همایون غفوري صیب نه د ځواب په هیله،هزارګۍ او پښتانه
01.07.2010 12:42د عتیق نا اشنا (هزارګۍ او زما پښتانه) په اړه یو څو پوښتنې
غفوري صیب سلامونه مې ومنه!
د ډېرې خوښۍ ځای دې چې لکه تاسو غوندې لیکوال لرو چې خپله مخالفه نظریه په منطق، علم او خورا پستې او خوږې ژبې سره مخاطبوي او استدلال ورسره کوي.
قدرمنه د عتیق نا اشنا او ستا لیکنې دواړه مې ولوستې په ریښتیا هم چې ستا او د نا اشنا ورور لیکنې په سرو زرو ارزی او دې ته لاره هواروی چې خپلې ستونزې په تفاهم سره له منځه لېرې کړو.
ستاسوپه ښکلۍ لیکنه کې زما په اند درې موضوع ګانې د بحث وړ دي.
د هزاره ګانو د پرمختګ لاملونه.
شعیه ایزم او لوی ایران.
د پښتو او اسلام تر منځ پیاوړې اړیکې.
دا چې هزاره ګان څوک دی او نن څنګه غاړه غړوي ، تاسو په شعیه ایزم پورې وتاړه او دا دې ورته پشتیوانه وټاکله چې کفري نړۍ غواړي اسلام په شعیه ګانو کمزوری کاندي، نو ولی تر هر یهود او نصراني مخکی د همدې شعیه ګانو سره مبارزه و نه شی ؟
او څوک چې دا مبارزه کوی ولی ورته نشنلست او فاشیست ویل کېږی؟ په حقیقت کې خو ریښتنې مسلمان همدا دی؟
تاسو دا په ډاګه کړه چی کفري نړۍ غواړي چې لوی ایران رامنځ ته کړی او شعیه ایزم ته وده ورکړي، او ددی هدف پروړاندې یواځنی خنډ افغانستان او بیا په ځانګړی توګه پښتانه دي، نو بیا ولی پاکستان اونور اسلامي هیوادونه د همدی اسلام پاله قوم جرړې وباسی ددې پرځای چی د یو مسلمان ورور په توکه یی مرستی ته ورودانګی په ډیرې بې رحمۍ سره یې مادي او معنوي شته ورته له منځه وړي او بدناموي یی؟ په دې پیر کې د پښتنو پر وړاندې د اسلامي هیوادونو کړنې او اند څه ډول ارزول کېدای شي؟
تاسو د اسلام او پښتو تر منځ یو ډېر ښکلی تړون وښود او بېلګې مو هم داسې وړاندې کړې چې احمدشاه بابا، میروس نیکه او تره کی ،امین او ډاکټر نجیب مو سره پرتله کړه چې پښتو خو په دې ټولو مشرانو کی وو خو په احمدشاه او میرویس کې اسلام وچې په کمونستي مشرانو کې نه وو نو ځکه دا بدمرغۍ وزېږېدې.
نو د تعصب یا کوم بله لامله درته نه وایم ماته یوه معما ده ، او پوښتم چی په حکمتیار او سیاف کې (دا نور به یې پرېږدو) خو اسلام او پښتو دواړه وو، دوی ولې احمدشاه او میرویس نه شول؟
ولی یې ونه شو کولای چی دغه اسلام پاله قوم پرځان راټول کړي او سیمه او نړۍ کې یې د اسلام دفاع کړی وای؟
امریکا او متحدینو یې د پښتنو په له منځه وړلو پسې را اخیستی ده،او که د اسلام په له منځه وړلو پسې؟
که اسلام او مسلمانان له منځه وړل غواړي نو بیا خو ټول افغانستان او ټول پاکستان مسلمانان دی ولی د ډیورنډ د کرښی دواړه غاړو ته پښتانه مري؟
پنجابیان او افغانستان میشتی نور قومونه مسلمانان نه دی ؟
دا لیکنه د هرډول تعصب څخه کره او پاکه ده او دا هغه پوښتنې دي چې د پښتون قوم او ددوی د حالاتو په اړه ماته ستا له لیکنې څخه راپیدا شوې وې؟
آلله ج د اسلام او هیواد د همدې پښتنو پر مټ ازاد کړي؟

