د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان په چين کې د آسيايي لوبو لپاره د کرکټ لوبډله اعلان کړه

کرکټ څانګه 02.07.2010 00:21

د افغانستان کرکټ بورډ د آسيايي لوبو لپاره د افغانستان د کرکټ لوبډله اعلان کړې ده او نومونه یې د دې لوبو چلونکي ارګان ته سپارلي دي. آسيايي لوبې چې آسياد ورته وايي د ۲۰۱۰ ز کال د نومبر له ۱۲مې نيټې څخه د نومبر تر ۲۷مې پورې د چين د ګوانژو په ښار کې ترسره کېږي.

ټول افغان د دې ليست يوه کاپي ترلاسه کړې ده چې په کې ۱۵ اساسي او ۵ احتياطي لوبغاړي شامل دي. ليست د کرکټ بورډ مشر او د ماليې وزير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال منلی او لوبغاړي مشر غوره کونکي حامد شينواري او د غوره کونکي کميسيون غړي احمدشاه احمدي غوره کړي او د درې واړو لاسليکونه پرې شته دی.

پنخلس اساسي لوبغاړي په لاندې ډول دي:

۱. نوروز منګل (کپتان)

۲. کريم خان صادق (مرستيال کپتان)

۳. ميرويس اشرف

۴. محمد نبي عيسی خېل

۵. حميد حسن

۶. محمد شهزاد

۷. سميع الله شينواری

۸. نور علي ځدراڼ

۹. اصغر ستانکزی

۱۰. شاهپور ځدراڼ

۱۱. پامير حسیني

۱۲. افتاب عالم

۱۳. خالقداد نوري

۱۴. ګلبدين نايب

۱۵. محمد جاويد احمدي

په احتياطي لوبغاړو کې لاندې پنځه لوبغاړي شامل دي:

۱. دولت احمدزی

۲. عزت الله سهيل

۳. شبير احمد نوري

۴. عبدالله مزاري

۵. نورالحق ملکزی

د شل اورونو لوبې په آسياد کې شامل کړای شوي دي او تمه ده چې افغانستان، پاکستان، سريلانکا، بنګلادېش، عمان، امارات، او چين به په کې د کرکټ لوبډلې لوبوي. هندوستان څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې دې لوبو ته به لوبډله نه لېږي.