستان له کينيا څخه په ډېر مشکل په يوه ويکټه وګټله

کرکټ څانګه 05.07.2010 00:58

سميع الله شينواري نن شهکار وکړ او ۸۲ منډې یې جوړې کړې. افغان توپ اچونکي د توپ وهنې ښه استعداد لري او د توپ وهنې روزونکی به نه یواځې د توپ وهونکو سره مرسته وکړي بلکه د توپ اچونکو سره به هم د توپ وهنې په تخنيکونو کې مرسته وکړي.

کينيا پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. کينيا لومړۍ دوه ويکټې زر له لاسه ورکړې خو افغان توپ اچونکو ونشو کړای په منځ او اخر کې د کينيا منډې کنترول کړي.

لومړۍ دوه ويکټې شاهپور ځدراڼ واخيستې چې د کينيا وضعيت یې د فشار سره مخ کړ خو د کينيا د منځ لوبغاړي کولينز اوبايا او راکيت پټېل وکړای شول چې کينيا ته سل  منډې جوړې کړي.

په اخري اورونو کې هم کينيا وکړای شول چې ښې منډې وکړي او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو یې په ۵۰ اورونو کې ۲۳۳ منډې وکړې. کينيا سره تر پايه په لاس کې د ويکټو لرلو مرسته وکړه او زړوره یې کړه چې په اخري اورونو کې ښې منډې جوړې کړي. په اخري اور کې یې په شاهپور ځدراڼ شل منډې جوړې کړې چې درې په کې څلوريزې او یوه په کې شپږيزه وه.

کينيا چې تر اوسه د لومړي ډويژن  تر ټولو کمزورې لوبډله بلل کېږي نن افغانستان ته نسبتا لوړ هدف وټاکه.

نن حميد حسن په تول پوره توپ واچاوه، په ۹ اورونو کې یې درې ويکټې واخيستې او ۳۲ منډې یې ورکړې. خالقداد او سميع الله شينواری بل ښه توپ اچونکي وو.

د افغانستان د توپ وهنې پيل ښه نه و. پيل کونکی نور علي او ورپسې شبير نوري په ۶م اور کې وسوځېدل.  په ۱۱م اور کې محمد شهزاد هم وسوځېد خو ښه و ۲۰ منډې یې کړې وې.

د افغانستان په توپ وهنه کې نن لوی بدلون سميع الله شينواری و چې ۱۱م اور څخه تر ۴۰م اور پورې ودرېد. د اصغر ستانکزي، نوروز منګل ، کريم صادق او محمد نبي سره یې ملګرتيا وکړه تر دې چې ۸۲ منډې یې وکړې چې په نړيوالو سياليو کې د نوموړې تر هر وخت ډېرې منډې دي.

يو وخت افغانستان د درې ويکټو په بايللو ۱۲۳ منډې کړې وې خو لوبه په دراماتیکه توګه بدله شوه. اصغر ستانکزی په ۲۳ منډو وسوځېد، ورپسې نوروز منګل په ۳ او کريم صادق په صفر په منډه وسوځېد. داسې وخت راغی چې افغانستان د ۶ کسانو په بايللو ۱۳۴ منډې کړې وې چې په ولاړ سميع الله او محمد نبي فشار بېخي زيات شو.

نن افغانستان خپله پاور پلی وختي په ۴۰م اور کې واخيسته چې سميع  الله او محمد نبي ترې ډېره ګټه پورته کړه او د افغانستان منډې یې پورته کړې. محمد نبي په ۴۲ منډو ۴۷ ارزښتناکه منډې وکړې خو مخکې له دې چې بری د افغانستان کړي توپ یې په هوا قف شو او وسوځېد.

خالقداد چې په دې سياليو کې یې ښکلې لوبې تر اوسه ټول شنونکي حيران کړي لا ولاړ و او حميد حسن ورسره راووت. دواړو د افغانستان منډې ۲۳۳ ته ورسولې او لوبه یې مساوي کړه خو حميد حسن قف شو او وسوځېد. خالقداد منډه وهلې وه او توپ وهنې ته يې ځان جوړ کړی و. په اخري توپ یې یوه منډه واخیسته او کينيا ته افغانستان ډېر په تکليف د شاهپور او خالقداد په ويکټه ايله ماته ورکړه.

نن لوبه د افغانستان توپ اچونکو توپ وهونکو ته سخته کړه خو توپ وهونکو لوبه توپ اچونکو ته پرېښې وه او په توپ وهونکو یې وګټله.

په هالينډ کې تېرې درې لوبې دا روښانه کوي چې افغان لوبډله ډېر استعداد لري خو د استعداد د ژباړلو لپاره په عاجله توګه د توپ وهنې او اچونې روزونکو ته اړتيا لري.

افغانستان راتلونکې لوبه سبا نه بل سبا د هالينډ سره لري او ورپسې بله لوبه د سکاټلينډ سره لري. دواړه مخالفې لوبډلې په پوره وړتيا سره د دې سيالۍ ډګر ته راغلي او د افغانستان تېرې درې لوبو ته په کتلو ويلای شو چې د مخالفو لوبډلو ماتول به ورته اسانه نه وي.

افغانستان خپلې نمرې څلورو ته لوړي کړي. د نن ورځې غوره لوبغاړی د کينيا کپتان موريس اویوما شو ځکه چې په څلورو کيچونو او ۴۰ منډو یې افغانستان ته سر په درد کړی و.

د ننۍ لوبې ويډيو دلته وګورئ.

د نمرو جدول:

لوبډلېلوبېګټلېبايلودېنمرېد منډو اوسط
ايرلينډ 3 3 0 6 +1.009
هالينډ 3 2 1 4 +0.993
سکاټلينډ 3 2 1 4 -0.003
افغانستان 3 2 1 4 -0.205
کاناډا 3 0 3 0 -0.928
کينيا 3 0 3 0 -1.097

بشپړه شمېرپاڼه دلته وګورئ.


محمد نبي په ۴۲ توپونو ۴۷ منډې وکړې چې د افغانستان د بري لپاره ډېر مهمې وې.
له اخري توپ وروسته خوښي.

مخکينی رپوټ:

افغانستان د کرکټ د نړيوالې شورا د لومړي ډويژن په سيالۍ کې خپله دريمه لوبه نن د كينيا سره کوي. لوبه د هالينډ په وخت د سهار په یوولس او د کابل په وخت د ماسپښين په یوه نيمه بجه پيل کېږي.

لوبه د کرکټ د نړيوالې شورا او ESPN STAR په ويبپاڼو به په لاندي لينك په ژوندۍ بڼه ښودل کېږي.

http://www.espnstar.com/icclive/

د کرکټ نړيوالې شورا په ويبپاڼه ژوندۍ شمېرپاڼه او وينا

په كرك انفو ژوندۍ شمېرپاڼه او وينا

د دې سيالۍ پايلوبې ته د رسېدو لپاره افغانستان ننۍ لوبې ګټلو ته اړتيا لري. دا مهال افغانستان دوه نمرې لري او په څلورم نمبر دی. سکاټلينډ لومړی او ايرلينډ دويم دي چې دواړه څلور څلور نمرې لري. هالينډ سره د دې چې دوه نمرې لري خو په درېم دی ځکه چې له افغانستان څخه یې د منډو اوسط ښه دی.

نن شايد دا ښه پرېکړه وي چې ميرويس اشرف او خالقداد دواړه په لوبډله کې ولوبول شي او يو بل تېز توپ اچونکی کم کړای شي. خو د لوبډلې منيجر سيد نظيم جار او د کرکټ بورډ اجرايه مشر ټول افغان ته له هالينډ څخه د ټيلي فون په ليکه وويل چې په لوبډله کې کوم توپير نه دی راغلی او د ايرلينډ په خلاف لوبېدلي لوبغاړي به نن هم لوبه کوي.

په ننۍ لوبه کې افغان لوبډله:

نور علي، شبير نوري، محمد شهزاد، نوروز منګل، اصغر ستانکزی، کريم صادق، محمد نبي، سميع الله شينواری، خالقداد نوري، حميد حسن او شاهپور ځدراڼ

نن په لوبډله کې دولت احمدزی، ميرويس اشرف، افتاب عالم او جاويد احمدي نه لوبېږي.