د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

احمدشاه ابدالي ته درناوی وکړﺉ !

حنان حبیبزی 30.06.2010 09:57

په لندن کې د احمدشاه ابدالي د ۲۷۸ زوکړې د لمانځنې په پلمه:

دا زما په ژوند کې لومړی ځل وو چې  د احمد شاه بابا د زوکړې په ویاړ جوړه شوې غونډه کې ما ګډون وکړ. ما د لومړي ځل لپاره احساس کړه چې افغانانو خپل یو ستر لارښود هیر کړی وو او همدا لامل دی چې په افغانستان کې ملت جوړونه اوس یوه لویه ننګونه ده. هغه یو موټی ملت چې احمد شاه بابا ترشا پریښی وو ،اوس د تاریخ تر ګردو بدې څپې زغمي.
په لندن کې  دشاه محمود دستو خیل په نامه د یو افغان زده کونکي په مشرۍ دبرتانیا میشتو افغان زده کونکو یوې ټولنې دا نوښت وکړ او دغه ملي  لارښود یې بیرته خپل قوم ته ور په زړه کړ . دوی  د احمد شاه بابا د زوکړې  ۲۷۸ کلیزه د ډیرې ژورې افغاني جذبې په ترڅ کې  ولمانځله.  
د سولې یو مبارز  ذهیب خان حبیب  هم په دغه غونډه کې ونډه لرله. دوی  په دې غونډه کې داحمد شاه بابا د کارنامو ترڅنګ د هغه شعرونه هم واورول.
 سلګونو افغانانو او  په برتانیا کې نورو ځايي او بهرنیو ټولنو استازو ، لوبغاړو، زده کونکو او هنروالو په دې  غونډه کې  ګډون وکړ.
 ډیرو ګډونوالو ته موقع ورکړل شوه چې خپل استعدادونه وښيي. ان  څو اروپايي نجونو هم افغاني جامې اغوستې وې او د احمد شاه بابا انځورونه یې په لاس کې نیولي وو. یوې روسیۍ پیغلې د هغه یو شعر په پښتو کې زمزمه کړ چې ټولو ګډونوالو وستایله.
سندر غاړو سندرې وویلې. ځوانانو اتڼونه وکړل ،د لاسونو په پړاکا سره دا هرڅه وستایل شول. خو دننه په افغانستان کې دغه ورځ یوه رسمي ورځ وه او دافغانستان بنسټ ایښودونکی د دولتي چارواکو هیر وو.
دلته په لندن کې دهغه د زوکړې  د لمانځغونډې پرمهال دافغانستان  روان ناورین او تاوتریخوالی په کلکه وغندل شو. د غونډې ګډونوال د خپل هیواد پر حالت غمجن  شول کله چې په یو ویډیوکې  هغه ملکي وګړي لیدل کیدل چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي له کبله  ژوند له لاسه ورکوي. ددې ناورین لوی لامل  په جګړه ځپلي هیواد کې دقدرت تشه او د یوې بشپړې او شفافې ادارې نشتوالی دی.
هلته  د روانې جګړې له کبله د ملکي وګړو د ډله ییزو او انفرادي وژنو یو لړ پیښو ته اشاره وشوه او دا د بشر پر حقونو څرګند تیری وبلل شو.
په دې لړ کې په ځانګړي ډول د یو افغان سوداګر محمد اشرف دستوخیل وژنه یاده شوه چې په ۲۰۰۸ کال کې د ارګ او  دفاع وزارت  ته څیرمه په څو مټرۍ کې د پولیسو د سترګو په وړاندې ووژل شو.
اشرف دستو خیل د یو مخور قومي مشر ارواښاد الله نظر دستوخیل لمسی وو چې د سوداګرۍ پر کاروبار بوخت وو  او ښه نوم یې ګټلی وو.

احمد شاه بابا :
که موږ تاریخ ته نظر واچوو نو دا هیواد یو وخت د خپل پېر د لويې اسلامي امپراتورۍ مرکز وو.  احمد شاه بابا دغه امپراتوري رامنځته کړه. ده د ننني هند سربیره ،پاکستان، بنګله دیش ، نیپال ، له نیمايي زیات ایران او دمرکزي اسیا ځینې هیوادونه لاندې کړل او خپل سلطنت یې ور وغځاوو.
 احمد شاه بابا زړور  او ازمیښتکاره  مشر  وو. دی د خپل ولس پر سایکالوجي پوهیده.  له افغاني دودونو او رواجونو ښه خبر وو. ده د ولس لارښونه خپل ماموریت باله  او د همدې لپاره دی دپښتنو سیاسي او پوځي مشر وتاکل شو.  
دی دافغانستان لومړنی  پاچا وو چې پګړۍ  ېې پر سر کوله ، کلیوالې جامې او  موزې ېې پښو کولې او له عادي خلکو سره پر ټغر کښېناسته. ده په ټولو مهمو چارو کې له قومي مشرانو سره مشورې کولې.
احمد شاه بابا له کړکیچه ډک وخت کې واګې تر لاسه کړې:
احمد شاه بابا په داسې وخت کې پاچا شو چې د پښتنو د ملي یووالي  څلی د بهرنیو  دښمنانو د تېري او يرغل له لامله ویجاړ شوی وو. هرې قبيلې د اړوند  قومي مشر تر څارنې  لاندې ځانګړی قبایلي ژوند کاوه او د پښتني  قبيلو تر منځ د ملي او قومي یووالي  رسۍ شکیدلې وې. ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو د افغانستان په کورنیو چارو کې دومره لاسوهنه کوله چې پښتانه قومونه یې  پخپلو کې سره اچولي وو.  په دغه حساس وخت کې احمد شاه بابا مشرۍ ته ورسید. ده له ټولو قومونو سره خبرې اترې وکړې . جوړ جاړی یې رامنځته کړ او د پښتنو د بیلابیلو پرګنو ترمنځ یې ټینګ یووالی جوړ کړ او په دې توګه یې د ننني افغانستان بنسټ کیښود. هغه وخت  افغاني پرګنو ته څرګنده نه وه چې ددوی د هیواد پوله چیرته ده او مساحت یې څومره دی؟ که څه هم پښتني قومونه له پیړیو پیړیو راهیسې  په دغه سیمه کې  پراته وو، خو هیڅکله تر یو ځانګړي مشرتوب لاندې نه وو راټول شوي. احمد شاه بابا هغوی سره راټول کړل او یو هیواد یې ورته  تشکیل کړ .
افغانستان :
 لکه نن چې دي ، هغه وخت هم په سیمه کې بیلا بیل هیوادونه وو. هر هیواد د یو ځانګړي قوم په نوم جوړ شوی وو. په هر ځانګړي هیواد کې هغه قوم اوسیده چې د هیواد نوم یې ورسره تړلی وو. لکه په ایران کې پارسي ژبي اوسیدل. تاجکستان کې تاجک اوسیدل. په هندوستان کې هندوان  اوسیدل او د هغوی په مذهبي نوم هغه هیواد جوړ شو. په روسیه کې روسان اوسیدل. احمد شاه بابا فکر وکړ چې افغانان ( پښتانه ) باید  له خپل نامه سره تړلی  هیواد ولري .ده بیا د افغانستان لپاره پولې غوره کړې.  
اوسنۍ ستونزه څه ده؟:
احمد شاه بابا  له کارنامو څخه نژدې دوه پیړۍ وروسته دافغانستان له نامه سره د ایښودل شوو بنسټونو پیژندګلوي له خطر سره مخامخ شوې ده. ورځ تر بلې چې د طالبانو غورځنګ وده کوي یو لامل یې دادی چې دافغانستان اکثریت قوم  احساسوي چې د ټاټوبي پیژندګلوي او هغه بنسټونه په خطر کې دي چې احمد شاه بابا غوره کړي وو . دوی بله لار نلري خو جګړې ته لاس اچوي.
په ۱۹۹۰ کلونو کې چې هزاره، ازبک ، تاجک او نورو جنګیالیو په کابل کې د بهرنیو هیوادونو په لمسون  پر خلکو ظلمونه پیل کړل ، طالبان راپورته شول او هغه حکومت یې دړې وړې کړ چې مشران یې پخواني مجاهدین وو او د بهرنیانو د لاسونو پر الو بدل شوي وو.  کله چې افغانان هغه جګړې راپه زړه کړي نو د جګړه مارو ډلو په وړاندې د کرکې او انزجاره  ډک احساسات  نشي پټولی . دوی بیا پر هغو بهرنیو لاسوهنو تبصرې کوي چې دپیسو په زور یې افغانستان خونړي ناورین ته ټیل واهه.
دې جګړو په افغانستان کې د باور تشه  پیدا کړه. ددغې بې باورۍ  د لیرې کولو لپاره یوازینۍ لار همدا ده چې   ټول  باید  احمد شاه بابا   خپل ملي لارښود وبولي .  لکه څرنګه چې دوه پیړۍ  وړاندې نوموړی  ټولو اقلیتونو د مشر په توګه ومانه ،باید  همداسې یې تل ومني .  له دې پرته بله لار نشته دی ځکه چې احمد شاه بابا زموږ د ملي یووالي یوازینۍ نښه ده.
ټول خلک  باید هغه څوک وغندي چې د احمد شاه بابا د لاسته راوړنو په اړه پوښتنې راپورته کوي او هلته باید یو قانون وي چې له مخې یې سزا ورکړل شي.
د برتانیا د ۲۰۱۰ کال دمی دمیاشتې له ټولټاکنو څخه لږ وړاندې دبهرنیو چارو پخواني وزیر ډیویډ ملیبنډ چې یو هوښیار سیاستوال دی، وویل چې دافغانستان په اوسمهالي پوځ کې د پښتنو شمیر له پنځه فیصدو څخه لږ دی.
 د حامد کرزي  د دفاع د وزیر ویاند ظاهر عظیمي ژر غبرګون وښود او وېویل چې طالبان هڅه کوي چې پوځ کې ننوځي نو ددې لپاره موږ پر پښتنو باور نشو کولی. خبره یې خلاصه کړه.  
توپیر باید نه وي. هر یو باید له خپل ځانه افغاني نشنلیزم وښيي. دوی باید د افغان درناوی وکړي  او له افغانستان سره مینه ولري.  لکه څرنګه چې د یوې پرمختللې ډیموکراسۍ سره سره  په هند کې مسلمان اقلیتونه حق نلري چې د هندوستان د پیژندګلوۍ اوپه  بنسټیزو قوانینو کې بدلون وغواړي دغسې په افغانستان کې هم اقلیتونه نشي کولی  چې دافغانستان په پیژندګلوۍ کې بدلون وغواړي.
زموږ اقلیتونه  باید هغه څه ته د درناوي  طریقه زده کړي چې د احمد شاه بابا له خوا یې بنسټ ایښودل شوی دی او  ثابته کړي چې دوی قربانۍ ته تر بل هرچا مخکې حاضریږي.
 دسیمې په نورو هیوادونو کې هم اقلیتونه شته دي.په هیڅ هیواد کې  اقلیتونه نشي ویلی چې دهغه هیواد اصلي پیژندګلوي دې ددوی په نوم شي. دهیڅ یو هیواد  اکثریت نه پریږدي چې اقلیتونه سرپورته کړي. لکه په ایران کې،  بلوڅان غواړي چې مذهبي او سیاسي خپلواکي ولري خو هغه چا چې دغه غږ پورته کړی د ایران حکومت پر دار ځړولی دی. لکه  ریګي.  په پاکستان کې وګورﺉ ، د بلوڅانو مشر بوګتي څه شو؟
پښتانه له  خپلو اقلیتونو سره له مهربانۍ ډک  چلند کوي .په نورو هیوادونو کې دغسې چلند نه کیږي. ترکان چې  په ایران کې ډیر زیات دي په ترکي ژبه د زده کړو اجازه نلري. خپله خامنيی یو عرب دی خو د خپل هیواد پیژنګلوﺉ ته درناوی لري او له کبله یې مذهبي مشر دی.  دی هیڅکله نه وايي چې عربتوکمه دی. خو په دې وروستیو کې  پر خامیني  ډیری  ایرانیان په غوصه دي چې د اسلامي پوهنې  په نامه یې عربي ژبه په ښونځيو کې ځای کړې ده.
د پاکستان پوځ تل له هغه څه  دفاع او قربانۍ ته چمتو کیږي چې ددغه هیواد پیژندګلوۍ ته خطر وبلل شي. د پاکستان مانا د پاکو خلکو تاټوبی دی. یا د مسلمانانو تاټوبی او تاسو نشی کولی چې د هر ډول زور په کارولو سره هغوی دېته اړ باسی چې د خپل هیواد پیژندګلوي بدله کړي ځکه چې اقلیتونه دپاکستان د هغې پیژندګلوۍ چې علي جناح یې بنسټ ایښی دی  ملاتړ کوي.
  خو په افغانستان کې داسې نه ده. پښتانه په ورین تندي حاضر دي چې د اقلیت په ژبه خبرې وکړي او په رسمي چارو کې یې وزغمي . له دې کار سره باید  اقلیتونه د سرلوړۍ احساس وکړي وکړي اوله افغانانو مننه وکړي.
که کوم افغان راپورته شي او پخپله مورنۍ ژبه پښتو د زده کړو غوښتنه وکړي  یا د احمد شاه بابا نوم واخلي نو پر هغه د فاشیست او توکمپال نوم کیښودل کیږي.
موږ وایو چې دغه حالت باید پایته ورسول شي.  اقلیتونه  باید خپل حقوق ولري . د اقلیتونو سیاستوال باید په انتخاباتو کې برخه واخلي  خو د افغان په توګه راڅرګند شي. د افغان مانا ښکاره ده. لکه څرنګه چې ډیری پښتانه پر پارسي غږیږي ، دغسې  دې دوی هم  پښتو زده کړي.  له کوم توپیر پرته باید پرې خبرې وکړي. د هغو هیوادونو  له همکارۍ او خواخوږۍ څخه لاس واخلي چې ددوی پرمورنۍ ژبه غږیږي اوله افغانستان سره مینه پیدا کړي. یوازې پښتانه افغانان ونه ګڼی خپل ځان هم افغان وګڼي.
احمد شاه بابا ته باید  هر کال رسمي درناوی وشي:
په نوره نړۍ کې هر هیواد د خپل ملي لارښود زوکړه او تلین په رسمي او لوړو دولتي ترتیبانو سره لمانځي او په دغو دواړو ورځو کې رخصتي هم کوي خو په افغانستان کې ما تر اوسه داسې څه نه دي لیدلي چې حکومت په رسمي توګه د احمد شاه بابا کلیزه یا تلین لمانځلی وي.
احمد شاه بابا  یو داسې مشر وو چې د لیډرشیپ کرشمه یې  درلودله . خلک پرې راټولیدل او د خلکو پر  فکرونو یې هم ډیر ژر د سلطنت واګې نصیب شوې هغه څه چې دافغانانو له دود او رواج سره برابر وو ،هغه یې ترسره کول او په دې توګه افغانان حاضر شول چې دده د سلطنت په دفاع کې  قرباني ورکړي.
نن چې په افغانستان کې احمد شاه بابا ته درنښت نشته ، دغه هیواد په لوی کړکیچ کې ښکیل شوی  دی او دې کار د سیمې نورو هیوادونو ته  د لاسوهنو بیلابیلې لارې برابرې کړي دي.
 د افغانستان ملي  ګټې او زیانونه باید  وپیژندل شي  او هغو دلایلو ته غاړه کیښودل شي چې له مخې یې افغانستان  جوړ شوی دی.
 دغه دلایل باید تقویه  شي او هغه څه باید د تګلارو او قوانینو برخه وګرځي چې د افغانستان مقصد جوړوي. تر اوسه پورې دافغانستان مقصد څه دی هیڅوک پرې نه غږیږي.
د احمد شاه بابا  په زوکړه او تلین  کې باید رخصتي وي . حکومت باید د احمد شاه بابا لارښونې  خپل ماموریت او موخه وګڼي. که ولسمشر تاجک وي یا پښتون وي باید ځان ته افغان ووايي.
په دولتي ودانیو کې ، د ولسمشر په دفتر کې او د لویو چارواکو په دفترونو  کې باید د احمد شاه بابا انځورونه لګیدلې وي او د هغه مجسمې باید دهیواد په بیلابیلو برخو کې جوړې شي چې  په دې توګه د افغانانو ترمنځ تربګني او سیالي له منځه لاړه شي.
 نن افغانستان ډیر نیکمرغه دی چې د متحدو ایالاتو او برتانیا په ګډون یې ټوله نړۍ ترشا ولاړه ده خو په دې بدمرغه دی چې یوه  وړ او کارنده اداره نلري چې له طلايي وخت څخه پوره ګټه واخلي. که د احمدشاه ابدالي له تجربو څخه یې زده کړﺉ نو دافغانستان سوله چې په کور دننه او بهر د ټولې نړۍ ارمان دی ،ډیر ژر ټینګه شي.