د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

WCL لومړی ډويژن: په تمريني لوبه کې سکاټلينډ افغانستان ته په ۶۵ منډو ماته ورکړه

کرکټ څانګه 29.06.2010 01:34

خالقداد نوري نن څلور ويکټې واخيستې چې هيټرک هم په کې شامل و.

افغانستان نن په هالينډ کې د سکاټلينډ سره لوبه وکړه. لوبه د کرکټ د نړيوالې شورا د لومړي ډويژن د سيالۍ لپاره د چمتووالي په موخه ترسره شوه چې افغانستان سکاټلينډ ته په ۶۵ منډو بایلوده. د لومړي ډوېژن رسمي لوبې د جولای په لومړۍ نېټه پيل کېږي.

 هالينډ ته په تللې لوبډله کې ۱۵ لوبغاړي شامل دي. د لوبې له پيل څخه مخکې دواړه لوبډلو پرېکړه وکړه چې په لوبه کې ټول (۱۵) لوبغاړي ولوبوي چې تمرين یې وشي خو یواځې ۱۱ لوبغاړي بيټنګ کولای شي. په دې ترتيب افغانستان ۱۳ لوبغاړي ولوبول ځکه چې حميد حسن او محمد نبي دواړه لا له برتانيې څخه هالينډ ته نه دي رسېدلي. د لوبډلې مدير سيد نظيم جار د ټيلي فون په ليکه ټول افغان ته وويل چې افغانستان پچه وګټله او فيلډ کول یې غوره کړل. سکاټلينډ په ۵۰ اورونو کې د ۷ کسانو په سوځېدو ۲۸۳ منډې جوړې کړې. خالقداد نوري درې لوبغاړي سر په سر وسوځول او هيټرک یې وکړ. دوه یې د یو اور په اخري دوه توپونو او درېم یې د بل اور په لومړي توپ وسوځاوه. درې واړه کيچونه وو. دوه کيچونه ويکټ ساتونکي واخيستل او درېم کيچ نورعلي ځدراڼ په cover کې واخيست.

افغانانو ۴۷ اورونه لوبه وکړه او ویې نشو کړای چې د ۲۸۳ هدف پوره کړي. ټول افغان لوبغاړي په ۴۷ اورونو کې د ۲۱۸ منډو په جوړولو وسوځېدل او سکاټلينډ ته یې په ۶۵ منډو بايلوده.

سبا نه بل سبا به افغانستان په دې سيالۍ کې لومړۍ رسمي لوبه د کاناډا سره کوي. امکان لري حميد حسن او محمد نبي دې لوبې ته ورسېږي. خو دا امکان هم شته چې لوبه ونکړي ځکه روزونکی کبيرخان به د دواړو حالت ګوري چې لوبې کولو ته چمتو دي او که نه.

د لوبې بشپړ سکور کارډ

د ټولو لوبغاړو نومونه په لاندې ډول دي:

 ۱. نور علي
۲. کريم خان صادق
۳. محمد شهزاد
۴. نوروز منګل (کپتان)
۵. اصغر ستانکزی
۶. محمد نبي
۷. شبير نوري
۸. دولت احمدزی
۹. جاويد احمدي
۱۰. حميد حسن
۱۱. شاهپور ځدراڼ
۱۲.خالقداد نوري
۱۳. ميرويس اشرف (مرستيال کپتان)
۱۴. افتاب عالم
۱۵. سميع الله شينواری

روزونکی کبيرخان او د لوبډلې مدير سيد نظيم جار دی.

له دوی برسېره د کرکټ بورډ د مشر مرستيال سلاکار وزير شهزاده مسعود او د کرکټ بورډ اجرايه مشر ډاکتر ايمل شينواری هم د لوبډلې سره په دې سفر کې ملګري دي (ايمل شينواری وروسته هالينډ ته ورځي). معلومه نه ده چې ښاغلی مسعود او ښاغلی ډاکتر ايمل د لوبډلې سره په دې سفر کې په څه موخه ملګري دي. پخوا د کرکټ نړيوالې شورا او د کرکټ اسيايي شورا له افغان کرکټ بورډ څخه غوښتي وو چې د لوبډلې سره دې په سفرونو کې غير تخنيکي کسان ونه لېږي.

د لوبډلې د انځورونو لپاره دلته ټک ورکړئ.